د ارواښادډاکتر کبير ستوري د درېيم تلين په مناسبت ياد غونډه (د روهي ويب پانې خبريال رپوټ )


تېره شنبه د مې د مياشتې په نهمه  د کونړ د ځوانانو کلتوري او فرهنګي ټولنې له خوا د جرمني د کولن په ښار کې د ارواښاد ډاکتر کبير ستوري د درېيم تلين په مناسبت يوه علمي ياد غونډه جوړه شوه.

غونډه ، چې د وياندۍ چارې يې د ښاغلي مطيع الله رووفي له خوا ترسره کېدې، د الحاج محب الله رووفي له خوا د قرآن پاک د سپېڅلو آيتونو په تلاوت سره پيل شوه

 

او ورپسې د کونړ د ځوانانود کلتوري او فرهنګي ټولنې مشر انجينر فريد الله ساپي د کوربه ټولنې له خوا حاضرينو ته ښه راغلاست  ووايه او په لنډه توګه يې دارواښاد ډاکتر کبير ستوري پر ژوند او شخصيت رڼا واچوله.

د ياد غونډې لومړۍ مقاله د ( د ارواښاد ډاکترکبير ستوري دټولنيز شخصيت  ځانګړتياوې) تر سرليک لاندې د الحاج ډګروال حضرت رسول له خوا ولوستل شوه، چې دارواښاد ستوري د ټولنيز چال چلند او شخصيت په اړه يې په زړه خبرې درلودې.

ورپسې ښاغلي هدايت الله بنګښ خپله مقاله د ( له پښتو او پښتونوالي سره د ارواښاد ډاکتر کبير ستوري مينه ) تر سرليک لاندې حاضرينو ته وړاندې کړه او د يوه سوچه او سپېڅلي پًښتون په توګه يې د ارواښاد ستوري انځور د اورېدونکو مخې ته کېښود.

 

ښاغلي محمد رحيم يوسفي بيا(په اوسني عصر کې  د پښتو  ادبي او کلتوري خوځښتونو  ته يوه لنډه کتنه) تر سرليک لاندې خپله اوږده مقاله واروله . ښاغلي يوسفي تر اسلام د مخه د پښتو ژبې له تاريخي شواهدو څخه بيا تر ننه پورې د دغې ژبې د ودې په لاره کې د خوځښتونو ، ستونزو او پرمختګونو په اړه مفصلې خبرې وکړې.


ښاغلي محمدا جان يار بيا د ارواښاد ستوري د ژوند د ادبي اړخ په اړه خپله مقاله واوروله او د اوراښاد ستوري علمي  آثارو او ادبي تخليقاتو ته يې يوځغلنده نظر واچوه.

تر يار صيب وروسته ښاغلي خوشال روهي د ارواښاد ستوري په هېواد کې د اوسني ناورين په  اړه او د ستوري د ولس پر اوسنيو بدمرغيو خبرې وکړې او هيله يې وښوده ،  چې د ستوري له ارمانونو سره سم د پښتون ولس د ژغورنې لپاره  لاسونه سره يو شي.

د علمي برخې په پای کې الحاج فضل الرحمان له ارواښاد ستوري سره خپلې ګډې خاطرې بيان کړې ، چې د حاضرينو لپاره ډېرې په زړه پورې وې.د حاجي صيب له دوعا سره د غونډې علمي برخه پايته ورسېده او تر هغې وروسته مشاعره وشوه . غونډه د شپې په لس نيمو بجو پايته ورسېده.