د پاکستان پوځ له لوري طالبانو ته قبایلي سیمو د سپارلو نیت

دپاکستان  د مشرانې جرګې پخواني غړي خبري رسنيو ته وویل د پاکستان پوځ، ټولې قبایلي  سیمې طالبانو ته سپاري.
د عوامي نشنل پارټۍ یوه مشر ،رضا محمد رضا رسنيو ته په تیلفوني خبرو کې ،د پاکستان په ټاکلي حکومت په نیوکې سره وویل، ددغه حکومت په واکمنیداسره، په خلکو کې هیله پیدا شوې وه چې ښايي په سیاسي او د هیواد په چارو کې د پوځ لاسوهنه  ختمه کړي.
پارلمان هم په دې ا ړه له حکومته خپل ملاتړ اعلان کړ، او د مشرانو  او ولسي جرګو په  غونډو کې وویل شوه چې  پوځ په تیره بیا آ ې اس آې په سیاسي چارو کې لاسوهنه ونکړي او له ترهه ګرۍ سره دې په مبارزې کې  هڅې جدي کړي.
خو په خواشنۍ سره د څلورو کلونوپه  تیریدا سره، دغه حکومت د پارلمان په هیڅ یوې فیصلې عمل ونکړ، او حکومت په کلي ټوګه د هیواد چارو په تیره بیا بهرني  او امنیتي چارې پوځ ته سپارلي دي او پوځ  هم د تل په شان پوځي ګري سیاستونو ته دوام ورکوي او د طالبانو په څير د ترهه ګرو ډلو ملاتړ یې لا زیات کړی دی.
همدغه سیاستونه اوس سبب شوي  چې پاکستان د نړیوالې ترهه ګرۍ نوم ترلاسه کړي .
هغه  دخپلو خبرو په دوام کې وویل، اوس د نړۍ په ګوټ ګوټ  او په سیمې کې  کومې ترهه ګرې پیښې   چې کیږي  ، نو دپاکستان لاس پکې ښکاري او په نړې کې هر پاکستانی ترهه ګر بلل کیږي.
رضا محمد رضا د پا کستان دوه ګوڼي سیاست ته په اشارې سره زیاته کړه، پاکستان له یوې خوا په ۲۰۰۱ کال کې  بې له  کوم قید ا وشرطه ، له تش په نامه ترهه ګرۍ سره په مبارزې کې له امریکا سره ملګرتیا پیل کړه، او د شهباز او جیکب آباد  کې د شهباز او په بلوچستان کې یې د شمسي هواي اډې امریکا ته ورکړې او د امریکا بې پیلوټه الوتکې هم له همدغو اډو د پاکستان په قبایلي سیمو بمبارۍ کوي  او آې آس اې هم د القاعدې او طالبانو په اړه ټول معلومات سي آې ا ې ته ورکول.
له بلې خوا پاکستان له طالبانو ملاتړ ته هم دوام ورکړ.\
هغه زیاته کړه ، پاکستان د افغانستان په مسلې په دوه ګوڼي چلند سره اوس دې نتیجې ته رسیدلی چې نور باید له طالبانو خپل ملاتو زیات کړي، او هڅه کوي چې په هر بڼه چې وي، د افغانستان حکومت  مجبور کړي چې طالبان ومني ، او په کابل هم خپلې غوښتنې ومني.
دې هدف ته د رسیدا لپاره ، سږ کال  هڅه کوي چې دطالبانو  په وسیله په کابل حکومت دباو زیات  کړي.
له همدې کبله ده چې د پا کستان  حکومت او پوځ طالبانو ته بشپړه اجازه ورکړې چې هر ډول فعالیت   وکړي.
پاکستان حکومت هڅه کوي چې سږ کال ټولې قبایلي سیمې طالبانو ته وسپاري. په دې زمینې کې که په قبایلو هره  بلا  کړاو چې رازي، د پا کستان پوځ او حکومت ته مهمه نه ده.
د پاکستان د کورمې  او پاړه چنار کې د طالبانو له لوري بوږنونکي  غمیزې رامنځته شوې، او هماغه راز دوام لري.
د پاکستان دمشرانو جرګې د پخواني غړي د خبرو په تایید کې باید روښانه شي چې په کورمې ایجنسۍ کې د طالبانو غمیزې اون ظلمونه ، په نیواکي فلسطین کې د صهیونست رژيم له ظلمونو هم وړاندې  او زیات شوي دي.صهیونست رژيم ، فلسطینیان عام وژني او  بمبارۍ پرې  کوي. همداراز په بندونو کې یې هم شکنجه کوي. خو په برقي ارو سره د ژوندي انسانانو غړي ترې نه پرې کوي، او په ا ور کې یې نه سوزي .
خو طالبانو دغه کار  دپاړه چنار له  خلکو سره کوي.
د پاکستان پوځ ، په افغانستان کې د امتیاز اخستلو تر څنګ، د انسانانو برمته کول او تجارت هم اوج ته رسولی  او د طالبانو له لوري، کسان تښتوي او ورپسې د هغوي د آزادولو په بدل کې زیاتې پیسې د هغوي له کورنیو اخلي.
پرون هم  طالبانو د پاړه چنار د یوه شیعیه   برمته کړي  کس د آزادولو په بدل کې پنځه میلیونه روپۍ چې ۶۹ زره ډالره کیږي واخیستلې، او پا ړه چنار  ۳۰ نور شیعیان ، هماغه راز د طالبانو په منګولو کې برمته دي، خو ددوي کورنې دومره پیسې نلري چې د دوي د خوشې کولو لپاره  یې طالبانو ته ورکړي.
دویلو ده چې طالبانو په تیرې یوې میاشتې کې په دې ډلې کې ۴۰ تنه  د کورمې په بګن کې  برمته کړي، او ځينو چې مقاومت کړی وو، هغوي یې ووژل او اته تنه یې څلور ورځې مخکې په بوږنونکي توګه ووژل، او په اور کې یې وسوځول. په داسې حال کې چې دطالبانو له لوري یو تړون لاسلیک شوی وو  خو کله چې د شیعیانو اعتماد یې ترلاسه کړ، نو په لارې کې یې دغه جنایت وکړ.دپاکستان حکومت نه یواځې د خپلو خلکو د ژوند د ساتنې لپاره هیڅ کار نکوي بکله ،څو ورځې وړاندې،  یو شمیر شیعیانو چې په اسلام آباد کې  لوږ تړ  او سوله ایزې مظاهرې کړې وې، خو حکومت ورته هیڅ پام ونکړ، او حتی داخلي او خارجی رسنۍ،  د آی اس آی له  لوري وګواښل شوې چې باید دغه سوله ایز اعتراضونو ته  انعکاس ورنکړي.

هوتک