دښځو ازادي، او د ټولنې په جوړښت کې دهغې اغيز (۱۱)

زنا او ټولنيز  تيري  :
فکر وکړئ  چې زنا سره څومره  زياتې  ټولنيز ې ناروغتياوي  نژدې او ژورې اړيکي لري .
۱-د هر څه دمخه يوزنا کار خپل ځان د خبيثه ناروغيو په لمن کې  ورغورځوي ، او په دې توګه نه  يوازې د خپلو  جسماني ځواکونو ټولنيزو ګټو  ته زيان رسوي ، بلکه  ټولنې  او نسل ته هم زيان اړوي .د سوزاک په هکله هر ډاکټر به  درته   داو وايې  چې د متيازو کولو  دلارې دغه ناروغي په  پوره ډول کله هم  نه جوړيږي . د يوه لوې ډاکټرو ينا ده  چې [يوځل سوزاک  د تل سوزاک ] دهغې څخه ځيګر اغيزمن کيږي ، مثانه ، انثیين او نور غړي  ډير وخت  په رنځ  اخته کيږي او تر څنګ  يې د نورو ناروغيو له پاره هم  زمينه برابروي  او د  تلپاتې  شنډتوب ، شونتيا  هم  ترې  را پيدا کيږی . خو د اتشک د ناروغۍ په هکله  هر څوک  په دې  نه پو هيږي  چې ټول  جسماني نظام  ترې مسموم کيږي ، د سر نه تر پښو پورې هیڅ داسې غړې ، بلکه د  جسم  هیڅ  برخه به داسې نه وي  چې  پرې  ددې موذي ناروغۍ زهر  اغيز و نه کړی . دا ناروغي يوازې  د ناروغ  جسماني  ځواکونه  له منځه نه وړي  بلکه  د مختلفو لارو څخه  نورو بې   شميره غړو ته رسيږي او بيا د همدې ناروغتيا په اساس د ناروغ اولاد  او دهغې د اولاد  اولاد  په دغه بې قصوره سزا محکوميږي .  دکوچنيانو ، ړندو ، ګونګيانو ، کڼو او کمعقلو  پيدا کيدل   دهغه  څو لحظو دخوند اخیستنې يوه معمولي  پایله ده  چې يوه عياش  پلار دخپل ژوند يوه ارزښتناکه  پانګه ګڼلې وه.۱   (۱)[ اوس په دې څو وروستيو لسيزو کې د زنا بل سوغات  ایډز يا (HIV)دې  چې ټوله نړۍ يې لړزولې ، ددې ناروغتيا نوم مرګ دې اوتر اوسه يې  پوره علاج  نه دې پيدا شوې  (ژباړن )]
۲-په خبيثه ناروغتياو باندې دهر زناکار اخته کيدل  حتمې نه  دې مګر دهغې اخلاقي  کمزوريو څخه دهیچا خوندې کيدل   شوني نه  دي   چې د زنا  سره په لازمي توګه تړلې دې ، بې حيايې،  غولونه ، درواغ ، بدنیتي ، خپل غرضي ،د  نفس  غلامي ، بې صبري ، حيراني ، تلون ، بې ثباتي او بې وفایی  ، دا ټولې د زنا  هغه  اغيزې دي  چې پخپله د زاني په نفس  باندې  مرتب کيږی . هغه وګړي چې دغه  ځانګړتياوو ته په خپل  ځان کې  وده ورکړي  نو دهغې د کمزرويو اغيز يوازې د  جنسي معاملاتو تر حده پورې نه  را نغښتل  کيږي . بلکه د ژوند په هر اړخ کې دهغې  له  اړخه  دغه تحفه  ټولنې ته  رسيږي . که  چيرې   په  يوه ټولنه کې په ډيرو خلکو کې داسې اوصاف  وده وکړی  نو دهغې په واسطه  هنر(ارټ Art) ، ادب ، تفریحات ، او لوبې،  علوم او فنون  ، صنعت او حرفت ، ټولنه او اقتصاد ، سياست او عدالت ، عسکري خدمت او ملکي انتظام  یعنې هر شي ترې اغيز من کيږي . په ځانګړي توګه  په  جمهوري  نظام کې  چې د وګړو  يو يو اخلاقي  ځانګړتيا  دټول ولس  په ژوند کې  منعکس کيږي ، ديوولس  د ډيرو  وګړوپه  مزاج  کې  چې کوم ثبات نه وي دکوم ولس  چې  ډيره کي  چې د وفا ، ايثار  ،په نفس  د کنترول  او دداسې نورور وړو اوصافو څخه عاري وي نو دهغوې په سياست کې به استحکام او ثبات  له کومه راشي ؟
۳-د زنا د جايز کولو سره دا هم لازميږي  چې په ټولنه  کې د فاحشه ګرۍ  کاروبار  تلپاته او جاري  وي . څوک  چې دا وايې  چي  يو ځوان سړې ته د تفریح او ساعت  تيرۍ  حق ورپه برخه دې نو هغه ددې تر څنګ دا  هم وايې  چې په ټولنه کې دې د ښځو  يوه داسې ډله موجوده وي  چې له هره  اړخه   د پستي او ذلت په اخري مرتبو کې وي ، نو دا ښځی  به  له کومه ځایه راځي ؟ هغوې خو به په همدغه  ټولنه کې را پيدا کيږی ، په هر حال به هغه  حتماً د  چا لور وې   اويا به  د چا خور .  هغه په لکونو ښځې  چې د يو يو کور ملکه ، د يوې  يوې کورنۍ بنسټ ایښودونکې او دڅو څو کوچنيانو پالونکې  جوړيداي شي ، همغوې   با زار ته راوستلې  کيږي، تر څو د  عمومي  تشنابونو په څير د کوڅه  ډبو سړو  د اړتياو د رفع کولو ځاې و ګرځي .  دهغوې څخه   د ښځې توب  هغه شریفانه ځانګړتياوې     اخیستل کيږي   ، هغوې ته د ناز د پلورلو روزنه  ورکول شی ، هغوې دهمدې کار له پاره تياريږي  چې خپل محبت  ،خپل  زړه ،خپل  جسم ، خپل حسن او خپلې نخرې هره ګړۍ په يوه  نوې اخیستونکې باندې  وپلوري ، او ديوه نتیجه ورکونکې  او ميوه پيدا کونکې  خدمت پر  ځاې ټول عمر د کوڅه ډبو نارينه و د تسکين او نفس  پالنۍ نا نځکې ترې  جوړې شي.
۴-د زنا  د جواز  څخه دنکاح تهذيبي  او قانوني حيثيت ته حتما زيان     رسيږي ، ان تر دې  چې  نکاح  له منځه ځي او يوازي اويوازې  زنا  پاته  کيږی . اول د زنا په لور ميلان کوونکو ښځو او نارينه و کې  دا صلاحيت  ډير لږ پاته کيږی  چې  سهي ازدواجي  ژوند تر سره کړي ،ځکه  چې کومه بدنيتي  ، بد نظري  او کوڅه ډبي  په دوې  کې  د زنا له امله  پيدا کيږی اوتر څنګ  يې  په داسې خلکو کې د  جذباتو بې ثباتي  او په  نفسي غوښتنو باندې دکنترول  دنه درلودلو کومه  کمزوري     وده  کوي هغه دهغې  صفاتو له پاره وژونکې زهر دي  چې د   بریمنده  ازدواجې  اړيکو  له پاره ورته اړتيا  ده . دا خلک  که د نکاح  په مبارکه رسۍ  کې هم و تړل  شی  بيا هم  دهغوې تر منځ نيک سلوک  ، يو په بل باور او هغه د ميني وفاداره  اړيکي  هیڅکله هم جوړښت  نه مومي   چې بهتر نسل ترې  وزيږيږي  او دخوښيو نه ډکه کورنۍ  جوړه کړی. 
بيا نو  چيرته  چي د زنا له پاره اسانتياوي  وي نو هلته عملا دا  نا شونې ده  چې د نکاح  متمدنه  طریقه وده  ومومي ، ځکه     کومو وګړو ته  چې  د مسؤليت د منلو پرته د نفسي غوښتنو د تسکين نورې  مواقع  ور په برخه وي هغه څه اړتيا  لري  چې نکاح  و کړي اوپه  خپل سر د مسؤليتونو دروند  بار   ور بار کړي؟
۵-د زنا د جواز  او رواج  په واسطه نه يوازې د تمدن ریښې  له منځه  ځي  بلکه  په خپله د انسان ریښې  هم غوڅيږي . لکه چې تر مخه مو ثابته کړه چې په ازادانه  جنسي اړيکو کې د ښځې او نارينه و دواړو څخه دهیڅ يوه دا خوښه نه وي او نه کيداې شی  چې د نسل د پایښت خدمت تر سره کړي .
۶-کوم کوچنيان  چې د زنا  له لارې ټولنې ته وړاندې کيږي هغوې ته  حراميان ويل کيږي .  په نسب کې دحلال او حرام بيلتون يوازې يو  احساساتي  مسئله نه ده  لکه  چې ځيني ناپوه  خلک پرې ګمان کوي ، بلکه د ډيرو اړخونو څخه د حرامي کوچنيانو پيدا کو ل  پخپله  په  کوچني  او انساني تمدن باندې يو ستر تيرې  دې .  اول دا چې په  هغه وخت کې  ددې کوچني  نطفه داسې  جوړيږي  چې پر مور او پلار  دواړو  خالص  حيواني جذبه مسلطه وي . د يوې واده شوې  جوړې  په زړونو کې  چې د جنسي عمل په وخت کې کوم  پاک انساني  جذبات  موجود  وي، هغه هیڅکله  هم  په ناجايزه توګه يو ځاې شوې  جوړې کي  موجود نه وي . دوې خو يوازې  د حيوانيت  جوش  او ولولې سره را يو ځاې کړي وي او ددوې تر منځ   په دغه وخت کې ټولې انساني ځانګرتياو ي له منځه تللې  وي .په دې خاطر يو حرامي  کوچنې  دخپل مور او پلار  دحيوانيت وارث وي او بيا هغه کوچنې  چې د ښه راغلاست  له پاره يې نه  مور تياره وي  او نه پلار ،او هغه پخپله  هم  د يوه مطلوب  شی  په څير نه بلکه  د يوه نا څاپې  غم په څير  د والدينو  منځته را لويدلې    او دپلار  دمحبت او امکاناتو  نه تل بې برخې وي .نو کله  چې  هغه  يواځې  د مور يو اړخيزه روزنه و مومي او هغه هم د بې رغبتۍ او نا خوښۍ  په حالت کې.  هغه  ته چې د نيا، نيکه ،کاکا  ، ماما او د کورنۍ  د نورو غړو پالنه    ور په برخه  شوي نه  وی ، نو هغه په  هر حال د يو ناقص او  نامکمل انسان په څير وده کوي.   نه هغه  سهي کريکتر  پيدا کولی شي او نه يې  صلاحيتونه را برسيره کيداې شی،  او نه  ورته د پر مختګ او کار کولو پوره پوره وسايل مهياوي . هغه پخپله هم ناقص  ، بې وسيله او بې يارو مددګار   او مظلوم   وې  او دتمدن له پاره  هم  دومره ګټور نه ثابتيږي . څومره چې هغه دحلالي په صورت کی دتمدن له پاره   ګټور ثابتيداې شو.
د ازادو  شهوت پالونکو له  آنده د کوچنيانو د ښوونې او  روزنې  له پاره يو  ولسی نظام ته اړتيا ده  تر څو کوچنيان د والدينو د ازادانه  اړيکو له لارې وز يزيږي  او ولس د هغوې روزنه وکړي او د تمدن د خدمت له پاره يې تيار  کړي . ددې خبرې  څخه  ددې خلکو  موخې دادې  چې  د ښځو او نارينه و ازادي او دهغوې و ګړيز ژوند خوندی وي او دهغوې نفساني غوښتنې د نکاح په بنديزونو کې د را بنديدو  پرته  د نسل  د توليد او دهغوې د روزنې  اړتياوې تر سره  شي . خو دا ډيره  عجيبه خبره ده ، هغه وګړو ته  چې د اوسني نسل  وګړيز ژوند دومره ګران  دې  هغوې د راتلونکې نسل  له پاره  د  ولسي روزنې  يا دولتي تر بيې   دداسې سیستم وړانديز کوي  چې  په هغه  کې د انفراديت د ودې او د شخصيت د  ارتقا   هیڅ امکان  نه شته . په دغسې يوه سیستم کې  چې په زرګونو او  لکونو کوچنيان  په يوه وخت  د يوې نقشې،   يوې قاعدې او يورنګ  اصولو  لاندې  روزل کيږي  هلته د  کوچنيانو انفرادي  ځانګړتياوې نه نمو کولاې شی  او نه را څرګنديداې  شی . هلته  خو د هغوې تر منځ يو شان والې او مصنوعي برابري  پيدا کيږی . ددې کارخانې څخه  به  په هماغه توګه  ديوه  ډول  شخصت لرونکې کوچنيان  راوځي لکه څنګه  چې د کومي کار خانې څخه   د اوسپنې پرزې په يوه ډول قالب کې  اچول  شوي  وي. دوې غواړي د باټا د بوټانو په  څير انسانان  تيار کړی ، هغوې  ته دانه ده معلومه  چې د کوچني  د شخصيت  جوړول يو ډير ظریف هنر دې او دا هنر يوازې  په يوه وړوکې کارخانه کې صورت  نیسي ، هلته  چې د هر مصور توجه يوازې او يوازې  په يوه تصور باندې متمر کزه  وي  . په يو لوېه کار خانه کې ،  چيرته  چې مزدوران  يو ډول عکس  د لکونو   په شمير کې تياروي  نو هلته به  دا  هنر  (ارټArt  )    د پر مختګ  او ترقۍ په ځاې  غارت کيږي او له منځه به ځې .
بيا د ولسې  ښوونې او روزنې په دغه ډول سیستم کې به تاسې ته دداسې کار کوونکو اړتيا پيدا کيږي  چې د ټولنې له اړخه د کوچنيانو د روزلو کار په  غاړه  واخلي او دا هم په ډاګه ده چې  دداسې خدمت د تر سره کولو له پاره داسې کاروکونکې موزون اوبرابر وي   چې په  خپلو غوښتنو او جذباتو باندې کنټرول  ولري او  د اخلاقي انظباط  خاوندان اوسي . او که نه نو هغوې به په کوچنيانو  کې څه ډول اخلاقی انظباط  را  پيدا کړي.
  اوس  پوښتنه داده  چې  داسې وګړي به تاسې  له کومه راوړئ ؟ تاسې خو ولسي ښوونه او روزنه د همدې له پاره  جوړول غواړئ  چئ ښځې  او نارينه د خپلو نفسي غوښتنو د پوره کولو له پاره ازاد پریښوول شی او په دې ترتيب  تاسې په ټولنه کې د اخلاقي  انظباط او نفسي غوښتنو د کنټرول   تخم  له منځه  وړئ  نو بيا به د ړندو په کلي کې د سترګو او ليد خاوند څنګه پيدا شي ؟ او څوک به  نوې نسل ته د سمې  لارې  لارښوونه  وکړي.؟
۷-د زنا له لارې  چې کوم خپل غرضې  انسان  يوه ښځه د کوچنی مور   جوړه وی نو ددې ښځې  ژوند د تل  له پاره تباه کيږي  اوپرې  دذلت ، عمومی نفرت او د مصيبتونو داسې  غر را لويږي  چې بيا په ټول ژوند کې ددې ستر  بار نه  سر  نشې را ویستلاې .
 نوې اخلاقی  اصولو  ددې ستونزې حل  داسې  وړاندې کړې  چې هر ډول  موروالې ته برابر حق ورکړل شی که هغه د نکاح په بند کې وی او يانه .  ويل کيږې  چې مور والې په هر حال د احترام وړ دې .او دا  چې کومې  نجلۍ  د خپلې ناپوهۍ او سادګۍ په اساس  دمور والې دروند بار په غاړه اخیستې  وي  نو  دا به په هغې  ظلم او تيرې وي  چې ټولنه هغه  د طعن  او لعن  لاندې و نیسي .
لمړۍ خود ا حل داسې دې  چې په  هغې کې  که فاحشه ښځو ته هر څومره ارا متياوې  وي خو د ټولنې  له پاره  په هر اړخيزه توګه يو مصيبت دې.   ټولنه  چې په فطري توګه  د حرامي  کوچنی  مور ته  دکوم ذلت او نفرت په سترګو  ويني  هغه له يوه اړخه وګړي   د ګناه او بدکارۍ څخه منه کوی او د  بله اړخه دا پخپله ټولنه کې د اخلاقي حس او شعور ژوندي پاته کيدو يوه  نښه ده . که  چيرې د حرامي او حلالی کوچنيانو ميندې  برابرې و ګڼل  شي  نو دهغې معنا داده  چې  د ټولنې څخه د خير او شر ، نيکۍ او بدۍ ، ګناه  او ثواب  تو پير  له منځه  تللې او که فرض کړو  چې دا کار دې وشي نو  ايا  په ریښتيا سره به هغه ستونزه حل شی  چې د يوه حرامی کوچنی مور ته را پیښيږي ؟
تاسې په خپل خيال کې د حلالي او حرامي کو چني ميندې برابرې او مساوي  ګڼلاې شئ خو فطرت  هغوې دواړو ته مساوې  حق نه ورکوي او په حقیقت کې هغوې هیڅکله هم مساوې کيداې نه شي ، دهغوې مساوات د  عقل ، منطق ، انصاف  ، حقیقت او  هر شی پر خلاف دې . اخر هغه بې  عقله ښځه  چې د خپلې  شهوانې  غريزې په ليونتوب کې يې خپل ځان  د داسې خپل  غرضه سړې  په غيږ کې  ور وا چاوه   چې نه دهغې او  نه د هغې د کوچني  کفالت  ته تياروی ، څنګه به دهغې پوهې او عاقلي ښځې  په څير وګڼل شي  چې خپل  جذبات يې تر هغه وخته  پورې  تر ولکې  لاندې   کړي وی  تر څو  چې ورته  يو مسؤل  او  ذمه وار سړې نه وې پيدا شوې ؟  څه ډول عقل  به دا دواړه  برابر کړي ؟  خو  تاسې به  هغې  بې عقلي  ښځې  ته هغه کفالت او ساتنه  ، د زړه له کومي ملګرتيا ، د ميني نه ډکه ساتنه ، دخيراو ښيګڼې نه ډکه  پالنه ، د زړه قرار  او ډاډ  له کومه  ځایه را وړئ کوم  چې يوازې  يوې میړه لرونکې ښځې ته ور په برخه کيداې شي ؟ ايا تاسې د هغې  کوچني  ته دپلار شفقت او د ټولې پلرنۍ  لړۍ محبت او پاملرنه د کوم بازار څخه   را نيولاې شئ ؟ تاسې  هغوې ته  يوازې او يوازې   د قانون په زور  د غه نفقه تر لاسه کولائ  شئ ، مګر ايا يوې مور او يو کوچنې ته په نړۍ کې يوازې د نفقي اړتيا ده ؟
 نو دا حقیقت دې  چې د حرام اوحلال  موروالې د يوه  شان  کولو څخه ګناه کونکو ته  چې هر څومره بيروني تسلي  هم  ورکړل   شی بيا به هم  دغه شيان د هغوې  د بې عقليو او حماقتونو   طبیعې پايلې  اوددې پايلو څخه  داسې پيدا شوې  کوچنيان   دحقيقې  زيان څخه    خوندې نه  شي  پاته کيداې .
ددې اسبابواو ذرایعو څخه دا خبره په ډاګه شوه چې د ټولنيز ډاډمن  ژوند د قيام او سالمې ودې له پاره دې ته  اړتيا ده چې  په  ټولنه کې په  غوڅه  توګه  د نامشروع  جنسي  عمل  څخه  مخنيوې  وشي او د شهواني  جذباتو دتسکين  او اشباع  له پاره  يوازې او يوازې   يوه  دروازه  چې د نکاح  دروازه ده  پرانیستې پریښودل شی . وګړوته  د  زنا  ازادی ورکول او  دهغوې سره بې ځایه رعايت  کول  په ټولنې  تيرې ، بلکه د ټولنې  وژل  دي . هغه ټولنه  چې دغه معامله سپکه ګڼي او زنا  ته   يوازې د وګړو د ساعت تيرۍ      (Having a good time)  په  سترګو ګوري  او له نظره يې غورځوي او د ازاد  تخم  شنيدلو (Sowing Wild Oats)  دفعل  سره  د سترګو پټولو  څخه  کار  اخلي ، نو دا ډول ټولنه په اصل کې يوه  جاهلي ټولنه ده  ، هغوې ته  د خپلو حقوقو  په هکله شعور  هم  نه شته ، هغوې  دخپل ځان سره په خپله دشمني کوي که  چيرې  هغوې ته دخپلو حقوقو  شعور  وي او په دې و پو هيږي  اوځان  پرې هم  و پوهوي  چې په  جنسي اړيکو کې د وګړيزې ازادۍ  څومره  بد  اغيز چې  په ټولنيزو  ګټو    پر يوزې نو بيا به  هغوې  دې کار ته  هم  په همغه سترګو کتلاې  لکه     غلا، ډاکې ، اود قتل  عمل  ته  چې  ګوري . بلکه  دا دغل  څخه هم بد تر دې . غل او قاتل او ډاکو   زيات  نه زيات   يوه وګړي يا يوې کورنۍ  يا څو وګړو  ته زيان  ور  رسولې شي.  خو زاني   په   ټولې  ټولنې او د دې ټولنې  په راتلونکې  نسلونو باندې ډاکه  غورځوي.  هغه په يوه وخت  کې د لکونو او ميليونو انسانانو څخه  غلا کوي ، دهغې  د  جرم زبیښې د ټولو څخه ډيرې او تر لرې  لرې  پورې  غزيدلې دي .
 کله  چې دا و منل شي   چې  د وګړو دخپل غرضه لاس غزونو د مخنيوي په  خاطر د ټولنې په  بسپنه  سره  د قانون  ځواک  ته اړتيا ده او کله چې  په  همدې  بنسټ ، غلا ، قتل ، لوټول،  جعل کاري ، د خلکو حقوق غصبول   جرم  ګڼل شوي وي  او د بنديز  او مخنيوې  له پاره يې د جزا قانون نافذوي نو بيا خو هیڅ علت نه شته  چې د زنا په معامله کې  هم  قانون د ټولنې محافظ او ساتونکې نه وي او  هغه يو  جزايې  جرم  و نه ګڼل شی .
د اصولي حثيت  له مخې هم دا ښکاره   ده  چې نکاح  او زنا دواړه يوځاې  په يوه وخت کې د ټولنې دنظام برخه نه شی  ګرځيداې ،که  چيرې يوه وګړې ته د مسؤليتونو د منلو پرته د نفس د غوښتنو د تسکين  اجازه  ورکړاې شی  نو بيا خو د همدې  کار  له پاره د نکاح  ټاکل  يو بې معنا شئ دې . ددې    مثال داسې  دې لکه چې په ريل ګاډې  کې  بې ټکټه سفر کول هم  جايز وي او بيايې  د سفر کولو له پاره د ټکټ  اخیستلو  له پاره اصول هم ټاکلي وي ، هیڅ د عقل  خاوند  دغه دواړه  طريقې په يوه وخت کې نه شی  استعمالولې ، معقوله لار خو  داده  چې  يا خو د ټکټ اصول   له يوه سره له منځه يوسي او که دا  اصول  ټاکل  شوې  وي  نو بيا دې د ټکټ پرته سفر کول   د سزا وړ جرم  و ګرځول شي .  په همدې توګه د نکاح  او زنا په هکله هم دواړه يو ځاې مخکې وړل  يو غير عملي او نا معقول کار دې که  چيرې  د تمدن  له پاره د  نکاح مسئله  اړينه وي لکه څنګه  چې مو په د لايلو ثابت کړه نو دهغې سره  دې ته هم اړتيا ده  چې  زنا  جرم و ګرځول  شي۱ .
(۱)-[يوه عامه  غلطه انګيرنه  داده  چې ويل کيږي  چې  د نکاح  څخه  دمخه يوه ځوان  ته د هغه  د نفسي غوښتنو د تسکين  له پاره  لږ څه  موقع  او فرصت ورکول  اړين دي . ځکه  چې په ځوانۍ کې د جذباتو د  جوش  کينول  ستونزمن کار دې او که دا  جذبه  تر فشار  لاندې  و نيول شی نوزيانمنه   ثابتيږی .  خو دغه  خبره  چې  په کوم بنسټ  کيږی هغه له يوه سره غلطه ده  که چيرې  د جذباتو دغه  ډول  جوش  د ولکې  لاندې  را نه وړل شی نو دغه  غير معمولي (Abnormal) حالت  دې  او په (Normal) نارمل  وګړي  کې دا صفت د غلط  تمدني  نظام په واسطه  را ولاړيږي . زمونږ سينما ګانې ، ليکنې ، فحش مجلې ، لوڅ عکسونه ، سازو سرود، او په دغه ټولنه کې د لوڅو بربنډو ښځو د سړو او ځوانانو سره  اختلاط  دا ټول هغه عوامل دی  چې  يو نارمل  انسان د شهواتو  له اړخه په يوه  غيرمعمولې  انسان بدلوي ،  او که  نه  په  يوه  ډاډمن  او ارام  چاپيريال  کې  عامو ښځو او نارينه  و ته  دغسې غير نورمال  هیجان  هیڅکله هم نه را پيدا کيږی .  چې د ذهن او اخلاقو د روزنې  له لورې  هغه دولکې  لاندې را نه وړل  شی . او دا تصور  چې د ځوانۍ په وخت کې د  جنسي عمل نه  اجرا کول  روغتياته زيان  رسوي ،  د يوې مغالطی پرته  نور  څه نه دي .  په اصل کې د روغتيا او اخلاقو دواړو  دغه  غلط  معيارونه  بايد  بدلون  و مومي  د کومو  په اساس  چې نکاح  ستونزمنه  اوزنا اسانه ګرځيدلې ده .]
د جاهليت د ځانګړتياو  څخه دا هم  يوه  څرګنده ځانګړتيا ده  چې د کومو شيانو زبیښې  چې  محدودې  وي او ژر  او په محسوس  توګه  مخته راځي نو هغه درک کيداې شی خو دکومو زبیښې  چې پراخه او تر لرې لرې پورې  د رسيدو   په اساس غيرې محسوس  وي او ډير وروسته را په ډاګه   کيږی  نو هغوې ته کوم  ځانګړې اهميت نه ورکول کيږي  بلکه د اعتنا وړ هم نه ګڼل کيږي . د غلا،  وژلو  او ډاکې  اچولو په څير امور مهم او د زنا  په څير امور غير مهم ګڼلو علت همدغه  دې.   هغه وګړي  چې په خپل کور کې د طاعون د ناروغتيا موږکان  ساتی  يا ساري  ناروغتياوې  خپروي د  جاهليت تمدن  هغه دمعافي  وړنه ګڼی ، ځکه  چې  د هغې دغه کار په څرګند  ډول زيانمن دې خو هغه  زنا کار  چې د خپل دغه فعل  په واسطه د تمدن ریښې   غوڅوي نوڅرنګه  چې  دهغې زيان رسونه د محسوس  کيدو  په ځاې معقوله  بریښې په دې خا طر  هغه  جاهلانو  ته له هره اړخه  معقول او د رعايت وړ ښکاري ، بلکه  هغوې دا درک  کولاې  هم نشي   چې  اخر د هغې  په دغې عمل کې د  جرم کومه خبره پټه ده ؟ که  چيرې د تمدن  بنسټ د  جاهليت پر ځاې پر عقل  او علم او فطرت  باندې ولاړ وي نو دا طرز عمل هیڅکله هم نه شې غوره کيدلاې .
پاته په دولسمه برخه کې لوستلې شئ ...