
سرچینه: فایننشل ټایمز
د سیمه ییز او قارییز لیدلوري پالنې لویدیځ له اقتصادي او سیاسي پلوه د نړۍ زبرځواک کړ. د لویدیځ د پرمختګ بل راز په دې کې دی چې په سترو ګډو موخو لکه امنیت، ټیکاو، اقتصادي وده او پرمختګ .... او داسې نورو باندې اجماع ته سره رسیدلې دي. د اروپا لوې وچې په ځلا او پرمختګ کې د اروپایي اتحادیې رول خورا بېساری دی، د یو سازمان په توګه یې بریا په دې کې وه چې غړو یې غوښتل په ګډو موخو کار وکړي؛ خپلمنځي شخړې یې څنګ ته کړې او رغنیزې اجماع ته یې لار هواره کړه. د ختیځ ستره ستونزه داده چې هېوادونه یې له بده مرغه ګډې موخې نلري، همدا لامل دی چې سازمانونه یې بې اغېزې او خام دي.
سارک، شانګهای، د اسلامي هېوادونو سازمان او داسې نور د خپلمنځیو جغرافیوي، سیاسیي او اقتصادي شخړو سربېره د بېخونده نیشنلیزم په لومه کې راګیر دي. په هند کې د مودي بری، د ختیځ چین سمندرګي او اوکراین کړکېچ ددې لامل شوي چې په اسیا کې د سیاسي وضعیت برخلیک ټاکونکي هېوادونه د نیشنلیزم مورچو ته وخیژي. لاندې ورته کتنه کوو.
د هند په سیاسي کړیو کې عام ذهنیت دادی چې اقتصاد پلوه لید لوري، نریندرا مودي واک ته ورساوه. واک ته له رسیدو وروسته لومړي وزیر ژمنه وکړه، چې د هندي اقتصاد چټکه وده، د خلکو د ژوند د کچې لوړول او چین سره د هند برابرول یې ستر لومړیتوبونه دي.
مګر د سیمې په کچه ځينې کارپوهان داسې انګیري چې په اسیا کې د نشنیلیتي ځواکلوبې څلورمه ضلعه لومړي وزیر مودي ډکه کړه. دوی، هندي ولس ته مودي یو ژمن مشر بولي مګر انګیرنه یې داده چې د شینزوابې، پوتين او د چینایي مشرتابه ملتپالي دریځونه ښایي لومړی وزیر مودي دې ته اړ کړي چې خپلې کورنۍ او بهرنۍ تګلارې ته د نشنلیزم له زاویې وګوري. پر دې سربېره، په تازه ټولټاکنو کې د مات کانګرس یو شمېر کړۍ ، مودي ته د هندو نشنلست په سترګه ګوري او وړاندوینه کوي چې کیدای شي د هند ګڼ میشتې ټولنه د سیاسي بې ثباتۍ لور ته بوځي.
کیدای شي لومړی وزیر مودي په هند کې د خپل واک غځونې په موخه په خپله دوره کې له نورو قومونو سره له احتیاطه ډک چلند وکړي، مګر، د یو شېر کارپوهانو په اند په سیمه ییزه کچه د نشنلیستي مشرتابه (جاپان، چین او روسیه) سره ورته چلند خورا جوت بریښي. دوی ددې خبرې پخلي لپار په سیمه کې د وروستیو سیاسیي پرمختګونو یادونه کوي: لویدیځ، جاپان او په سیمه کې یو شمېر نور ستر قدرتونه په دې ګروهه دي چې د چین نوی مشرتابه نړیوال او سیمه ییز پلانونه لري او غواړي چې چینایي ولس د منځنیو پیړیو له چینایي برم څخه برخمن کړي. له بل لورې شینزوابې د خپلو اقتصادي پروګرامونو په مټ غواړي چین ته په هره برخه کې د ځواب ویلو جاپانی ظرفیت پیاوړی کړي. په دې برخه کې د روسیې هڅې یو څه تاریخې ژورې ریښې لري؛ د مسکو په اړه دا ذهنیت (چې په نړۍ کې د لویدیځ هر ګام ته د ملت پالنې له لرلیده ځواب وایې) پخوانۍ خبره ده.
مودي چې کله واک ته ورسید، یو شمېر رسنیو دا وړاندوینه وکړه چې لومړی بهرنی سفر به یې جاپان ته وي. په دې اړه د مطبوعاتو محاسبه خورا ساده وه؛ هند او جاپان غواړي په سیمه کې د ځینو موخو لپاره ګډې همکارۍ ته لار هواره کړي. په اقتصادي برخه کې د مودي موخه د هندي اقتصاد د پرمختګ لپاره د جاپاني پانګې او تکنالوژۍ راجذبول دي. مګر چین، د ډیلي او توکیو د اړیکو وروستیو پرمختګونو ناکراره کړی دی؛ چینایي مشرتابه دې هر څه ته د بیجنګ د محدودولو یوه دسیسه بولي دواړه هېوادونه له چین سره جغرافیوي ستونزې لري او د هند په سمندر کې د چینایي سمندري ځواک څخه خطر محسوسوي.
له بل لورې، د توکیو او بیجنګ اړیکې په دې وروستیو کې ترینګلې شوي دي؛ د ختيځ چین ناندریز ټاپو دواړه لورې څه موده مخکې د لښکر ایستنې تر بریده اړ کړې وې. بیجنګ دا ټاپو د چین برخه ګڼي مګر شینزوابې د امریکا په مرسته هڅه کوي په دې اړه چینایي مشرتابه وازمایې.
د مسکو سیاسیي تګلارې هم په خورا چټکۍ سره بدلې شوي؛ لویدیځ سره تر وروستي ټکر وروسته، پوتین د چین سره د انرژۍ په برخه کې ستر تړون لاسلیک کړ. پوتین غواړي لویدیځ ته دا ور په ګوته کړي چې مسکو د انرژۍ پير/پلور لپاره بدیل بازارونه هم لري.
چین له دې تړون څخه اوسمهال ګټه پورته کوي ځکه د کورني اقتصاد څرخونو یې انرژۍ ته اړتیا زیاته کړې ده چین پردې سربیره دا هم په نظر کې نیسي چې د نړۍ تازه اړخ د لویدیځ په ګټه تکیه کوي همدا لامل دی چې بیجنګ هڅه کوي په ملګرو ملتونو کې د روسیې له ویتو ځواک او د پوتین له سرتمبه توب څخه ګټه پورته کړي. مګر، هغه څه چې چین د کرملین سره د اړیکو او ملګرتیا په برخه کې اندیښمن کړی د روسیې مخځوړی اقتصاد او د د یموګرافیکي بدلونونو له امله د ناکامۍ لور ته تګ دی.
د توکیو په اند، کرملین، چین سره د اړیکو پاللو کې دومره ژمن نه دی؛ تر ټولو لومړی روسیه په دې برخه کې له چین څخه د ملګرتیا ضمانت غواړي. په سایبیریا کې د چین پراخیدونکی حضور هغه څه دي چې روسیه یې اندښمنه کړې له دغه سیمې څخه وګړي په چټکۍ سره کوچ کوي او ځای یې چینایي تابعیت لرونکي نیسي چې کیدای شي په لېرې ګانده کې د همدې سیمې ستر اتنیکي ځواک شي. د کرملین د انګیرنو له مخې، چین هڅه کوي په دې توګه د خپل جغرافیوي حریم څخه بهر د شتون دکتورین (The doctrine of extraterritoritality) پلی کړي. روسیه غواړي له همدې لارې په اوکراین کې د روس – پلوي نظام ستني پیاوړې کړي.
که څه هم د جاپان شینزوابې روسیې سره د کریمیا د الحاق له امله په پوتین نیوکه کوي مګر په ورته وخت کې له احتیاطه ډک ګامونه اخلي؛ نوموړی، روسیې سره د توکیو د اړیکو نورمال کولو همدا مناسب وخت ګوري. مګر ښایي دومره اسانه هم نه وي؛ نور ډیر داسې فکتورونه شته چې د سترو اسیایي زبرځواکونو تر منځ د همکاریو او سیالیو په امکان سیوری غړوي ــــ چین له فیلپین او ویتنام سره هم سرحدي ستونزي لري، داسې اټکل کیږي چې سویلي کوریا به جاپان سره ملګرې شي مګر ځینې بیا وایې چې کیدای شي د امریکا په مرسته د شینزوابې امپریالیستي طرحې ددې لامل شي چې سویلي کوریا د چین اړخ ونیسي. چین همېش په امریکا تور لګوي چې چینایي ګاونډیانو ته بیجنګ –ضد روحیه ورکوي.
هغه څه چې په سمیه کې د چین او نورو هېوادونو تر منځ واټن زیاتوي، د مسکو او بیجنګ له لورې د پوځي ظرفیتونو د موخو پالل دي په دې وروستیو کې دواړه هېوادونو په خپلو پوځي او دفاعي بودیجو کې د پام وړ زیاتوالی راوستی دی هند هم په همدې لار روان دی.
د جاپان اقتصاد خورا ستر پرمختګ کړی؛ ښایي شینزوابې ته مناسب وخت په لاس ورغلی وي له همدې امله اوس هڅه کوي چې د دویمې نړیوالې جګړي وروسته د جاپان اساسي قانون له خپل لید لوري تعبیر کړي تر څو بیجنګ ته د ګوتڅنډنې په موخه خپل پوځي ظرفیتونه پیاوړي کړي.
د سیمه ییزو زبرځواکونو تر منځ سرحدي او میراثي ستونزې تاریخي ریښې لري؛ د هوارولو لپاره یې د یو نړیوال میکانیزم نشتون ددې لامل شوی چې په سیمه کې د بې ثباتۍ او ټکر امکان پیاوړی کړي. په داسې حالت کې د ثبات، امنیت او پرمختګ په اړه راپورته شوي سوالونه بې ځوابه پاته کیږي. لنډه دا چې په اسیا کې د نشنلیستي دیزاینونو جوړول او پالل سیمه د تلپاته بې ثباتۍ او خطر په لور رهي کوي.
Lutfullah44@gmail.com
09/09/2014