سپينه سپوږمۍ د تورو تورو غرونو شا ته پټه د غره پر دنګه څوكه لاس د پلوشو ښوروي خداى پاماني كوي له ستورو سره سړوكى باد د شوخ ماشوم په شان ټوپونه وهي پلنې پاڼې د ګودر د چينارو ښوروي هاغلته ليرې په خلوت كې د ډېوې رڼا ته يو شيخ ولاړ د تهجد په لمانځه د لويې مينې له خالقه سره مينه كوي ما هم د غره تر شا له پټې سپوږمۍ ما په خلوت كې له رپاندې ډېوې او د سړوكي باد له شوخو څپو الهام د مينې واخيست زه هم په نيمه شپه له خوب راپاڅېدلى شاعر تر اوو غرونو، تر اوو سمندرونو اخوا د ناليدلي جانان ذكر كوم په ناليكلي شعر كې فكر كوم. ۱۳۸۳/ سنبله/ ۳۰ كابل- خيرخانه |