غزل

ده که کرۍ ورځ په اوږه درنې ډبرې راوړې
خو ېې خپل کور ته د حلالو  ملغلرې راوړې
زه ترې نو څنګه اوس مخ پټ کړم  څنګه څنګ ترې وکړم
داچې مـــــاشوم و راته تــــــل به ېې  ګورګـــورې  راوړې
زه پوهيدم  چې خدايزده بيا ېې  ژوندی وويمنه
خو بيا هم چوپه وم  ما بيا هم ورته زغرې راوړې
د جــــونو زړونه تور هغه ماشوم  پدې مې و خوښ
چې  هره ورځ به ېې  له جنګ راته  خبرې  راوړې
بــــــيا په  صبا  به  ډيرو  ژڼو  تر سنګر  وکړه  لار
بــــدرۍ به  داسې  لــه  جذبو  ډکې  سندرې  راوړې
 
××××××××××××××××××××××××××××××××××××××××××××××××