په نرخ کې د کرکټ ۱۰ اوریزې سیالۍ د ماشوخیلو لوبډلې په بریا پای ته ورسیدې.


۱۳۹۳/۶/۲۶
د میدان وردګو ولایت په نرخ ولسوالۍ کې د ۸ لوبډلو ترمنځ د کرکټ لس اوریزې سیالۍ چې د سیارې دفتر په مالي مرسته جوړې شوې وې،د ماشوخیلو لوبډلې په بریا سره نن ( چهارشنبه) پای ته ورسیدې .
دغه سیالۍ د نرخ ولسوالۍ د اته لوبډلو (خانجان خیل،کریم داد،ځدران،کریمداد ودان،عليکا، خالید بن ولید،ده حیات او ماشوخیل ) لوبډلو ترمنځ ترسره شوې،په ترڅ کې کریم داد ودان او ماشوخیل لوبډلو پای لوبې ته لاره پیدا کړه،چې پای لوبه د ماشوخیل لوبډلې په بریا سره پای ته ورسیده او د یادو سیالیو لومړی مقام یې خپل کړ.
د پای لوبې په مراسمو کې،چې د نرخ ولسوال سره بیره د دغه ولسوالۍ امنیه قوماندان،د کرکټ بورډ استازي او نورو مخورو ګډون کړی وو،د نرخ ولسوال ښاغلي محمدحنیف حنیفي په ښه توګه د یادو سیالیو ترسره کیدل د سولې د رامنځته کیدو یو بل ګام وباله.
نوموړی د سیارې دفتر څخه هم مننه وکړه،چې د یادې ولسوالۍ د ځوانانو لپاره یې دا ډول سیالۍ پر لاره واچولې .
ده پر ځوانانو غږ وکړ،چې له خپل حکومت سره همکار ووسي او هغه چاته پخپلو سیمو کې اجازه ورنکړي،چې د دوی د زدکړو او ورځنیو چارو پر وړاندې خنډ جوړیږي .
پای کې لومړی مقام ګټوونکې لوبډلو ته د سیالیو کپ او غوره لوبغاړو ته مډالونه او ستایلنلیکونه ورکړل شول .
دا په داسې حال کې ده،چې ځو ورځې وړاندې په چک ولسوالۍ کې هم د بېلابېلو لوبډلو ترمنځ د کرکټ سیالۍ جوړې شوي وې .