چې څه کرې هغه به ریبې.

څلوېښت کالنو جګړو او ورور وژنې د افغاني ټولنې ټولو لویو او واړو توکمونو ته نه جبرانیدونکئ زیان اړولای دی. ټول سیاسي، اقتصادي او ټولنیز بنسټونه له منځه تللي او بلاخره داسلام ریښتیني مقدساتو ته هم بې احترامي شوې ده.
دریګوني قواوې (اجرایه، مقننه او قضایه) لکه څنګه، چې اړینه ده خپلې دندې پر مخ نه شي بیولای. په تېر تاریخ او اخیرینو څلوېښتو کالونو کې تل باندیني یرغلګرو ابر قدرتونو او د ګاونډیانوشیطاني او جهانمي کړیو د افغاني پرادیپالو او تلی څټو په مرسته د دې هیواد دستر توکم پښتنو،  چې دافغانې ټولنې بشپړ اکسریت جوړوي او دتاریخ په اوږدو کې یې د خپل ټاټوبي د هر ډول قدرتمند غلیم سره ډغرې وهلي او په ویاړونو یې د دې هیواد زرین تاریخ رنګین کړی دی. دپښتنو تاریخي دښمانانو دا ټبر د بل چا په لاس داسې وځاپه، چې دسر سړی  یې په کې ورک کړ او دا لړۍ اوس هم روانه ده. سل کلنه اوردو یې، چې په منطقه کې یې ساری نه درلود په لوی لاس دړې وړې کړه. تاریخي عابدات، ارشیفونه، موزیمونه او ملي شتمنۍ یې لوټ کړل. په جمعي رسنیو کې یې په ډاګه پښتني شجاعت، غیرت، شملو او شړیو ته توهین کوي. دپښتنو ژبه کلتور او فرهنګ یې وننګول.
پښتنو  ته تر ننه پورې په  ډېرو ولایاتي ادارو، افغاني سفارتخانو او قونسلګریو  کې دپاکیستاني خطاب کیږي. دشمالي ټلوالې او نظار شورا ځیني ارشد غړي، چې زه یې په هېڅ صورت د ورور تاجک توکم استازي نه بولم، دافغاني تاریخ سترو قایدانو-میرویس نیکه، احمد شاه بابا، داستقلال قهرمان غازي امان الله خان  او نورو ملي مشرانو ته په ډاګه سپکې سپورې وایي او دجرګو اصل، چې په سلهاوو کالونه تاریخي قدامت لري دکلیوالي شخړو دحل اوفصل لار بولي او په افغانې ټولنه کې دیو دیموکراتیک اصل په توګه یې ټاکونکي رول ته هېځ قایل نه دي.
خپل قلابي اودروغږوني اتلان، چې تل یې دپردیو په لمسون دهر ډول رشد او تکامل مخه نیولې، قدرت اوپیسو ته د رسیدو لپاره یې خپله خاوره دټولو افغانانو لپاره اور ګرځولې ده. لاسونه یې د زرهاوو بېګناه انسانانو په وینو سره دي، شتمني یې لوټ کړي او په ناموس یې تیری کړی دی. دتاریخي کابل دیوالونه دا اوس هم په جار شاهدي وایي، ملی اتلان ستر مجاهد او نمبر یک مسلمان بولي.
دپښتو ژبې سره په کور کې دننه د میرې چلند کیږي. په کابل او نورو ډېرو ښارونو کې، چې دنورو توکمونو د استازو په څنګ کې په سلهاوو زره پښتانه اوسي، نه په مورنۍ ژبه مکتب، نه کتاب او نه دپښتو ژبې ښوونکي شتون لري. په ډېرو افغاني سفارتخانو او قونسلګریو کې دپښتنو سره غیرې انساني اوغیرې اسلامي چلند کیږي. په خپله ژبه یې عرض نه اوریدل کیږي، که دخپلو حقو قو غوښتنه وکړي، دځایي پولیسو په واسطه وهل کیږي او دسفارت له انګړ څخه په ډېره بې رحمۍ  شړل کیږي. په دې اخیرو دیارلسو کالو کې د ډېرو روڼ اندو سره دا هیلې او امیدونه وو، چې ګوندې د نړیوال نظامي او اقتصادي چطر لاندې به حلات بدل شي. کار به اهل کار ته وسپارل شي. پوه د کار وړ تجربه لرونکي خلک به په خاصو او مهمو دندو وګمارل شي.
خو له بده مرغه،  تر ننه هر څه د روڼ اندو د هیلو او امیدونو خلاف ترسره کیږي. ډریوران، وزیران او کلینران سفیران مقرریږي. په قتل، غلا، چور او فساد کې افغانستان په لمړی قطار کې ځای لري او هره ورځ حالات ورځ تر بلې خرابیږي.
وروستیو ټولټاکنو دا په ډاګه کړه، چې دلته نه څوک دولت ته احترام لري او نه څوک قانون مني. درېګوني قوواوې په نشته حساب دي، په سلهاوو زره دملي اردو ملي پولیسو او ملي امنیت په نوم تنخوا خواره شته دي، خو یوه کوچنۍ ډله قاتلین، قاچاق وړونکي، انسان تیښتونکي او د ولس په ناموس تیرۍ کوونکي اوباشان، مافیایي غله او لنډه غر وسلوال په بیلو بیلو نمونو ښارونو او کوڅو ته راوځي، دخلکو په ژوند، شتمنیو او ناموسونو تیری کوي، خو د دومره قوت سره سره یې څوک مخه نه شي نیولای.
د دیارلسو کالو وروسته، په نسبي ډول ډیموکراتیکې ټاکنې وشوې، په لمړی ځل چې ګل مرجان بریا ته ور نږدې و، هر څه سم وو هېڅ درغلۍ نه وې شوي، خو په دوهم ځل چې ولس (نارینه او میرمنې)را ووتل، ګل مرجان مات شو، کله یې چې خپله چاړه په ابو کې ولیده، نو بغارې یې کړې، چې درغلۍ شوي دي، دپښتنو میرمنو پراخ ګډون یې په هیڅ صورت ونه مانه او ستر پښتون ټبر ته  یې ډول ډول توهینونه وکړل، خو دا دی د درې ځللي پلاټنو اوهر اړخیزه تحقیقاتو نه وروسته افغانانو او نړیوالو ته په کلي ډول جوته شوه چه د ټاکنو ریښتونی ګټونکی پوهاند ډاکټر اشرف غني احمدزی دی، خو ګل مرجان بیدون له دې، چې دافغان ولس او نړیوالو وشرمیږي او فیصلو ته یې احترام وکړي، پښې خرې کړي دي او نه یې مني. ټول افغانان او نړیوال بنسټونه درغلګر اوخپل ځان ملایکه او ګټونی بولي.
ګرانو افغانانو! د دې لپاره، چې ستاسې طلایي وخت مې نه وي ضایع کړی، خپل مطلب په لاندې ټکو کې رانغاړم:
د دې ټولو ناخوالو او بدمرغیو اصلي وجه زموږ او تاسو (پښتنو)وروسته پاتې والای او په ډېرو اړخونو کې ناپوهي ده، چې د دې تیارو څخه په کالونو کالونو نه شو را وتلای. زموږ د دې مهمې تشې نه تل زموږ کورنیو او باندینیو دښمانانو هراړخیزه ګټه پورته کړې ده. موږ یې په مختلفو ډلو او خیلونو ویشلي یو، تر دې سرحده چې خپل نږدې ورور ځوی ته د تربور او دښمن خطاب کوو.
مکار دښمن زموږ د هرې تشې نه په ګټې اخیستو سره تلاش کوي، چې زموږ سیاسیي، اقتصادي، علمي او فرهنګي بنسټونه په تدریج سره له منځه یوسي. اوسنیو حالاتو ته  پردي او په کور دننه دهغوی تلي څټي لمن وهي، د وسلوال اپوزیسیون سره دهر ډول اړیکو تر منځ خنډونه ایجادوي او د روغې جوړې مخنبوی کوي. په دې ډول خپل مغرض او پښتون دښمنه سیاست په مخ بیایي.
ددې ټولو ناخولو جنګ، ترور او وحشت سره سره په هیواد کې یوه اندازه پرمختګونه هم شتون لري، چې باید سترګې ورباندې پټې نه شي. یو د ډېرو اړینو پرمختیاوو نه دهیواد په ګوټ ګوټ کی دښونځیو او پوهنتونونو جوړول او پرانستل دي. دا هغه څه دي، چې افغانان دکالونو کالونو را په دې خوا ورته سترګې په لاره وو.
اې دپښتنو ځوان نسله، دینی علاماوو کرامو، دقوم اوټبر مخاورو او سپینګیرو، لویو او واړو! اوس د دې وخت را رسیدلای، چې په کلو او بانډو کې یو بل ته لاسونه سره ورکړو، دخپل کړیدلي ولس دبیدارۍ لپاره  کلک جدوجهد ته ملاوې وتړو، خپلې خویندې، لوڼه او وریرې د وروڼو، زامنو او ورارو سره یو ځای ښونځیو او جو ماتونو ته واستوو. په دې کار سره به مو په لږ وخت کې نارینه او ښځینه ښوونکي، ډاکتران، انجینران اونور هر ډول تخصص لرونکي په خپلو کورونو کې تربیه کړي وي. او د ډېرو مشکلاتو دحل لپاره به په خپل کور او کلي پوره وو.
همدا رنګه خپلې تورسري داسلام د مقدس دین د ارشاداتو په رڼا کې د ناریناوو سره برابرې وبولئ. دتاریخ ویاړلو میرمنو نازو انا، زرغونې انا او قهرمانې ملالې تاریخونه را ژوندي کړئ، د ژوندانه په ټولو اړخونو کې د خپلو نیکونو په شان د جهاد او مبارزې میدا ته میرمنې را جزب کړئ.
په ننیو ټولټاکنو کې بشپړه بریا دپراخو پر ګنو(ناریناوو او میرمنو) د پراخ ګډون نتجه ده. که تل د نن په شان څنګ په څنګ او لاس په لاس  میدان ته را ودانګو، هیڅ قوت به پیدا نه شي، چې زموږ د بریا او پرمختیا لپاره خنډ شي.
دیني علاما او ملا امامان، چې د افغاني اسلامي ټولنې مهم رکن دی، په ډېر احترام او درناوی سره یې دمدني ژوند د پرمختیا په خاطر د ولس تر منځ یوالي، وروری او بیداری ته وهڅوئ.
په ټولو مدني ټولنو ولسي بنسټونو او غونډو کې هم پخپله پراخ ګډون وکړي او هم دکور او کلي ټول نارینه او میرمنې چه  قانوني سن یې پوره کړی وي ګډون ته را وبولئ.
په ټولنیز ژوند کې د میرمنو ګډون، چې په ستر او پرده کې وي د اسلام د مقدس دین د ارشاداتو سره نه په ټکر کې کیږي.
بیا هم په ځوان نسل غږ کوم، چې راتلونکی ستاسو دپښو دتالیو لاندې ده. د ستاسې 
ننۍ نېکې او نه ستړیکیدونکي هلې ځلې د سبا لپاره د بریا زیری دی. که تاسې بیدار،
هوښیار او یو موټی وی، هیڅوک به هېڅ میدان درنه ونه شي ګټلای.
ومن الله توفبق.