اقتصادي ودې ته لنډه کتنه

 
د یو اقتصادي پروگرام له لارې په بازار کې د عرضه شوې تولید یا خدماتو د ارزښت لوړوالي ته اقتصادي وده وايي. اقتصادي وده معمولاْ د ناخالصو کورنیو تولیداتو او د سړي سر عاید له لوړوالي اندازه کیږي چې په دې لړ کې د سړي سر د عاید لوړوالی د نفوسو له شمېر سره تړاو لري.
 
اقتصادي وده معمولاْ د هغه په واقعي الفاظو محاسبه کیږي لکه تورم ( د پیسو پړسوب) چې د تولید شویو توکو پر وړاندې د تورم ناسم اغېز له منځه وړي. اقتصادي وده او یا د  اقتصادي ودې فریضه د مهمو محصولاتو پر ودې هم اطلاق کیږي.
 
د زده کړې په ډګر کې، په ټولېزه توګه اقتصادي وده د اقتصادي پراختیا یا Economic Developmentڅخه اخېستل شوې. ددې لومړنۍ زده کړې موخه دا ده چې هېوادنه څنګه کولای شي خپل اقتصاد ته وده ورکړي بیا وروسته په هغو مخ پر ودو هیوادونو کې چې کم عاید لرونکي دي د هغوی د اقتصادي مسایلو زده کړه او مطالعه ده.
 
له هغه ځایه چې اقتصادي وده د کلني عاید له سلنې څخه شمېرل کیږي نو د GDP سیستم په پلي کولو سره به د اقتصادي ودې شاخصونه په ګوته شي چې دا شاخصونه ډېر له فارمي اقتصاد او کورنیو تولیداتو څخه لاس ته راځي. د شته مالوماتو پر اساس تر اوسه یوازې د خوارکي توکو د ودې او په فارمونو کې د مصرفي موادو په اړه سمونتیا رامنځته شوې خو د نورو کورنیو تولیداتو په اړه لا تر اوسه سم اصلاحات نه دي راغلي.
 
هغه فکتورونه چې پر اقتصادي ودې اغېز لري:
د اقتصادي ودې لومړنۍ قوت د تولیداتو د کچې له لوړوالي سره تړاو لري، لکه ( پانګه، کارګر، انرژي او سوداګریزې چوپړتیاوې) چې په انګلیسي ورته KLIMSټکی کارول کیږي.
د تولیداتو وده د توکو بیې راټیټوي د John W. Kendrick’s اټکل پر بڼست له 1889 نه 1957پوړې په امریکا کې د ناخالصو تولیداتو د سلنې د جګوالي لامل د دوی د تولیداتو د ودې له امله و. په شلمه پېړۍ کې د توکو ریښتونې بیه 90 سلنه رالوېدلې، د بیو راټېټېدل تقاضا ته لاره هواره وي، خو ځینو مشخصو توکو او خدمتونو ته تقاضا د هغه د څرنګوالی پوړې تړاو لري او اضافی تقاضا هغه مهال رامنځ ته کیږي چې ښه محصول بازار ته راشي.
د ودې پړاوونه، د نفوسو تغیر او ورسره مل سکتورونه :
اقتصادي پراختیا په امریکا او نورو مخ پرمختللو هېوادونو کې مختلف پړاوونه تېر کړي چې اقتصادي وده د کارګرو د قوې د ګډون د کچې او د اقتصادي سکتور د اړوندو برخو په تغیر سره اغېزمن شوی دی. نور لاملونه چې د هغه نه اقتصادي وده اغېزمنه کیږي په شمول د ځمکې د طبیعي سرچنیو کیفیت او اندازه ده.
له کرنیز اقتصاد څخه تولیدي اقتصاد ته انتقال په هر ساعت کې د حاصلاتو کچه زیاته کړي. د لوړو محصولاتو وده په تولیدي برخه کې د نورو سکتورونو په پرتله په دې سکتور کې پراختیا هغه وخت کمیږي چې بیې راټېټې او وزګارتیا زیاته شي.
 
په نفوسو کې د عمر اندازه د کارګمارنې په برخه کې ډېره مهمه ده چې په یوه ټولنه کې د کارګرو د قوت کچه تر اغېز لاندې راولي. صنعت د نفوسو انتقال ته لاره هواره وي چې په هغه کې د زېږون کچه ټېټږي او د نفوسو د عمر کچه زیاتیږي. په هغو ټولنو کې چې مېندې لږ اولاد لري هلته دوی په یوه لوړه فیصدۍ په بازارنو کې د لاس رسي لپاره د کارګرو په توګه د کار کولو ډېره لېوالتیا ښودلې. په هغو ټولنو کې د ماشومانو کارګړي ته تقاضا ټېټه شوې چېرې چې دغه ماشومان په ښوونځیو کې يې ډېر وخت تېر کړی وي. په امریکا کې د کارګرو په توګه د ښځو د سلنې زیاتوالي ددغه هېواد د اقتصادي ودې لامل کړځېدلی.
 
د ژوند کیفیت:
په غیر مستقیمه توګه اقتصادي وده د کاري فرصتونو په برابرولو او د کارګرو د توليداتو په لوړوالي سره د فقر په له منځه وړلو کې اغېز لرلی شي. یوه څېړنه چې د ODI د انسټېټوت له خوا ترسره شوې ښيي چې اقتصادي وده د 24 هېوادونو په 18 مواردو کې ددغو هېوادونو د فقر د له منځه تللو لامل و، خو کارموندنه د بېوزلۍ په له منځه وړلو کې کوم خاص ضمانت نه ورکوي. د کارګرو د نړۍ وال سازمان ILO د اټکل له مخې د بېوزلو کارګرو 40 سلنه نشي کوالای دومره پېسې وګټي چې د خپلو کورنیو عاید د بیوزلې کرښې سره سم (2) امریکاي ډالرو ته ورسوي د بېلګې په توګه په هندوستان بېوزلي کارګر هغه کسان دي چې په غیر رسمي توګه کار کوي او د هغوی دنده خوندېتوب نه لري له همدي امله دوی نشی کولی د خپل ورځني عاید څخه پیسې پس اندازه کړي ترڅو د هغه څخه د احتمالي خطراتو په وړاندې ګټه پورته کړي.
 
پر اقتصادي ودې د کارموندنې اغېز:
د کارموندنې زیاتېدل پرته له دې چې تولیدي کچې له لوړوالی څخه د یو شمېر بیوزلو کارکوونکو د کچې د زیاتوالی سبب هم ګړځی نو ځکه اوس کارپوهان د مارکېټ د کارګرو په پالیسیو کې د څومروالی په پرتله په څرنګوالي تینګار کوي. دغه کرنلاړه څرګندوي چې څنګه لوړ تولید د ختیځې آسیا په هېوادونو کې د بیوزلۍ په کمولو کې ونډه درلود خو ځیني منفی اغېز یې په وېتنام کې هم لیدل شوی د بیلګې په توګه په دغه هېواد کې کارموندنه هغه مهال  ټکنۍ شوه چې تولیدي ودې د ډېر وخت لپاره دوام وموند. د یادولو وړ ده چې ښه تولید تل نه شي کولای د کارګرو تنخوا زیاته کړي، لکه څنګه چې له 1980 څخه راپه دېخوا په امریکا کې د کارګرو د تنخوا او د تولید ترمنځ ډېر توپېر لېدل کیږي. د ODI مطالعه دا هم څړګندوي چې د تولید تر څنګ داسې نورې برخې لکه د خدماتو او کړنې سکتور هم د وزګارتیا په کمولو کې یې د پام وړ ونده لړلې ده.
 
د کلني اقتصاد د ودې قوت:
له څه مودې راهېسې حتی د ودې کوچنۍ کچه لکه (2) سلنه کلنی زیاتوالی هم په اقتصادي وده کې ډېر اغېزمن ثابت شوی د بېلګې په توګه په برېتانیا کې له 1830 کاله څخه تر 2008 پوړې د پیسو د پړسوب د سمون له امله د دوی په کلني سړي سر عاید کې په منځني توګه 1.97 سلنې کلنی زیاتوالی شاهد پاتې شوې ده. په 1830 کې ددغه هېواد د سړي سر عاید 41373 میلیون پونډ و چې په 2008 کې 1.330088 میلیونو پونډو ته ورسېده.
 
په اوږدمهال کې د کوچنۍ اقتصادي ودې د اړوندو اغېزو یو لامل هم ترکیبی Compounding قوت دی. لکه څنګه چې له 2000- 2010 پوړې په چین کې له 8 سلنه اقتصادي کچې څخه په هر کال کې د دوی د سړی سر عاید دوه چنده شوې چې دا تغیر په 9 کلونو کې مینځ ته راغلی. په هغه صورت کې چې دا لږ توپېر د څو کلونو لپاره دوام ومومي په مختلفو هېوادونو کې د دوی نفوسو ته د ژوند د مختلف ستندردنو د برابرېدلو لامل کړځي.
 
ماخذونه:
د لیکوال یاددښتونه
لکچرونه : آیا اقتصادي وده کولای شي د ژوند ستندرد ښه کړي
د اقتصادي ودې پیژنده دویم چاپ د جونس چارلس لیکنه نیویارک او
د نړۍ د اقتصاد پېژنده د کلارک ګریګوري لیکنه 2007 کال د پرنستون پوهنتون
دا لیکنه په (همیانۍ) ورځپاڼه کې خپره شوې ده.