
ترتیب او ژباړه: شهیر
څومره چې د بریالیو کسانو ژوندلیکونه لولی پر دې مو باور پخېږي، چې بریالیتوب د شرایطو زېږنده نه دی، بلکې د خلاقیت او هڅې پایله ده. ښايي یو شمېر داسې بډای خلک به پېژنی چې شتمني له مشرانو ورپاتې وي، خو ډېری یې داسې خلک دي، چې د خپلو هڅو په پایله کې یې پیسې پیدا کړې دي. د میلیاردرانو د نړیوال نوملړ اکثریت غړي په غریبو کورنیو کې زېږېدلي او کوچنیو کارونو ته د پراختیا له لارې یې میلیاردونه ډالر پيدا کړي دي.
امریکایی « تېرېنس پېګولا» یو له هغو کسانو دی چې د پور په پیسو له پیل کړي کار څخه میلیاردر شوی دی. نوموړی د ۱۹۵۷ زېږدیز کال د مارچ په ۲۷ نېټه زېږېدلی. لومړنۍ زده کړې یې د پنسلوانیا ایالت په « Scranton Preparatory» ښوونځي کې کړې دي. ده وروسته په پنسلوانیا پوهنتون کې د ګاز او پطرولیم انجنیرۍ په برخه کې د لسانس تر کچې زده کړو ته دوام ورکړی دی.
تېرېنس چې په تېري هم مشهور دی، له پوهنتون تر فراغت وروسته د ګېټي ایل او فېلمېټ ایل په نوم له دوو کمپنیو سره څو کاله کار وکړ. وروسته یې د خپل کاروبار د پیل لپاره پلان جوړ کړ، خو د ده هم لکه د ډېرو نورو تش لاس دښمن و. د خپل پلان د پلي کولو لپاره یې پیسې نه درلودې. مجبور شو چې له خپلو والدینو او ملګرو پیسې پور او خپل کاروبار ورباندې پیل کړي.
ده له خپلو والدینو او ملګرو په پور کړو اووه نیم زره ډالرو د طبیعي ګاز د استخراج کاروبار پیل کړ. تېري کاروبار ته پراختیا ورکړه او د اووه نیم زره ډالرو له کاره میلیاردر شو.
ده د طبیعي ګازو او تېلو په برخه کې خپله کمپنۍ چې اېسټ رېسورس نومېده پلورلې ده. تېري په پنسلوانیا، نیویارک او د راکي په غرونو کې د دې کمپنۍ پانګې د رویل دوچ شېل په نوم پر یوه شرکت پر څلور اعشاریه اووه میلیارده ډالره وپلورلې. دغه راز یې په اوهایو او لوېدیځې ویرجنیا کې د کمپنۍ څانګې پر امریکن انرژي شرکت په یو اعشاریه پنځه اویا میلیارده ډالره وپلورلې.
له دې معاملې یو کال وروسته یعنې په ۲۰۱۱ زېږدیز کال کې یې په ۱۸۹ میلیونه ډالره د یخ پر سر د هاکي یو مشهور ټیم واخیست. دغه راز یې۱۰۲ میلیونه ډالره د پنسلوانیا ایالتي حکومت ته ورکړي چې په دغه ایالت کې د هاکي یو لوبغالۍ جوړ کړي. پېګولا د دې ترڅنګ د موسیقۍ په یوه پروډکشن کې هم ونډې لري.
نوموړی په سیاست کې د جمهوریت غوښتونکو له پلویانو څخه دی. ده د پنسلوانیا ایالت په تېرو ټاکنو کې د دغه ګوند له نوماند سره دری لکه ډالره مرسته هم کړې وه.
تېرېنس پېګولا د فوربس د شمېرو له مخې د څلور اعشاریه یو میلیارده ډالرو په لرلو سره د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۳۷۶ ام او د امریکا د متحده ایالاتو د میلیاردرانو ترمنځ ۱۱۶ ام کس شمېرل کېږي.
ده واده کړی، پنځه اولادونه لري او د فلوریډا ایالت په بوکاراټون سیمه کې ژوند کوي.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې