
زه پوهېږم چې له افغان دولت سره زموږ د ټکر ګټه مخامخ د پاکستان، ایران او نورو پردیو دولتو په اکاونټ کې جمع کېږي، خو چې زموږ دولت په هېڅ وجه د سړیتوب او قانونیت لارې ته نه برابرېږي او چې ته یې څومره هم د ملي مصلحت په حکم پر فساد او مرداریو خاورې ور اچوې، په دې هيله چې ګوندې یوه ورځ نه یوه ورځ به یې وجدان را ویښ شي او ځنې و به شرمېږي، د دنیا د بیدار ذهن په مخ کې به لږ حیا ورته ودرېږي او پر خپلو خلکو به یې زړه وسوځي، مګر دا د سپي کږه لکۍ ده، نه سمېږي؛ که سړی هر څومره چپ پاته شي هومره سپکيږي او چوپوالی یې په بېوسۍ تعبیرېږي، نو پرېږدئ چې په جار او په ګډه له سپکاویو پردې سره پورته کړو، که خدای(ج) وکړي چې لږ خو وشرمېږو.
د سنبلې پر ۱۹- مه آزادۍ راډیو د نړیوالي نیشنل ورځپانې په حواله د کندهار یو ډاروونکې امنیتي راپور خپور کړ؛ زه ادعا کوم، چې د کندهار اصلي عسکري، امنیتي او ملکي واقعیت تر هغه ډېر لړزونکی او شرموونکی دی چې دغې رسنۍ بیان کړی.
نېشنل خپرونې لیکلي ول:
« په کندهار کې پولیسو یو کاذب امنیت رامنځته کړی او دامنیت ټینګولو په نوم یې پر خپل سر هر کار ته لاس اچولی دی، پولیسو ته دا ډاډ ورکړه شوې دی چې حساب و کتاب ورسره نه کېږي او هر څه چې یې زړه غواړې کولای یې شي»
ورځپاڼې وړاندې ویلي چې:
« په تېرو څو کلونو کې د کندهار پولیسو یو ډاروونکی تصویر رامنځته کړی او نړیوالو ځواکونو او د کابل حکومت په کندهار کې د امنیت ټېنګولو لپاره د داسې فعالیتونو ملاتړ کړی دی خو ملګري ملتونه یې د خلکو په شکنجه تورنوي»
د دغه دردوونکي حالت او نا انساني تصویر د ردولو لپاره، په ولسي جرګه کې د کندهار یوه وکیل حاجي ملا سیدمحمد اخند ازادۍ راډیو په پټو سترګو خوله خلاصه کړه چې« موږ خو چې تر اوسه څوک لیدلی دی، شکنجه سړی مو نه دی لیدلی... هلته که هر څوک تللی دی، نه مو وحشت لیدلی دی، نه مو ظلم لیدلی دی.»
نېشنل ورځپانې دا هم لیکلې چې، « کندهار یوه پولیسي ښارګوټي ته په ورته ځای بدل شوی چې خلک یې حتي په خصوصي مجلسونو کې زموږ سره په خبرو کولو ویرېږي او ډډه کوي.»
کله چې قومندان رازق د ټولو انساني خصایلو خلاف، مدني چوکاټو څخه دباندې، اساسي قانون پر ضد او ټولو نړیوالو بشري نورمو سره په مخالفت کې د وچو و لندو د سوځولو علني حکم کوي او دغه بشرځپونکی امر یې بېله ځنډه تطبیقېږي او کابل و نړیوال ځواکونه یې هم حمایت کوي بیا نو طبیعي ده چې حلک به بېرېږي، د دغسې جبار حاکمیت په مقابل کې خو ځکه د سپوڼ وهلو مجال نه پېدا کېږي چې که چا سترګې راپورته کړې نو د طالب په نوم یې سر پرې کېږي او د چا پلار به یې بیا سپینوي چې دا مخالف و که موافق؟
نېشنل ورځپاڼې د ځینو موټروانانو له خولې لیکلی چې په ژړۍ ولسوالۍ کې د کندهار- هرات د لویې لارې پر غاړه یې د شاوخوا دېرشو مړو جسدو یوه کوټه ولیدله چې درې ورځې سره لمر ته پراته ول چې دوی به پر را ورسېدل نو سورلیو به یې په پټوانو سترګې پټې کړې، ګواکې ددغه وحشتناکترین منظر د لیدلو توان بې نه درلود.
که څه هم نېشنل ورځپاڼې ویلې چې خلکو دا خبره نه تائیدوله چې آیا دغه خلک رښتیا په پوځي دګر کې وژل شوي او که په مرموز ډول وژل شوي دي؟
خو، کله چې دا ډول وژنې د ټولو کورنیو، نړیوالو، وضعي او الهي قوانینو خلاف کېږي نو کوم قانون، کوم هیئت، کوم قاضي او کوم څېړونکی به دا ثابته کړای شي چې دا د مړو جسدو انبار د پوځي ډګر جګړه مار ول یا نور بې دفاع وګړي؟
ماته د سیمي خلکو وویل چې په دغه قتل عام کې ډېر هغه ځوانان هم شامل ول، چې د پنجشنبې د بانډار لپاره له یوه ځایه بل ته پر لاره ول او تر ټولو دردوونکې خو لا دا چې په دغه یو مخېزکشتار کې یو شمېر اربکیان هم مخامخ وژل شوې ول، چې پاتمړو یې له ډاره خوله نه شوای چولولای؛ که باالفرض دا ثابته هم شي چې دغه کسان واقعاً جنګېدونکي مخالفین ول، په دغه شکل وژل یې د قانون ضد عمل دی، هغه قانون چې خپله همدا پولیس یې د ساتنې دنده لري؛ کله چې قانون ساتونکي د نړۍ په مخ کې د خپل قانون خلاف جار وهي او ښه یې بېخار وهي بیا به نو تاسو تر دې ها خوا بل ځنګل او ځنګلیان چاته وایاست؟
دغسې سترجنایتونه په دې منطق نشې توجیه کېدلای چې ګواکې په قضا کې فساد د ی نو باید ټول نیول شوي کسان دې د جګړې په ډګر کې ووژل شي؛ که فساد قانون ضد عمل دی نو بیا قانون ضد کړنه په قانون ضد جوابول، خپله جنایت او ملي خیانت دی.
د جنرال رازق دغسې یو د عام وژنې اعلان څه نوې خبره نه ده، دی په دغه صفت له پخوا پېژندوی و چې بندي یې تر عدلي و قضایي ادارو پورې نه رساوه، چې چیري به په لاس ورغی، پر هغه ځای به یې کار ور خلاصاوه، بالآخره یې د پنډلي وژنو اعتیاد هغه حد ته ورسېد چې ښکاره یې خپل دغه بشرضد دریځ اعلان کړ.
په کندهار کې پخوا په پټه او تر دغه اعلان وروسته خو په ښکاره، د رازق عسکرو ته هر په مخه ورتلونکی مشکوک شخص، د مخالف په نوم وهل، بندي او وژل کېږي او دا هم فرق نه کوي چې دا د جنرال صاب شخصي مخالف وي یا د دولت؟ په دغه فاجعه ټول عام و خاص، چارواکي و بېواکې خبر دي، د دغو پېښو کیسې لکه فولکلوریک داستانونه د خلکو په سینو کې پراته دي، په ډېر ډار یې پټ یوبل ته بیانوي خو د ښکاره بیان جرئت یې د سرقیمت غواړې، زه یې د مثال د پاره د یوه نه باورېدونکي داستان یو اړخ بیانوم، که توجه ورته وشوه، خو، ښه؛ که نه د همدغه او نورو بېروونکو کیسو لړۍ به وروسته میدان ته په تفصیل سره را وباسم:
یوولس میاشتې کېږي چې د میرویس لیسې د لسم ټولګي یو ۱۹-کلن زده کوونکی او پسله وخته د چرګانو په فارم کې کارکوونکی د ۱۳۹۲کال د عقرب پر لسمه د یوه کوشني- تښتونې په تور نیول شوی دی، اول خو ۱۷-ورخې په اتمه امنیتي حوزه کې د جنرال رازق د یوه قومندان مرحوم جاجو تر فشار لاندې پروت وو، بیا دوې میاشتې په امنیه قومانداني کې تر سختو ناانساني شکنجو لاندې بندي و، په داسې حال کې چې ملاسیدمحمد اخند په ټول کندهار کې یو شکنجه شوی سړی نه ویني، خو تر هغه را وروسته د کندهار په لوی محبس کې له محکمې او فیصلې پرته غورځول شوی دی.
ما چې په کندهار او کابل کې کوم چارواکي یا له چارواکو سره په رابطه کې کسان پېژندل، دغه موضوع مې ور سره شریکه کړه او دا مې ورته وویل چې زه دا مسله د ملي مصلحت په سبب رسنیو ته نه را باسم، یوولس میاشتې مې مسلسل، هم ولایتي چارواکو، هم امنیتي کسانو او هم د محاکمو قاضیانو ته عذرونه وکړل، جالبه لا دا چې دوی ټولو راسره منله چې دغه زده کوونکی په ښکاره ناحقه تور ځورول شوی او زنداني دی، ما د کندهار ولایتي چارواکو د ملي امنیت کارمندانو او د ښاري مجکمې مسؤلینو ته وویل چې په پټه خوله یې د قانون په رڼا کې مسله ور حل کړئ او زیاته رسوایي به نه سره جوړوو، ځکه چې د دغسي جنجالو تاوان موږ، تاسو خلکو او وطن ته رسېږي او ګټه یې د هیواد غلیمان وړي خو زموږ چارواکي ناځوانان دومره بې پروا شوي او دومره سپین سترګې شوي یا ممکن بیعفل دي چې د خپلو دا دومره واضحو قانون ضد کړنو د رسوایي لپاره یې شپږه لا ولاکه خوري.
نو چې دوی شپږه نه خوري، خلک به یې هم په مقابل کې چپ پاته نه شي، که دوی د ولس د بې عزتۍ، وهلو، زنداني کولو او وژلو څخه لاس وانخلي موږ به یې هم له لیکنو نیولې تر مطبوعاتی کنفرانسو، رسنیزو بحثو او مدني اعتراضو پورې مخ ته را ووزو.
نن د واک و ځواک د غرور پر خره سپاره چارواکي دي دا فکر نه کوي چې د دوی فرعونیت به تر قیامته دوام کوي، لیرې تاریخ ته دي نه ځئ، په همدغه کندهار کې دې د همدې موجودي واکمنۍ تر سیوري لاندې وګوري چې په موافق او مخالف لوري کې څومره لوی- لوی پړانګان او واړه- واړه خدایان د خپلو بشر ضد جنایتو په اوج کې څنګه د نېستۍ بلا تر ستوني تېر کړل!!!
وختونه تېرېږي، واکمنۍ ختمېږي خو ملتونه او هېوادونه ژوندي پاتېږي، هغوی چې د خلکو خدمتګاران وي، د پرګنو په زړو کې د آبدیت عظمت خپلوي او چې د خپل ولس د شرف بې شرمه معامله ګر وي نو د تورو خاورو په غېږ کې هم آرام نشي موندلای.
او دا هم باید په ډاګه ووایم چې زه د خپلو بیاناتو په سلسله کې د خپل حرف- حرف دفاع ته حاضر یم، نړۍ خو پرېږده، په کابل کې هم نه، په همدې کندهار کې د همدې فاسدې محاکمې د فاسد قاضي مخ ته درېږم، که مې خپله قانوني او منطقي دفاع ونه شوای کړای، همدا د افغان انسان د کرامت غل قاضي دي فیصله راباندې را وباسي، د دوی پولیس او مامور ته هم تکلیف نه ورکوم، مخامخ خپله د سرپوزې زندان ته ځم او ابدي بند ته غاړه ږدم ځکه زه د هغو چغالانو څخه هم نه یم چې د خپلو شخصي اغراضو لپاره یا په مستعارو نومو یا هم له کوم نامالوم ادرسه پر افغان دولت بې بنسټه انتقادونه کوي، زه چې د کوم بېچاره د دفاع ږغ پورته کوم، تر اوسه مې په سترګو هم نه دی لیدلی او د وطن د هر انسان د حیثیت ساتنه خپل مقدس انساني مسؤلیت ګڼم.
هیله ده چې چارواکي نور خپل سرونه خپلو ګرېوانو ته وځړوي او د بل چا هم نه بلکې د خپل قانون واکمنې ومني چې خبره د ولس په لاس رسواییو ته ونه رسېږي.
ژمی تېرېږي د مخ توروالی سکرو ته پاتېږي.