
تور پیکۍ په سر کې اوس سپین لګیدلې د کلې خلک یې ډیر احترام کوي هغه په زړه کې یو ستر ارمان درلود، د تور پیکۍ د پیغلتوب پسرلي و، د واده ورځ یې وه، په کلی کې خوښې او خوشحالي وه، ناڅاپه غږ شو چې روسانو کلې کلابند کړې د کلې مجاهدین یې مقابلې ته ولاړل د تورپیکۍ خاوند هم د روسانو مقابلې ته د خپلو ملګرو د ورتګ ملتیا وکړه هغه پخپله هم زړور مجاهد و مجاهدینو د تورپیکۍ خاوند ته د جنګ نه د پاتې کېدو ټینګار کاوه خو هغه نه منله جنګ ته ولاړ، د جګړې پر مهال شهید شو، د واده پر ورځ یې جنازه کور ته راوړل شوه د ډولۍ پر ځای د هغه جنازه پرته وه، د پالنګ پر ځای یې د لحد تیاری کېده تور پیکۍ وایې چې کله مې خاوند جنګ ته تللو ما یې یواځې پر پښو سترګي ولګیدې او نور مې ونه لید ، تور پیکۍ بل خاوند ونه کړ د خپل شهید شوې خاوند پر نوم یې سر سپین کړ. نژدې هره ورځ د خپل خاوند مزار ته ځي خپل زړه ډاډمنه وي د هغه شهید خاوند د هغه قهرمان دي .
سپین ګل اکا تر اوسه د خپل هغه ځوان ځوې د راتلو لار څاري څوک چې په تانده ځوانۍ کې دیرش کاله پخوا لا پته شوې او تر دا دمه یې مړې او ژوندې ورک دی ، د سپین ګل اکا میرمن د خپل ځوی په یاد کې دماغ له لاسه ورکړل ، ډیر ګومان دا دې چې په زرهاوو نورو نوم ورکو شهیدانو په څېر د خاورو لاندې به وي ، تورپیکۍ او سپین ګل اکا په څېر ډیری افغانان خبر هم ندي چې د شهیدانو په نوم په دې هېواد کې یوه اونۍ لمانځل کېږي ، په زرهاوو نوم ورکو شهیدانو او په زرهاوو نور بې ګوره او بې مزاره شهیدانو وارثین دشهید اوونۍ له نوم سره اشنا هم نه دي .
په کابل کې د تېر په څېر یو څو لنډغرو د شهید اونۍ د لمانځلو په پلمه په ټول کابل کې ویره او ترهه خپره کړې وه ، بازارونه او دوکانونه بند ول ، کارونه د نشت برابر ول. څو وسله والو کابلیان یرغمل کړې وو ، کابلیان د پاټکې دورې په څېر پخپل ځان او ناموس ویریدل . د شهید د اوونۍ په نوم هغه څه لمانځل کېدل چې د شهیدانو ارواحو پرې د شرم احساس کاوه ، پخپلو ګورونو کې بې هوسا او نا ارامه ول ، هغوی د دین ، خلکو او هېواد د ساتنې په موخه خپلې وینې نذرانه کړې خو برعکس د هغوی پر ځای د هغه چا انځورونه ځړیدلې ول چا چې جهادې ارزښتونه تر پښو لاندې کړې دي .
د ټلوالې په قاموس کې شهید هغه څوک دي چې د ټلوالې د وزرو لاندې د هغوی د شومو موخو لپاره جنګیدلي وي . د دوی په قاموس کې ملي خاین ملي قهرمان دي ، د دوی که څومره هم غټ خاین ومري قهرمان شي ، د ټلوالې قاموس کې شهید یو ځانته تعریف لري . که د روس پر خلاف جنګیدلي خلک مجاهدین او شهیدان وي بیا ولې ستر جهادې رهبر حضرت صبغت الله مجددي وینا ته پرینښودل شو ؟ د مسعود او رباني پرته د نورو جهادې لیډرانو انځورونه ولې ونه ځړول شول ؟ بس څرنګه چې حضرت صیب په غونډه کې د پنجشیر یادونه وکړه دا د هېواد د ازادۍ د شهیدانو د اونۍ لمانځل نه بلکې د پنجشیر د لنډغرو لمانځل دي .
تورپیکۍ او سپین ګل اکا دې نه خفه کیږې که د دوی شهیدان څوک نه یادوي د هغوی د ریښتینو پاکو شهیدانو مبارزه د تاریخ حافظې ثبت کړې ده ، د هغوی وینو د دې وطن د ازادۍ بیرغ څپانده ساتلي ، مونږ د خپلو شهیدانو اونۍ په دا ډول لوچکو ، بد اخلاقو او شور ماشور نه لمانځو ، د شهید د اونۍ لمانځل د شریفو او داسې خلکو کار دي چې د شهید د شهادت په ثمره سمبال وي .
هو د ترور او دهشت اونۍ وه د هر کال په څېر سږکال یو ځل بیا څو بې پتو د شهید د سپیڅلې نوم په کارونې یو شمیر هېوادوال شهیدان او ټبیان کړل . دوی چې څوک لمانځل هغوی هم خپل ټول عمر همدا ډول په ټوپکسالارۍ تېر کړي ، دا د ترور او وحشت اونۍ دې هغوی لمانځي څوک چې په ټوپکسالارۍ او پاټکسالارۍ باور لري . دې وطن کې په خاینینو څلي جوړیږي خو چا هم د ملیونونو شهیدانو په یاد یو څلی جوړ نه کړ .
څوک د وطن په ننګ شهید شو
چا د شهید په وینو جوړ کړل بلډینګونه