
ټوله شپه می د يار تصویر ته په سلګو تیره شوه
لکه پتنګ چی سوازی بس په لمــــبو تیره شوه
لکه یتیم بچی د مـــــور یم تل فراق کی خدایه
شپه می هم تر سهاره په اسایـــــلو تیره شوه
هغه مغروره زما د درد احساس کلـــــه کــاوی
ځکه ترڅنګ می نن دیره په ناز نحرو تیره شوه
اوس می احساس او ځوانی پوری ملنډی وهی
په حسن ښکلا مغروره په ناکـــــردو تیره شوه
د مینی له دنیا نه د الفـــت حولـــــــص نا خبره
لـــکه ماشومه ځان څه په مشغولیدو تیره شوه
زه سالار يي په فریبو ســــترګو تیر ویست تلمه
اوس راتـــه ژاړی او رانه په ســـــــوالو تیره شوه
سالار سالارزي