
د خوست ولايت د شېخ زايد پوهنتون شمال لوري ته د کوچيانو لېسې ته چې شاوخوا اته سوه زده کوونکي لري،نوي ودانۍ جوړه او د يو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شوه.دا ودانۍ ((١٣)) خونې لري، چې ساختماني چارې يې د نړيوال بانک په مالي مرسته د (( پنځه مليونه،يو سلو اته څلوېښت زره )) افغانيو په لګښت د يو کال په موده کې بشپړې شوي دي.
ددې ودانۍ د پرانېستو په مراسمو کې خوست والي عبدالجبارنعيمي ،د ولايتي شورا ريس سېدکريم خان خاکسار او دهمدې شورا ځينو وکيلانو،د پوهنې ريس انجنيربخت نور بختيار،د کوچيانو لېسې ښوونکو،زده کوونکو او په خوست ولايت کې د کوچيانو د قوم لسګونو مخورو مشرانو ګډون درلود.
د پوهنې رياست ريس انجنيربخت نور بختيار وويل چې دا وخت دخوست ولايت په مختلفو سيمو کې د کوچيانو لپاره اتلس ښوونځي فعال کړي دي، چې ((٤٣٩٥)) تنه کوچي زده کوونکي په کې زده کړې کوي.دده په خبره د کوچيانو لپاره د نورو ښوونځيو په جوړولو کې هم مشکل نه لري،که چېرې په کومه سيمه کې ماشومان ښوونځيو د لېرې فاصلې له امله رسېده ګي نشي کولى،نو ولايتي اداره به د کوچيانو په غوښتنه دغه ستونزې ته مثبت ځواب ووايي.
ورپسې د کوچيانو د مشرانو په استازيتوب رمضان کوچي،حاجي ولي جان او خدايداد خبرې وکړې.
دوى د ولايتي ادارې مننه کوله، چې د کوچيانو د ماشومانو لپاره يې د نورو ښوونځيو ترڅنګ د شېخ زايد پوهنتون شمال لوري ته د لېسې ترڅنګ د ليليې اسانتياوې هم برابرې کړي دي.د دوى په وينا ددغه لېسې او ليليې په اساس به د کوچيانو هغه ارمانونه تر يوه بريده پوره شي، چې د خپلو اولادونو د روښانه راتلونکي لپاره يې لري.
دغو مشرانو د خوست د ولايتي ادارې وغوښتل چې د کوچيانو قوم زيات وخت د غريبۍ له امله په مالدارۍ کې تېر شوى او د علم د لوى نعمت څخه بې برخې پاتې شوي دي، نو په همدې اساس دې د کوچيانو د اولادونو د ښه راتلونکي په موخه زياته پاملرنه د پوهنې په برخه کې وکړي.
(( کليپونه))
دخوست ولايتي ادارې مشرتابه عبدالجبارنعيمي پدې خوښي وښوده، چې دخوست په ولايت کې د کوچيانو د اولادونو دښې روزنې او زده کړې لپاره يو بل نوى تعمير جوړ شوى.نوموړي د کوچيانو له مشرانو غوښتنه وکړه، چې د خپل روښانه ژوند په خاطر ټول هغه ماشومان چې د زده کړې قانوني عمر يې پوره کړى وي، پرته له ځنډه په ښوونځيو کې شامل کړئ.
ده وويل کوچيان د تاريخ په اوږدو کې د ښه پرمختګ او علميت څخه رښتياهم لېرې پاتې شوي ، خو په تېرو ديارلسو کالونو کې د دوى حقه حقونو ته تر ډېره بريده پاملرنه شوې، د بېلګې په توګه دا مهال کوچيان په ملي شورا کې ١٢ تنه استازي لري، چې کولى شي، د خپلو استازو پرمټ شته ستونزې او مشکلات هوار کړي.
خوست والي عبدالجبارنعيمي زياتوله ، پخوا به په سرحدي ولايتونو کې د ټوپک،تورې او تربګنۍ سره زياته علاقه وه او کورنيو به خپل اولادونو تر ډېره تورې او ټوپک ته هڅول، خو اوس له نېکه مرغه هر قوم د خپلو اولادونو د پرمختګ او سوکالۍ لپاره قلم او کتاب غواړي، چې دا د افغانستان د روښانه راتلونکي لپاره څرګند زېرى دى.
نعيمي د خپلې وينا پرمهال وويل ، چې د نړيوال بانک په مالي مرسته يې د کوچيانو لپاره نوي وداني د پنځه مليونه، يوسلو اته څلوېښت زرو افغانيو په لګښت جوړه کړي، اته درسي او درې اداري خونې لري، د لابراتور او يوه د کمپيوټرلپاره هم جلا،جلا خونې حوړې شوې دي، چې جمله ديارلس خونې کيږي.
د نوموړي په خبره په خوست ولايت کې د پوهنې په برخه کې زيات کار شوى او لا هم ولايتي اداره د فکري رغونې په موخه دپوهنيزو مرکزونو جوړولو او اکمال ته ځانګړي لېوالتيا لري.ده ژمنه وکړه، چې د کوچيانو د مشرانو هغه غوښتنې چې د پوهنې په برخه کې يې د ولايتي ادارې څخه وکړې،پوره تلاش به وکړي، چې ټولو ته يې په لنډ وخت کې رسېده ګي وشي.
خوست والي د کوچيانو او ټولو قومونو څخه غوښتنه وکړه، چې د ټولو هغو کسانو،ډلو او کړيو په وړاندې يو موټى شي، چې د پوهنې،پرمختګ،تمدون،سولې،ثبات او رغونې پرضد ناوړه کړنې يا منفي تبليغات ترسره کوي،ترڅو دخوست اصلي انځور چې ډېر خلک هڅه کوي، چې په مرکز کابل او نورو ولايتونو کې يې خورا تت معرفي کړي،زيانمن نه شي.
د ولايتي شورا ريس سېدکريم خان خاکسار په خپلو خبرو کې کوچيان د هېواد ساتنې او دفاع په لاره کې خورا قهرمانان وبلل، خو پدې يې خواشيني وښوده، چې د علم له ستر نعمت څخه بې برخې دي، نوموړي په کوچيانو غږ وکړ، چې له شته امکاناتو او فرصت څخه سالمه ګټه پورته کړي او په خپلو اولادونو او ماشومانو زده کړې وکړي، ترڅو دغه ستر کمى چې د علم نشتوالى دى، پوره او له دې وروسته هېچا ته په هېڅ برخه کې محتاجه نشي.
خاکسار د ولايتي شورا په استازيتوب د خوست د ولايتي ادارې مننه وکړه، چې د نورو قومونو ترڅنګ يې د کوچيانو ستونزو ته هم رسېده ګي کړي او هغه امکانات يې د کوچيانو لپاره مهيه کړي دي، چې ولايتي اداره يې په لاس کې لري.
له هغې وروسته خوست والي عبدالجبارنعيمي،د ولايتي شورا ريس سېدکريم خان خاکسار او د همدې شورا وکيلانو،د پوهنې ريس انجنيربخت نور بختيار،د کوچيانو لېسې ښوونکو او په خوست ولايت کې د کوچيانو د قوم لسګونه مخور مشران د نوي جوړې شوې ودانۍ د بېلابېلو برخو ليدنه وکړه او دا ودانۍ يې د پټۍ په پرېکولو سره رسماً ګټې اخېستنې ته وسپارله.
ولايت مقام مطبوعاتي دفتر
١٧-٦-١٣٩٣