
د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي د زعفران کارانو سرارسري ټولنې په پنځو ولایتونو کې پر زعفران کارانو د دغه نبات د وچولو وسایل وېشلي دي.
د کرنې او مالدارۍ د وزیر محمد اصف رحیمي پر رسمي فیسبوک پاڼه په خپرو شویو معلوماتو کې ویل شوي چې دغه وسایل د کابل ښار په بادام باغ فارم کې د کندوز، سرپل، بلخ، وردګو او پروان ولایتونو د زعفران کارانو د ټولنې مشرانو ته ورکړل شوي دي.
د کرنې وزیر ویلي چې په دغو وسایلو کې د برېښنا د تولید جنراتورونه، د وچولو برېښنايي ماشینونه، ځانګړې جامې، سپین رخت، قابونه، غلبېلونه، بتنوسونه، دستکش، ټکورۍ، ماسک او پنسونه شامل وو.
د افغانستان د زعفران کارانو د سراسري ټولنې مشر سید عبدالواحد وايي: « دغه وسایل د پنځو ولایتونو د زعفران کارانو د ټولنو مسئولینو ته وسپارل شول، تر څو بزګر وکولای شي په مرسته یې د خپلو زعفرانو محصولات په مسلکي ډول راټول او بسته بندي کړي.»
د افغانستان د زعفران کارانو ټولنه په هرات ولایت کې ده. په دې ټولنه کې د هېواد له ۲۴ ولایتونو څخه ۱۶ شرکتونه او ۲۸ ټولنې غړیتوب لري چې د زعفرانو د پروسس او استفادې په برخه کې د پرمختللو وسایلو د کارونې په اړه خدمات وړاندې کوي.
سره له دې چې په هېواد کې د زعفرانو کر په وروستیو کلونو کې دود شوی؛ خو اوسمهال د هېواد له مهمو کرنیزو محصولاتو شمېرل کېږي.
له دې کبله چې بیه یې تر نورو کرنیزو محصولاتو لوړ ده، دغه بوټي ته د کوکنارو د ښه بدیل په سترګه هم کتل کېږي.
له «هميانۍ» نه په مننې سره.