دخوست-ګرديز دپاتې ٢٥کيلومتره سرک دجوړيدو چارې پيل شوې

 
نېټه :١٦-٦-١٣٩٣
 
نن ورځ د يو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې دخوست-ګرديز د پاتې ٢٥کيلومتره سرک د اساسي جوړيدو چارې د (32,7) ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت سره دخوست والي عبدالجبارنعيمي له لوري دپټۍ په پرې کولو سره په دوه منده ولسوالۍ کې پيل شوې ، په همدې موخه جوړو شويو مراسمو کې دخوست والي ترڅنګ، دولايتي شورا رئيس سيد کريم خاکسار ،دلومړۍ پلې لوا قوماندان بريدجنرال محمد ناصر هدايت ،امنيه قوماندان مل پاسوال فيض الله غيرت ،دملي امنيت رئيس جنرال محمد حسن شهيدزوى ، دخوست ولايت دټولو ولسواليو ديني علماوو ،مخورو مشرانو ،دمدني ټولنو غړو او ګڼ شمير دسيمې اوسيدونکو ګډون کړى وو.
خوست والي دخپلو خبرو پرمهال دخوست ګرديز دسرک دپاتې برخې اساسي جوړيدل د خوست د ادارې او دلويې  پکتيا د ټولو ولسونو اساسي غوښتنه ياده کړه او دغه سرک يې دافغانستان په کچه يو مهم تجارتي او ترانزيټي سرک وبللو ،نوموړي وويل چې دخوست ګرديز سرک په تجارتي ،اقتصادي ،امنيتي او ټولنيز لحاظ  دافغانستان دخلکو او په ځانګړې توګه دلويې پکتيا او خوست ولسونو لپاره سترې ګټې لري.
عبدالجبارنعيمي وويل ولايتي اداره د خوست د ولسونو دپرلپسې غوښتنو او دهېواد دجمهور رئيس جلالتماب حامد کرزي دځانګړې توجه په اساس په دې بريالۍ شوه چې د ياد مهم سرک د پاتې برخې دجوړيدو لپاره بودجه پيدا او کار پرې پيل کړي.دا يې هم وويل چې باج اخيستنې ،قومي سيالۍ ،دپرمختګ د دښمنانو شتون او دقرارداديانو لوبو ددغه سرک ټولې چارې څو کاله په پرلپسې توګه وځنډولې چې دخوست ولسونه يې له سختې خواشينۍ سره مخامخ کړي وو.
نوموړي وويل دد غه مهم تجارتي او ترانزيټي سرک پاتې ٢٥کيلومتره سرک  دامريکا دمتحده ايالاتو د حکومت او خلکو په مرستې سره د (32,7) امريکايي ډالرو په ارزښت سره په ١٨مياشتو کې جوړيږي چې ٨کيلومتره يې دخوست او نور پاتې يې دپکتيا په ساحه کې تير شوى دى ،خوست والي د دې يادونه هم وکړه چې ددغه سرک په مسير کې به د ٥٠مترو  په اندازه سره دوه لوى پلونه ،١١٠پلچکونه او په ٦٧ځايونو کې د١٨٢٣مترو په اندازه استنادي ديوالونه جوړ شي.
خوست والي د خوست او پکتيا ولايت له ټول ګټو چارو رياستونو وغوښتل چې ددغه سرک چارې ترجدي څارنې لاندې ونيسي ترڅو دغه مهمه او اساسي پروژه په ښه کيفيت سره پلې او ګټې اخيستنې ته وړاندې شي ، دپروژې له پلي کوونکو شرکت يې غوښتنه وکړه چې د سرک چارې په منل شويو معيارونو په ټاکل شوي وخت کې تکميل کړي.
عبدالجبارنعيمي د امريکا دمتحده ايالاتو دخلکو او حکومت له ټولو مرستو څخه د زړه له کومې مننه وکړه او هم يې ترې وغوښتل چې په خوست کې دنورو اساسي پروژو په پلي کيدو کې هم مرستې وکړې.
دخوست ولايت ګڼ شمير مشرانو هم په خپل وار سره د دغه سرک دجوړيدو پر اهميت باندې دخبرو ترڅنګ ژوره خوښي څرګنده کړه ،په دې برخه کې يې دخوست د ادارې د پرلپسې تلاشونو ستاينه وکړه ،حکومت ته يې ددغه مهم سرک دکارونو په تکميل او دامنيت په ساتنه کې دهراړخيزه ولسي همکارۍ ډاډ ورکړ ،په همدې مراسمو کې ګڼ شمير مشرانو پر يوشمير وزارتونو باندې په دې خاطر سختې نيوکې وکړې چې خوست ولايت ته  داساسي پروژو د پلي کيدو په برخه کې اساسي توجه نه کوي.
دمراسمو په وروستيو کې  دخوست والي عبدالجبارنعيمي له لوري چې ګڼ شمير دولتي چارواکو ،ديني علماوو ،مخورو مشرانو او ځوانانو يې ملتيا کوله دپټۍ په پرې کولو او دبنسټ د ډبرې په اېښودو سره  دپاتې ٢٥کيلومتره سرک دجوړيدو چارې پيل کړي.
واکمن