
دا څرنګه لیکوال دی چې د قلم او د خپلې خولې په عفت نه پوهیږي، (وخانده چې نړۍ درته وخاندي) د ماشومانو لپاره د ټوکو او ټکالو کتاب دی د ادبي لیکنو پر ځای یې بې ادبه لیکنې کړي دي، داسې بې ادبه لیکنې چې موږ ماشومان یې په لوستلو شرمیږو، اصل خبره خو داسې وه چې زما دوې کوچنۍ خویندې(پښتنه او ولوله) چې د دوهم ټولګي زده کوونکي دي، نام خدای، ښې تګړه او کتابونه لولي، پښتنې او ولولې په منډه منډه، نوموړی کتاب یې زما پلار ته راوړ،په قهر او حیرانۍ سره یې ورته وویل:(بابا، بابا ! په دې کتاب کې یې ټولې بې ادبې کیسې لیکلي دي، دا کتاب وسوځوو؟)
پلار مې ورته وویل: نه نه مه یې سوځوی، څه ډول بې ادبه لیکنې په کې لیکلي دي؟ تاسې یې راته ولولئ.
پښتنې او ولولې په غبرګ غږ وویل: مونږ یې نه شو لوستلی شرم دی!
پلار مې ورته وویل: راوړه چې زه یې ولولم، کله چې زما پلار د کتاب ځینې برخې ولوستلې نو موږ هلمند او پیوند چې دواړه د شپږم ټولګي زده کوونکي یو دنده راکړه چې په نوموړي کتاب باندې نیوکه ولیکو او روهي ویب پاڼې ته یې واستوو،ددې کتاب څو بې ادبه برخې محترمو لوستونکو ته وړاندې کړو، قضاوت تاسې وکړئ:
مچلوغزه
یوه سړي ته ډېر درد ورغلی ؤ او په غوسه ؤ، په دې وخت کې یې یو مچلوغه هم په لاس کې وه یوه هلک پوښتنه ځنې وکړه چې دغه مچلوغه له څه شي څخه جوړیږي؟ سړی په غوسه ورته وویل د مور د (...) څخه دې جوړیږي، دې هلک چې مور نه درلوده او میره یې درلوده نو ورته ویې ویل چې د میرې د (...) څخه دې نه جوړیږي؟ (د کتاب ۷ مخ)
ددې په څو چنده بدې کنځلې چې حتی یو کوڅه ډب یې هم په کوڅّه کې نه کوي ده په کتاب کې لیکلي دي او د لیکوال نوم یې هم پیر محمد باوري دی.
همدا رنګه نوموړی لیکونکي پخپله د کتاب په سریزه کې وایي:
او په خپله اقرار کوي: داسې خلک هم شته چې ټوکه یو بې معنا او بې ادبي بولي، حال دا چې ټوکه او طنز عین ادب...
ما ټوکې ډیرې ساده او روانې لیکلي دي، ادبي اړخ مې هیڅ په پام کې نه دی نیولی.
ښاغلی پوهان ډاکټر محمد حسن کاکړ د کتاب په سریزه کې لیکلي دي او وایي چې: «تر هغه ځایه چې ماته معلومه ده باوري لومړنۍ پښتون دی چې په دغه نوښت یې لاس پورې کړی دی.»
کله چې ددې کتاب سریزه زما پلار ولوستله ویې ویل: د کاکړ صاحب له لیکلو داسې ښکاري چې دغه کتاب یې نه دی لوستلی او د لیکونکي یو بل کتاب چې ددې کتاب څخه وړاندې خپور شوی دی لوستلی دی که چیرې کاکړ صاحب دا کتاب لوستلی وای نو هیڅ کله به یې پر دا ډول کتاب باندې سریزه نه وای لیکلي ،ځکه چې ادبي لیکنه نه ده!»