
وا مو وريدل چي دې دفاع وزرات لوړ پوړي چارواکي ډګروال عنايت بارک چي دهغې پلاويغړي و چي دهيواد استازيتوب يي د ناتو په سرمشريزه غونډه کې کولو ځان د کوربه هيواد پوليسو ته تسليم کړ!!
دا و زموږ د دفاع د وزير په مشر تابه ډلګي ظرفيت، کفايت، مديرت او هيواد ته ژمنتيا ! دا هغه کدرونه دي چي دهيواد دفاع ، امنيت او ځکمني بشپړتيا يي پاز دي ، دا وو زموږ د اړ هيواد د استازو ګډون د نړي د زبر ځواکو هيوادو په سرمشريزه غونډه کي ! دا د دفاع د وزير ظرفيت ،کارپوهنې ، استعداد ،مديريت ، د کدرو غوراوي بيلګه ده. دا هغه کسان دي چي نه يوازي د دې هيواد مادي شتمني يي لوټ کړي بلکي زموږ د هيواد معنوي شتمني سره يي تل داسي لوبي کړي. دا هغه کسان دي چي ددولت لوړې څوکي، امتيازات، شهرکونه، بي شميره پانګي ، کورونه ، غصب کړي ځمکي ، دولتي قرادودنه ،تحصيلي بورسونه يي ونډي دي. دوي کله هم د هيواد، قانون ، ملي ګټو، ملي ارزښتونو ، بيرغ ، تاريخ ته ژمن نه دي .
د دوي ځيني کړي په ديره سپين سترګى په هر څه ملنډي وهي او د رسنيو له لاري په وار وار د هيواد په نامه او تاريخ تقلبي ټاپي لګوي او موږ ټول يي اورو. هو د دوي ژمنتيا يوازي ځان، او ډلگي ته ده کله چي ونډي نه وي نو شنه او نارنجي ويرونه او بلواګاني جوړوى، ولس تهديدوي، اود باج غوښتني په نامه هري بيشرمي ته چمتو دي . دوي ګرم نه دي ځکه ځانمننه ددوي شعار دي خو ګرم دا ملت دي که موږ يو ويښ ملت واي : موږ د هر، مامور، کارګر، پوليس، سرتيري ، ښوونکي ،داکتر، والي ، څارنوال ،قاضي، وکيل، ريس، ديپلوماټ، وزير او ولس مشره صداقت او کار غوښتي واي دوي به هم د محاسبي احساس کړى واي ! آيا حضرت عمر فاروق د خپل زوي سره د امارت په ځمکه روزل شوي آس محاسبه و نکړه ؟ ورته وويل دا آس ځکه تر نورو آسونه توپير لري چي د امير د زوي آس دي ! زوي را وغوښت چي آس وپلوره او يوازي هومره پيسي دي چي لومړي سرکي په رانيول ورکړى واخله باقي د بيت المال ته وسپاره . که زموږ د چارواکو سره دداسي محاسبي انديښنه واي دوي به همداسي د ملت دسرمايي سره داسي چلند کړي وو ؟ داسي به يي په سپين سترګي د خپل ژوند توپيرونه د ملت د نورو وګړوسره بربنډ کول ؟ آيا د هيواد کي ددوي ، ددوي د پلرونو او اجدادو شتمني د چا له سترګو پټي وي ؟ دا ماڼى ، دا سازو سامان د حلالو دي ؟ نه دا ټول د خيانت بيلګي دي دا ټول زموږ د مړو ايمانونو بيلګي دي دا يوازي د ارباب امورو د خطا او غبن نښي نه دي . دا زما او ستا د سست ايمان رغنده بليګي دي !! هو که دا چارواکي زموږ له مړو او ويده وجدانو نه ډاډ نه واي داسي جرۀت يي کله نشو کولاي چي يا يي خپله وخوري او يا داسي کسان وګوماري چي د ملت مال تلف کړي ، دملت عزت ، افتخار او ارزښتونه لوټ کړي . بارک او ټول دده په څيرکسان خپلواک دي چي هر چيري چي وغواړي استوګنه غوره کړي. مګر دا راته ووايي چي د کوم بل هيواد ديپلومات او پوځي لوړ پوړي چارواکي په رسمي استازيتوب داسي کار وکړي . دا به غداري او ملک ته غبن حساب نه شي ؟ آيا دا کسان چي فراغت کي په قران پاک لوړه کوي داسي وايي چي د هر فرصت نه به شخصي ګټه پورته کوي ؟ که داسي وي نو د لوړې لفظنامه بايد فورمول بندي شي چي په زغرده د ملت منافع په کي خوندي شي ! دا ۱۳ کاله چور ، تالان په افغانستان کي بساري دي او ورسره د ا د بارک غوندي چلند هم نوي نه دي . خو دهيواد په قوانينو کي هيڅکله ورته د مخنيوي تدابير نه دي نيول شوي. محصل د دولت په پيسو تحصيل ته بهرنيو هيوادو ته ځي بيا نه راځي، چارواکي د کاري وړتيا لوړلو ته ځي بيا نه را ځي ، ديپلومات ځي بيا نه راځي ، پوځي کارپوه ځى بيا نه راځي ! کله چا ددولت څخه پوښتنه کړي آيا دا ډول چلند د هيواد په اړيکو څه نا وړه اغيزه کوي ؟ ولي دولت ور څخه تضمين نه غواړي ؟ حتي که نغدي جريمه وي د مالي صدمې څخه خو چي ټول ملت ته متوجه ده به مخنيوي شوي وي . ځکه که ملت جوړونه مو لومړني اړتيا ده نو هغه خو په داسي فراري کسانو نه کيږي ! اي کاش راتلوونکي حکومت دي ستونزې ته متوجه شي او د هغو کسانو لست له ملت سره شريک کړي چي داسي غبن يي زموږ له هيواد سره کړي. څه د محصل په نامه ، وکيل په نامه ، د چارواکي ، او ديپلومات په نامه ! الله دي وکړي چي موږ نو نور د دې شرمناک خوبه ويښ شوو او محاسب دي حکومت واوسو اود خپلسريو مخه ونيسو او چارواکي د ملت خادم نه مالک وګنو. او هر يو چي په خدمت کي پاتي راشي ، صداقت يي شکمن شي محاسبي ته يي راجع کړو او د دوام په حالت کي ورنه کار واخلو . د غښتلي او وياړلى پرخپل پښو ولاړ هيواد په هيله .