خوست كې د نجونو زده كوونكو د استعدادونو د ارزونې  په موخه د ليسوترمنځ د زده كړو سيالۍ وشوې

په خوست ولايت كې د نجونو زده كوونكو د استعدادونو د ارزونې او روزلو په موخه د څلورو ليسوترمنځ د زده كړو سيالۍ وشوې، د پوهنې مسوولين وايي چې په سياليو كې د هرمضمون پوښتنې كيدې او د پاى سيالۍ ته يې څلرويشتو نجونو لاره پيداكړه، د دوى په خبره چې دا ډول سيالۍ به نجونې نورې هم زده كړو ته وهڅوي، د سياليو ګډونوالې نجونې له دولت غوښتنه كوي چې د ولايتونو په كچه دې هم دا ډول سيالۍ جوړې كړي.  په همدې مهال په بي بي حليمه لېسه کې د جوړو مراسمو كې د خوست والي عبدالجبارنعيمي د خوست پر اوسيدونكوغږ وكړ چې د خپلو ماشومانو راتلونكي ته پاملرنه وكړي او په لارو كوڅوكې يې د خوشي وخت تېرولو پرځاى زده كړو ته راوبولي او د خوست د پوهنې ريس وايي چې داسيالۍ درې مياشتې وړاندې د نجونو د څلورو ليسو څلورسوه ممتازو نجونو ترمنځ پيل او د پاى سيالۍ ته يې څلرويشت  نجونو لاره پيدا كړه، ده زياته كړه  دا لومړى ځل دى چې د څلورو ليسو نجونې د زده كړو په سيالۍ كې سره را ټوليږي او په هرمضمون كې شويو پوښتنو ته ځوابونه وركوي.
بي بي خديجې لېسې زده کوونکولومړى ځاى خپل كړ، دوى دا ډول سيالۍ د زده كړو او په ځانګړي ډول د نجونو لپاره ګټور بولي او له دولت غواړي چې د ولايتونو په كچه دې  د زده كوونكو د ارزونې سيالۍ جوړې كړي .
، د خوست د پوهنې رياست مسوولين وايي چې اوس مهال د خوست په ټولو ليسواوښوونځيو كې دوه سوه نوي زره زده كوونكي پر زده كړو بوخت دي چې له دې ډلې يې نږدې سل زره نجونې دي.