
هسې خو چې د افغانستان نوم سړى اخلي فكر كوي چې د مرګونو، وژنو او پېښو ځاى.
خو هيچاهم دا ونه ويل چې دا ولس څوك وژني، څوك يې په ستونزو كې اچوي، څوك او په څه ډول وسلې وركوي، د چالپاره جګړې كوي چاته يې ګټي او څوك پكې وژل كيږي؟؟؟
له څلويښتوكالونو راپدې خوا زموږ پر ولس يا روس بمباري كوي، يا امريكا او ياهم پاكستان او ياهم نور، اوس هم چې خپله سيمه كې له ځينو داسې كسانو چې په ماشومتوب كې د پلار اومور له درنې سيورې بي برخې شوي وي، پوښتنه وكړې چې د كورنۍ غړي مو څنګه له لاسه وركړي، هغوى به ضرور وايي چې پرموږ روسانو بمبارې كړې وه، دا ډول په هره سيمه كې په زرګونو پېښې شته، افغانستان ته د امريكايانانو په راتلو كې هم دا ډول چارې پيل شوې، كله به د مړي پرجنازو بمباري كيده، كله د وادونو پر ګډونوالو او كله هم په لارو او كوڅوكې عام ولس چې ډېرې يې ښځې او ماشومان وو، په ورته ډول بمباريو كې وژل شوي او ياهم داسې سخت معيوب شوي چې او تراوسه يې بيا ښه ورځ نه ده ليدلې.
افغان ولس ګاونډيو هيوادو نو او پاكستان ته د روسانو د سرو لښكرو د لاسه كډه كولو ته اړ شو، چې خپل كورنه او مينې يې پريښې وې او په كلونو، كلونو يې هلته په بدو شرايطوكې ژوند تېر كړ، خو دغه كړيدلي ولس دا هيله درلوده چې د الله په دربار كې يې ښې ډېرې نيكۍ وګټلې ځكه د اسلام په نوم له كفارو كډه شوي او په همدې سبب له ستونزو سره مخ شوي او ستونزې ګالي .
خو د افغان قوم بل مټ چې په كوزه پښتونخوا كې دى، د دغه ملت په شان او يا له دې هم په ډېر بد حالت كې دى، دوى د كفارو پرځاى د اسلامي پوځ لښكرو لخوا تر بريدونو لاندې نيول شوي او وژل كيږي او كډه كولو ته اړ شوي، دا هيله يې نشته چې د الله په لاره كې يې هجرت كړى، مهاجر شوي او الله پاك به يې په بدل كې اجرونه وركړي.
د كمونستانو او مجاهدينوترمنځ د مبازرې او جهاد پرمهال چې كله خوست د مجاهدينو په لاس فتحه شو نو اوسيدونكي يې د مجاهدينو لخوا چور شول او د هغوى كورني مالونه او دولت يې ترې غنيمت كړل او ان ټولې دولتي شتمنۍهم لوټ شوې او ډيرى مجاهدين په خوست كې د خوست والو په كورنو كې د هغو كورنيو توكو په راټولو بوخت شول چې خلكو له ويرې پريښي وو، او هغوى د مرګ له ويرې ترې په سر وتلي وو، خو بياهم هغو خلكوسره د هغه مهال دولت وفا ونه كړه، كله چې پاكستان ته پرلارو وو، په ډېرو ځايونوكې پرې بمبارۍ وشوې، او سخت يې وځپل.
همداسې دا وزيرستانيان هم درواخله، دوى چې تراوسه يې پاكستاني پوځ ته سلامونه كول او هغوى پاك فوج باله، اوس پرې بمباري كوي او كورونه پرې ورانوي، خوست ولايت ته چې څومره وزيرستاني راغلي، ټول يې د پاكستان پوځ د ظلم او ستم له لاسه راكډه شوي دي، د تېرې جمعې په ورځ د خوست ښار ختيځ ته د لكڼو په سرحدي سيمه شينكۍكې د پاكستاني پوځ چورلكو هغه مهال بمباري كړې چې د وزيرو كډوالو ډك موټر دې غاړې ته را تلل، د وزيرستانيانو په جم كې هغه كوچيان هم بمبار شول چې پولې ته څېرمه په خيموكې پرته وو، په بمباركې د كوچيانود درو كورنيو اته ميرمنې اوه ماشومان او يوځوان ټپيان شوي، دوه موټر او د كورونو ټول توكي هم سوځيدلي دي، د خوست په ملكي روغتون كې ماشومان داسې بي هوشه پرته دي او ميندې يې سرونو ته ناستې دي چې هيڅ په ځان نه دي خبر، پرماشومانو د لوبو پرمهال بمباري شوې او د لوبو پرمهال ټپيان شوي او بي هوشه دي اوس د روغتون پركټونو همداسې پرته دي او فكر كيږي چې دغه ماشومان به خپل ذهن كې ځانونه په لوبوكې بوخت ويني.
زموږ د روغتون مسوولين وايي چې دوى ته يې پنځلس ټپي شوي كوچيان راوړي او په ورستۍ برخه كې دا هم ووايي چې درې وزيرستاني ټپيان هم راوړل شوي دي چې ټول اتلس كيږي ډاكټران پسې زياته وي چې پنځه نور وزيرځوانان د ښار شخصي روغتونو ته ځكه وړل شوي چې هغوى په مرګوني حالت كې وو، داسې انګيرل كيږي چې دا خو هسې هم وزيرستاني دي او له پولې بلې غاړې اوسيدونكي دي، پروانه كوي.
خو د روغتون په يوه كوټه كې پر يو كټ پرتو دوو ماشومانو ته پښتانه كوچۍ مور ناسته ده او بل لوري كټ كې وزيرستانى ماشوم پروت دى او سر ته يې پښتانه وزيره مور وير كوي.
ټول يو ملت دى كنه، څوك پدې خبرې نه كوي چې پر دوى بمباري كول جواز لري او كنه خو چارواكي وايي چې دوى پدې برخه كې پر پلټنو بوخت دي چې پاكستاني پوځ بمباري له ډيورنډ پولې دې غاړې ته كړې او كه هغه بل لوري ته.