
رایې د نړیوالو معیارونو له مخې سمې تفتیش او بیا وشمېرل شوې. دا بهیر ډېر روڼ (شفاف) ترسره شو، ځکه زه په خپله تر پایه په کې وم، نو د هیڅ تقلب او بدګمانۍ شک باید پرې ونه شي.
د رایو د هر صندوق لپاره ګڼ څارونکي او کتونکي موجود وو، لکه:
دوه د کمیسیون کارکوونکي
د هر نوماند یو یو څارونکی
د اروپایي ټولنې یو بهرنی څارونکی
د ډیموکراسي انټرنیشنل (چې د امریکایانو استازولي کوي) یو بهرنی څارونکی
د فیفا څارونکی
د تیفا څارونکی
د شکایاتو کمیسیون څارونکی
د ملي مشارکت څارونکي چې هرو دریو صندوقونولپاره یو څارونکی راتلو
د ملګرو ملتونوګرځنډه استازی او ورسره د کمیسیون سوپروایزر
د هر نوماند سوپروایزر چې د اړتیا پرمهال دواړه سوپروایزاران راغوښتل کېدل
د رایو هر صندوق د یادو کسانو له نظره تېرېده او په پای کې به ټولو لاسلیک کولو چې رایې سمې یا ناسمې دي یا د کوم نوماند څومره رایې باطلې شوې. په اخر کې به د پایلو او چک لېست لاسلیک شوې او منل شوې پاڼې یوه یوه کاپي د دواړو نوماندانوڅارونکو ته ورکول کېده. دواړو نوماندانو به د ورځې په پای کې پایله تر لاسه او په خپل ډیټابیس کې به یې خوندي کړه. یانې هر نوماند به د هرې ورځې راپور تر لاسه کاوه چی څومره رایې پاکې دي، څومره ستونزې لري او یا باطلې شوې دي.
د عبد الله عبد الله ټیم د څارونې مشري ملا معنوي کوله، هره ورځ د ډاکټر اشرف غني د رایو د باطلولو لپاره له یو نوي فرمایش سره راتلو، د ملګرو ملتونو استازو هم د هغه فرمایش منلو، خو پروسه ډېره شفافه وه، ځکه یې نو ټولې هڅې بېکارې شوې.
د ځانګړو صندقونو د تفتیش فرمایش هم د ده وو چې پروسه یې وځنډوله او بالاخره یې دا فرمایش هم ومنل شو، ځکه د هر نوماند له خوا ۳۰۰۰ صندوقونه د ځانګړي تفتیش لپاره انتخاب شول چی ټول ۶۰۰۰ شول. په پروسه کې به هره ورځ دعوې او جنجالونه وو.
دا سمه ده چې د تفتیش په پای کې به یو څه رایې باطلې اعلان شي، خو دا په حقیقت کې د افغانانو له رایو سره جفا ده، ځکه اکثر رایې خصوصاً هغه چې د مشابه نښې په پلمه باطلې شوې دي، یوازې او یوازې یوه دسیسه ده. اکثره سمې رایې یې د ټاکنو د پایلو د بدلولو په موخه باطلې کړې. که په کوم صندوق کې به له شلو زیاتې مشابه رایې راووتلې، هغه به یې بیا شمیرلې، او ۸۵ سلنه رایې به یې له مشابه رایو څخه باطلولې. زه د دغې فرمولې له تطبیق سره موافق نه وم او دا فرموله د دواړو نوماندو د رایو په حق کې ظلم وو.
د دغې ستړې پروسې په پای کې دواړو نوماندانو خپل مخونه په هنداره کې ولیدل. کله چې د رایو پایله له ۶۰ سلنو پورته شوه او کوم ځانګړی توپیر په کښی رانغلو، نو ملا معنوي جنجال شروع کړو او داسې فرمایش سره راغلو چې په هیڅ کتاب او قانون کی نه مننونکی وو او یا نه منم. د ځانګړي تفتیش په پایله کې د عبد الله عبد الله ټیم ۱۱ سلنه رایې باطلې شوې او د ډاکټر اشرف غني ۱۰ سلنه. ملا معنوي د ځان د خلاصون لپاره ۲۴ ساعته وخت وغوښتلو، ویل یې که غوښتنې مو ونه منئ، نو موږ له پروسې وځو. سبا یي د عبد الله عبد الله ټیم یو څارونکی هم رانغلو پروسه تر غرمې وځنډېده. د ماسپیښین ورورسته ملګرو ملتونو له ډاکټر اشرف غني ټیم څخه وغوښتل چې تاسو هم خپل څارونکي مه را استوئ، څو پروسه د ملګرو ملتونواو نور څارونکي ترسره کړي.
نو لنډه دا چې د رایو د پلټنې بهیر روڼ او معیاري ترسره شو، خو ما دمخه هم په فیسبوک کې لیکلي وو چې که پایله د عبد الله عبد الله په ګټه نه وي، نو دوی حتمی تښتي او همداسې وشول. اوس د دې پروسې پایله د ملګرو ملتونو، امریکا او اروپایي ټولنې په غوښتنه پیل شوې او دوی باید وروستۍ پایلې له کمیسیون سره په ګډه اعلان کړي او په خپل مسولیت باید عبدالله عبد الله ته قناعت ورکړي او ډاکټر اشرف غني کټونکی دی او اولس رایې پاکې دي.
د پایلو له اعلان وروسته باید دوی له ولس څخه له دې امله بښنه وغواړي چې د دوی رایو او ملي حماسې ته یې سپکاوی کړی او دا ملي حماسه یې د تقلب په نومونو تورنه کړې وه او وروسته دې بیا هم له ولس څخه ځکه بښنه وغواړي چې دا څو میاشتې یې هېواد او ولس له اقتصادي او امنیتي ستونزو سره مخ کړی وو، دا عظیم ملت دی، دې عظیم ملت تل په مقابل لوري د بښنې لورینه کړې، خو که چېرې دا ډله خپله پړه او ملامتیا ونه مني، نو ولس به له دوی څخه د تل لپاره مخ واړوي، کرکه او نفرت به ځنې وکړي. همدارنګه د عبدالله عبدالله ډله باید د ملت نوماند د ډاکټر اشرف غني احمدزي بریا په ماته غاړه ومني او ولس ته د دغه مناسب انتخاب او هغه ته د رایو ورکولو مبارکي ورکړي.
شهزاد اریوبی