د ملنګ خبره

    يوه ملنګ راته په خوب كې دا خبره وكړه
اول د خداى له بنده ګانو سره مينه وكړه
بيا به په مينه د خداى مينې ته ورورسېږې
جانانه
تا ته دا خبره كوم
راځه له يو بل سره مينه وكړو
بيا به وزر پيدا كړو
د دوو ســــركشو ګــــوربتانو په څېر
د خداى د مينې دنګې څوكې ته به
په يــــوه ګډ پرواز كــــــې ورســېږو.