
لومړى کيسه: نا پوهه موږک او پيشو
ونه ؤ په يو کلي کې يو موږک ؤ، چې دې به هره غرمه غوښتل چې د ځان لپاره خواړه تيار کړي خو هلته داسې نه وه چې خواړه په خورا اسانى لاس ته راوړي هغه به د خوړو په سر له نورو موږکانو سره لانجه او شخړه کوله او خپل خواړه به يې لاس ته راوړل، او دا موږک د سپين په نوم مشهور ؤ.
يو سړئ غوښتل يې دا ښار له موږکانو او نورو حيواناتو څخه پاک کړي، دوى به د دې په لټه کې وو چې کورني حيوانات يعنې پسه، غوا،خر... او داسې نور په کورونو کې پريږدي نور د ښار هر يو حيوان له دې ښاره لرې ښار ته وليږدوي او په ځنګلونو او يا په دښتو کې يې واچوي. ټول حيوانات يې له موږکانو سره بل ښار ته وليږل، دې حيواناتو به په ډېر نارامۍ سره يې خپل ژوند هلته پر مخ بولو. يوه ورځ ټول ډېر وږي وو او داسې خواړه هم نه وو چې دوى يې وخوري دوى ډېر وږي او تږي شول د يو شتمن سړي پيشو په يوه ښايسته باغ کې ناسته وه او په خوراک لګيا وه شيدې او نور شيان يې خوړل موږکانو پريکړه وکړه چې هغه ته ورشي او خواړه ترې په ډېر خورا مهارت سره غلا(چور) کړي په پاى کې سپين موږک د دوو نورو موږکانو سره يو ځاى هلته ورغلل د پيشو پام بلې خوا ته ؤ سپين موږک له ډېرې خوشحالۍ نه ددې پر ځاى چې کيک وتښتوي په همغه ځاى کې يې په کيک د خوړلو شروع وکړه پيشو ورته پام شو او په پنجو يې ونيوه او خولې ته يې کړ.
دويمه کيسى:عيسوى جنرال او شهزاده
ونه و، په يوه ډېره لويه امپراتورۍ کې يو مسلمان پاچا ؤ چې ده يو زوى درلوده چې يونس نوميده او پاچا هم صالح نوميده. د دې پاچا يو جنرال ؤ چې نادر نوميده او جنرال هم عيسوى ؤ خو په دې څوک نه پوهيدل چې هغه يو شرابي، يو خاين او بې اخلاقه انسان دى.
يوه ورځ صالح ټول وزيران را غوښتي وو او د يوې مهمې مسئلې په اړه يې خبرې ورسره کولې. نادر د پاچا په خوړو کې زهر واچول کله چې دا مجلس خلاص شو نو پاچا او نورو وزيرانو په ګډه سره خواړه وخوړل، ټول وزيران ولاړل او شپه وه په دې شپه کله چې پاچا خپلې کوټې ته ننوتو ولويده او مړ شو د ده ښځه هم د کوټې ته د ننولتلو په حال کې وه ګوري چې پاچا په دروازه کې پروت دى ملکې چيغه ووهله او ټول عسکر هلته ورغلل خو يونس په بله کوټه کې ويده ؤ کله چې نادر له دغې خبرې نه خبر شو ويې ويل ملکه ماته راولئ، سرتيرو ملکه هغه ته راوستله ملکې ورته وويل کله چې ورغلم هغه په دروازه کې پروت ؤ.
نادر ملکه د پاچا د مړه کيدو په سبب تورنه کړه او کله چې سهار شو هغه يې اعدام کړله نادر غوښتل چې يونس هم ووژني کله چې هغه کوټې ته ورغلو نو ويې ليدل چې هغه په کوټه کې نشته نادر سرتيرو ته امر وکړ پيدا يې کړى، وروسته له هغې نه نادر پاچاهي په خپل لاس کې واخيسته.
خو موږ نه پوهيږو چې يونس څه شو؟؟؟؟
کله چې سهار وختي هغې د مور اعدامول په سترګو وليدل نو پټ له ماڼۍ نه وتښتيده او ځان يې له هېواد نه وباسلو ډېر وخت وروسته کله چې يونس ډېر لوى شو ده فکر وکړ چې زه د يو پاچا زوى وم غواړم چې اوس هم د پاچا زوى وم. يونس له دې ځايه چې هغه پکې اوسيده بېرته ماڼۍ ته ولاړ خو هغه زلمى شوى او چا بۀ فکر نشو کولى چې هغه د پاچا زوى دى ځان يې په سرتيرو کې ورکړ او کله چې د روژې مياشت ٢٨نيټه وه هغه په ډېر مهارت سره د پاچا کوټې ته ورننوت او ګوري چې پاچا ويښ دى پاچا هم توره راوخيستله او ورته يې وويل څه کوې دلته اې سرتيريه؟
يونس ورته وويل: زه د صالح زوى یم چې له ماڼۍ نه تښتيدلى وم چې سهار مو زما مور په دار وځړوله.
يونس توره د نادر په ورميږ ووهله او له شارګ نه يې وينې روانې شولې.