
د میدان وردګو ولایت په مرکز میدان ښار کې د نشه یې توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت په ۱۵۶۷۲۴۵۵ افغانیو مالي لګښت د معتادینو د درملنې په موخه شل بستریز روغتون د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
دغه روغتون،چې د احاطې دیوال سربیره په ۴۵۰ متره مربع سیمه کې د یوه کال په موده کې جوړ شوی دی،۱۷ خونې،چمن او نور ضروري ملحقات لري .
د معتادینو لپاره جوړ شوي روغتون د ګټې اخیستنې په مراسمو کې د میدان وردګو مرستیال والي ښاغلي ذاکرحسین سلطاني د نشه یې توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت څخه مننه وکړه،چې په دغه ولایت کې په بېلابېلې پروژې پلي کړي .
نوموړی زیاته کړه،د نشه یې توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت له لورې په دغه ولایت کې یو لوی روغتیایې کمپلکس هم په نظر کې نیول شوی،چې ولایتي ادارې ورته ځمکه هم ځانګړې کړې،چې د ولایت مقام او ولسونو غوښتنه هم د دغه کمپلکس د چارو پیل کیدل دي .
د نشه یې توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت مرستیال هارون الرشید شیرزاد د عامې روغتیا وزارت څخه غوښتنه وکړه،چې یاد روغتون لپاره مجهز ډاکټران راوستوي .
هغه زیاته کړه،هڅه به وکړي،چې د دغه ولایت لپاره ټولې پلان شویو پروژو چارې ژر تر ژره بشپړې کړي ترڅو عملي کار پرې روان شي .
په جوړو شویو مراسمو کې د میدان وردګو ولایت د بېلابېلو ادارو د مسؤلینو سربیره په ولسي جرګه کې د ولسونو استازو ډاکټرعبیدالله کلیمزي او مجیدخان هم ګډون کړی وو.
د یادونې وړده،اوس مهال په میدان وردګو ولایت کې د ودان به نوم د معتادینو یو شل بستریز روغتون فعالیت لري،چې ټاکل شوې د روان عیسوي کال تر پایه د نږدې ۵۰۰۰ کسانو درملنه وکړي .
درنښت
عطاالله خوږیاڼی
د میدان وردګو ولایت ویاند