ځوانه ښکاري چې پښتون ېې
هم ددې وطن سړی ېې
موراو پلار اوخويندې وروڼه
به دې هم مسلمانان وي
تا به هم کليمه زده وي
هم به لوستی دې قران وي
ځه منم درسره اوس چې
تا پلورلی به ايمان وي
خو ای ځوانه نه پوهيږم
چې وجدان څنګه خرڅيږي؟
***
ته له دين که ېې اوښتی
په قيصه کې د خدای نه ېې
که مړتد يا منافق ېې
خو بيا هم ددې وطن ېې
لا سړی ېې او پښتون ېې
ما په خوا وو اوريدلي
چې سړی که مسلي وي
بيا به هم پکې غيرت وي
دا چې بيا نو يو پښتون وي
له غيرت نو پور مامور وي
***
خو ته ځوانه ترجمانه
چې دا څرنګه پښتون ېې
وا دا څرنګه سړی ېې؟
ستا په وړاندې صليبيان چې
دچا ورونه په زور مات کړي
پښتنې سپيڅلې پيغلې
او سپين سرې اناګانې
خپله څه چې آن په سپيو
ستا په مخ کې ټولې داړي
ته په غټو ورته ګورې
هۍ افسوس ستا په وجدان شه
بيا افسوس په نارينتوب دې
چې بيا ګير دې څڼيور کړي
چرته غره کې دې حلال کړي
نو دا ټول وطن په وير وي
او رسنۍ وي واړه ډکې
له راډيوو اور وريږي
چې دا څومره ظالمان دي
دا خو خدای که انسانان دي
دا وحشيان دي قاتلان دي
***
خو ای ځوانه زه دا وايم
ځار له دغسې لاسونو
لولپه شمه لوګی شم
ما اوه لټه ترې ځار کړې
چې د ستا په شان د خلکو
په مرۍ باندې چاړې ږدي
***
وروستي