د ژوند سندره



د ګل په څېره کې یوه پټه چوپتیا وه، خو ماته شوه او لوی شور ترې جوړ شو.
په کائناتو کې هم خوارې وارې ازانګې را وبوږنیدې او د سپېداداغ په کمن کې یې وخندل.
د تورې شپې چوپتیا هم بې خته ماته شوه او په افق په بلو بلېنډو واوښته.
د دې هرڅه سره سره ژوند په هیلو او تغیراتو ولاړ وه او د سکڼي ماښام په غېږ کې ګڼو ستورو هم په چوپه خوله د ژوند رنګونو ته په برندو برندو کتل.
د غره په ویړه پایڅه باندې یو ستړی شپونکی هم ویده وه او د خیالاتو په لویه نړۍ کې یې د ژوند په ګونګۍ سندره پسې هڅې کولې، خو بالاخره پدې سندره پسې ویښ شو او د شپېلۍ له اواز سره یوځای یې د ژوند ګونګۍ سندره په زوره زوره ترنم کړه.
پدې سره ډېرې پټې هیلې هم را وسپاړل شوې، د ګل سره غاړه وتې او د کائناتو په لویه لمن کې د نازولي ماشوم غوندې په سوو سلګو وژړل.
  
                                      ۱۳۹۳/۴/۲۹
                          د سرحدونو او قبائلو چارو وزارت 
                             د تحقیق او مطالعاتو ریاست