
راشي د میلمه په نوم بادار جوړ شي
مخکې شیي زمونږ سپه سالار جوړ شي
سره دي او که توراو یا د سپین په نوم
خاورې د افغان ته خریدار جوړ شي
وتړي عهدونه چې دوستان به ېو
راشي زمونږ دوست څخه غدار جوړ شي
لنډ به کړو لاسونه د پردو خلکو
وایي او پخپله بیا اغیار جوړ شي
وایي چی آمنیت او سوکالي راوړو
سم یې د راتګ سره ناتار جوړ شي
غم د غریبۍ به ورک کوو مونږه
وګورئ پخپله بیا مالدار جوړ شي
غلا وکړي د شپې او بیرته لاړ شي نور
ورځ کې زمونږ سر ته چوکیدار جوړ شي
وژني په کوم زور زمونږ بچي چی دوی
ښکاري چې وطن نه مو مزار جوړ شي
یاد ساتئ د روس او د انګریز په شان
خاوره د افغان به درته دار جوړ شي
دعا کړي یادګاري چې مخ تورن به شئ
بیا به هم تاریخ زمونږ یادګار جوړ شي