کوچنۍ ګولۍ، له تصور اوچته ګټه

 
  (امیندوارو او شیدې ورکوونکو میندو ته د کمخونۍ د مخنيوي لپاره د اوسپنې او فوليک اسيد ګوليو ورکول) ابراهیم شینواری

که د یوې امیندوارې میرمنې د بدن اوسپنه پوره وي، او زیږیدلی ماشوم یې د ژوند په لومړیو ۲۴ میاشتو کې کمخونه نشي، د دغسې ماشوم ذهانت (IQ) به تر کمخونه ماشومانو ۲۵ درجې اوچته وي.  لاندې معلومات د همدغه اهمیت له مخې په غور ولولئ او په عملي کولو کې یې مرسته وکړئ.
 
  • اوسپنه څه شی ده او په څه شي کې پيدا کيږي؟
  • اوسپنه یو منرال او د وینې د سرو حجرو اساسي توکى دى، چې د بدن ټولو برخو ته اکسیجن لېـږدوي. اوسپنه په دې خوړو کې پیداکېـږي: ځیګر، شنه سابه لکه پالک، دال او لوبیاګانې (سويابين). چې باید له ښو منابعو په پوره اندازه واخیستل شي.
  • فوليک اسيد
  • فولیک اسید د ټولو حجرو د ودې او پوخوالي لپاره ضروري دى. کمښت یې زیاتره په ماشومانو او امیندوارو ښځو کې د کمخونۍ سبب کېـږي.
    فولیک اسید په ډېرو نباتي خوړو کې شته. د فولیک اسید د کمښت یوه سخته بده نتیجه د ملا د تير زیان دی چې د امیندوارۍ په لومړیو کې رامنځته کېـږي او بېرته نه ښه کېـږي. ځکه فولیک اسید باید د امیندوارۍ په لومړیو ورځو، حتی ترې مخکې پیل شي
    د امیندوارۍ په اومړۍ میاشت کې فولیک اسید کمښت د داسې خطرناکو پيښو سبب کیدای شي:
    spinabifida.jpganencephaly_cdc.jpg
     
  • کمخوني څه شی ده؟
  • له نارمل حد څخه د وینې د هیموګلوبین کمښت ته کمخوني وایي.
    (د ښوونځي تر عمر کمو ماشومانو په یو دیسي ليتر وینه کې له ۱۱ ګرامه کم هیموګلوبین، د ښوونځي د عمر ماشومانو کې تر ۱۲ ګرامو کم، په امیندوارو ښځو کې تر ۱۱ ګرامو کم، او په شیدې ورکوونکو کې تر ۱۲ ګرامو کم هیموګلوبین د کمخونۍ څرګندونه کوي).
  • د اوسپنې د کمښت او کمخونۍ عواقب څه دي؟
  • د نوي زېږون او لومړني کوچنیتوب په وخت کې: د دماغي ـ حرکي سیستم او پېژندګلوۍ په وده کې ځنډ.
  • د امیندوارۍ او زېــږون پر مهال: د میندو او ماشومانو مړینې.
  • په بالغانو کې: د کاري ظرفیت او کاري حاصل کمښت.
  • په هر ګروپ کې: د میکروبونو پر وړاندې د بدن د مقاومت کموالی.
  • ولې اوسپنه په اميندوارۍ کې ډېره ضرور ده؟
  • په امیندوارۍ کې باید مور د خپل بدن او خپل مخ پر ودې ماشوم زیاتېدونکې اړتیاوې پوره کړي، نو ځکه ډېرې اوسپنې ته اړتیا لري. او زیاتره د اوسپنې له کمښت او کمخونۍ سره مخ کیږي.
  • د اوسپنې د کمښت مخنيوی (وقايه)
  • امیندوارې میرمنې باید له اوسپنې څخه غني خواړه لکه ځیګر، د پالکو په شان شنه سابه ، دال او لوبیاګانې (سويابين) وخوري.
    هره امیندواره ښځه باید د امیندوارۍ پر مهال لږ تر لږه د اوسپنې او فولیک اسید ۱۸۰ دانې او د شیدو ورکولو پر مهال ۹۰ ګولۍ وخوري (د ورځې یوه دانه). هره ګولۍ باید ۶۰ ملي ګرامه اوسپنه او ۴۰۰ میکرو ګرامه فولیک اسید ولري.
  • د اوسپنې پـــر جــذب اغېزناک فکټورونه
  • د ويټامین سي ښې منابع لکه د ستروس مېوې (نارنج، لیمو) او  رنګارنګ حیواني او نباتي خوړو لکه ځیګر یو ځای خوړل بدن ته د اوسپنې جذب زیاتوي.
    له غذا سره جوخت د زیات چای یا قهوې څـښل، د زیات فایبر لرونکو خوړو خوړل او ډېر کلسیم اخيستل بدن ته د اوسپنې جذب کموي.
  • د اوسپنې/ فوليک اسید ګټې
  • د میندو د کمخونۍ او د اوسپنې د کمښت مخنیوی کوي.
    د ماشوم د کم وزنه کېدو مخنیوی کوي.
  • د اوسپنې د ګوليو اړخيزې اغېزې
  • د غایطه موادو د رنګ تورېدل، قبضیت، زړه بدوالی او په خوله کې د اوسپنې خوند. چې ژر تیریدونکي دي او د ډېر تشويش وړ ندي.
    ګولۍ تر ماښامنۍ غذا وروسته او تر خوب د مخه وخورئ!
    د ورځې په اوږدو کې زیاتې اوبه وڅښئ!