دغازي امان الله خان ديوې تاريخي خاطرې په لمن كې  (كيسه )

 
دزمري د (۲۸)، دهغې ورځې په وياړ چې په آزادۍ  پيل شوه او په غلامۍ ودريده ...
سلام مې وایه !         
لكه دپخوا په شان نن هم سهار وختي پورته شو. دهغه عادت و، چې سهار به كله وختي له خوبه پورته شو، دسالون په برنډه كې به يې ترډېرو په سپورت باندې ځان بوختاوه.دوې ورځې كيدې چې دچا خبره چرت يې برابرنه و، ځكه هغه بله ورځ چې دروم دښار په مركزي برخه كې هغې ميلمستياته تللى و، هلته يې ددوو وزيرانو دميرمنو دغه خبرې اوريدلې وې:
_ دغه ښاغلى چې زموږ په خوا كې ولاړدى پيژنې؟
_ نه ، داښاغلى څوك دى ؟ ميرمن يې هم خورا ښكلي مالوميږي ...
_ دا افغان واكمن امان الله دى ... هغه يې ميرمن ده، دهغې نوم  شريا (ثريا) دى ...
_ ومې پيژاند داخورا لوى انسان دى،افغانستان همدغه لوى انسان له انګريزانو خپلواك كړ، هوهمدغه لوى انسان ...خوافسوس چې اوس يې هلته په هغه خپلواك وطن كې ځاى نشته ...اوس دلته مساپردى اوپرديس ...
دې خوا ته ده داګردې خبرې يوه يوه واوريدې ... ملكې ثرياهم واوريدې ...
خودده په ذهن كې دغې خبرې چې:
_ افسوس چې اوس يې هلته په هغه خپلواك وطن كې ځاى نشته، يوبل شان اوچت خوځورونكى انځورويوست، له ډېره درده ده هم  دوه ځلې دغه خبره له ځان سره په درد اوسوز تكراركړه:
_ هو، افسوس، چې اوس يې هلته په هغه خپلواك وطن كې ځاى نشته، نشته... هو، افسوس... افسوس ...
نوريېدروم دښار دهغې ښكلې شپې ښكلا، سازونه اوښكلودنڅاوودنازونونرم اونازك شرنګهارنه كتى شو اونه هم اوريداى، ځكه يې ملكې ته سترګې ور واړولې، په خپلوخپلو كتوكې يې يوه اوبل ته حيران حيران وكتل، ملكه ترده په زړه  زړوره وه، سمدلاسه يې ورته وويل:
_ اگه پشت ايي گپا بگرديم ازی گبازياد ميشنويم ...خې چاره چيس ؟
ده بياهم ددغو خبرو ټولدروندوالى دصبراوزغم پراوږو ورواچاوه،ځان يې دڅوشيبوله پاره آرام ونيو، هرڅه يې ليدل، سازونه،ښكلاوې، دنازكونڅاګرو سره اوسپين ...
خوده داننداره  يوازې په رڼوسترګو ليده اوبس،دزړه پرسريې هم هغه يوه خبره وه اودهغې انګازه:
_ افسوس چې اوس يې هلته په هغه خپلواك وطن كې ځاى ...
همدغې خبرې يې په رښتياهم چرت ورخراب كړى و. په دغه ورځ هم چې كله له سپورت كولو وزګار شو، مخامخ هغې كوټې ته ورننووت، چې هغه به ده (وطن) بلله، هو، وطن! ځكه ده په دغه خونه كې وطني شيان، انځورونه،كتابونه، دوطن خواږه اوترخه يادګارونه ايښي وو. كله به چې دى دغې كوټې ته ورننووت، نوساعتونه ساعتونه به يې په هغې كې دخپلوتېروشپوورځوخاطرې اومنظرې كتې اوپه هغه كې به داسې چې تا به وې، نوې يې ليدلې او موندلې دي، ډوب و.په هغوكې به يې وطن، دوطن په سپينوواورو پټ غرونه، كابل اوښكلی كندهاراوپه هغه كې به يې (كندهارۍ اروا) چې دپاچاهۍ وروستۍ خاطرې يې دهغې دننګ په سترګوكې هره شيبه برمونه اوپرتمونه وې ترسترګوسترګوكيده ...
اعلحضرت په دغه ورځ ترډېرو پورې په خپله خونه ياني وطن كې ناست و.نن يې هلته ترنورو ورځوزيات ځنډ وكړ،هلته هم چرت وړى و، هلته  بياهم  د روم دوزيرانودميرمنوخبرې اترې اودهغوشرنګا يې په نري نري ښځينه غږ كې ترغوږو شوې وه ...
_ افسوس چې اوس يې هلته په هغه خپلواك وطن كې ځاى ...
ده همدغه سوچ ترهمدغه ځايه بدرګه كړى و، چې خدمتګار ور ورپرانيست:
_ اعلحضرته! دانتطارپه خونه كې يوايرانى ليكوال غواړي تاسې وګوري ...
سوچ يې همداسې په نمايي كې پاتې شو.څوشيبې يې په مړاوو اوستومانه سترګوكې خدمتګارته وكتل، بيايې ورته وويل :
_ بي بي ته دې غږ وكه ...
شيبه لانه وه تيره، چې ملكه راننوته،هغې ته يې هم ستړي ستړې وكتل، خوهغه ورته موسكۍ شوه:
_ راځه چې كوم ايرانى ليكوال راغلى، غواړي له تاسره وګوري ...
اعلحضرت په داسې حال كې چې دتګ تلوسې راوهڅاوه، داخبره يې هم ترخوله راووته :
_ ايرانيان عجب خلك دي، داڅووم ايرانى دى، چې دلته راځي، نه پوهيږم، چې دوى په ماكې څه ليدلي دي؟
ملكې داعلحضرت دكتنې له پاره تيارى ونيو، خړه دريشي يې ظاهرآ په بدن كې بده نه ښكاريده، دواړه دسالون اوانتظارخونې په لور ور روان شول.خدمتګار ور پرانيست اودوى دميلمستون په لويه خونه ورننوتل.
اعلحضرت اوملكې له ليكوال سره په لاس روغبړوكړ، په خپلوځايونوكې په عادي توګه كيناستل، خوايران ليكوال چې ځان يې (نامدار) وروپيژند لاپه خپل ځاى ولاړو، اعلحضرت هيله وكړه : 
_ مهرباني وكړئ كينۍ خوشاله يم چې تاسې وينم.
احمد نامدار خپلې خبرې پيل كړې، هغه په فارسي خبرې كولي، ددوى له پاره په هغه رنګين روم كې داهم  يوښه تسل و، چې چا به له دوى سره د دوى په ژبو خبرې كولې.د دوى په ژبو په ښكلې پښتواودري ... هوښې پرې لګيدې، خوږې پرې لګيدې، ځكه يې دخبرو په وخت كې هم زيات وخت مخامخ لوري ته وركاوه.
احمد اعلحضرت په  ۱۳۰۷ كال كې په ايران كې ليدلى و، خواوس هماغه چا  اوهماغه پرتم ته مخامخ  ناست و اوهغه ته يې په ځيرځيركتل، په سترګوكې يې دده هماغه دبدبه، هماغه له پرتمه ډكه افغاني څيره، دخپلواكۍ هنګامه اودنړۍ ديوه ستراوظالم ځواك په مقابل كې دده پاريدنه سره اوښتل او را اوښتل، باوريې نه كيده، چې ګواكي اوس دهغې لويې څيرې اوهغه لوى پرتم په وړاندې ناست دى ...
په سالون كې آرامه آرامي وه، هلته په مخامخ كنج كې يوګلدان ښكاريده، چې يوه زيړګل يې دكتونكي پاملرنه په خورا بې پروايئ سره په خپله خوا وكښله.له لرې داسې ښكاريده، چې ګواكې هغه يومصنوعي ګل دى، په دې چې په دغه شيبه كې دومره دپاملرنې وړراښكون نه درلود.خودليكوال سترګې دهمدغه مخامخ ګلپه دنياكې ډوبې شوې وې، چې خپلې خبرې يې پيل كړې:
_ اعلحضرته! زما هغه ورځ كله هم له ياده نه وځي، چې ته ايران ته راغلى وې، ستاهم هغې لويې او زموږ دخلكو هغې مينې چې له تاسره يې تراوسه پورې لري، زه وهڅولم، چې په دغه ښكلي روم كې ځان ستا په درګاه درپيښ كړم. هو، ماته هماغه ورځ راياديږي اولكه دهماغې ورځې په شان ته اوس هم ماته يولوى انسان اودآزادۍ يولوى پرتم ښكاريږې ...
امان الله خان آرام ناست و، دده خبرې يې اوريدې، سريې كراركرار ورته خوځاوه، داسې ښكاريده، چې ددغو خبرو په ترڅ كې هم دى اوس دلته نه و. همداوجه وه، چې كله كله خوبه ملكې دده پرځاى ليكوال كتل اودده پرځاى به يې هغه ته ځواب وركاوه.
دوى لاغږيدل، لايې هم خبرې روانې وې، چې خدمتګار چاى راوړ، پياله دهرچا مخې ته كيښودل شوه، لايې يويوغړپ هم نه وترې كړی، چې ليكوال له اعلحضرته دژوند په ځانګړو پوښتنو پيل وكړ:
_اعلحضرته !  ميلمستون موهم ډيرښكلى نه دى؟
_ اعلحضرت (په موسكا)
_ څه ما اويازما خلكوخوماته نه دى جوړكړى، نه دې دي اوريدلي، چې:
( دربيابان كفش كهنه نعمت است. )
نامدار ورته موسكى شو، داسې چې ګواكې داعلحضرت دخبرې په وړاندې يې نورڅه دويلونه درلودل.زريې بله پوښتنه ترې وكړه:
_ ولې ستړى معلوميږې، كيداى شي، ستا دژوند په دغه راز باندې پوه شم ؟
_ ولې نه، هو، ستړى يم، په اروپاكې اوږدمدتې استوګنې خورا ستړى كړى يم ...
_ دختيځ زياتره لويان په لويديځ كې ژوند دآرامئ اونيكمرغئ پيل بولي، تاسې ولې ناخوښ ياست ؟
_ دزړګي سره، هغوى چې داسې فكركوي، هغوى ياناپوه دي اوياداچې دځان په باره كې فكرنه شي كولاى.زه رښتيادرته وايم، زه نه يوازې داچې دلته خوښ نه يم، بلكې همدا ژوند مې دلته خورا زيات ځوروي،هو روحآ ...
احمددرنګ شيبه آرام و. داسې ښكاريده، چې تابه ويل داعلحضرت دخبرې په باره كې فكركوي، خوداسې نه وه، زريې بيا پوښتنه ترې وكړه:
_ ستاسې په نظر ددې لامل څه دى، چې تاسې دومره نارام شوي ياست، اوس خوكارتركارتېردى او اوبه هم ترورخ تيرې ...
امان الله خان سوړ اوسيلى وكيښ، په نرمه ژبه يې خپله خبره ورته راغبرګه كړه:
_ وطن ډيرګران وي، زه نه پوهيږم، چې كوم سحرپه منځ كې دى اوكوم ځواك دى، چې دوطن خاوره كه څه چې زياته خواره وي اوياډېره لرې، هم وي، انسان بياهم خپل لوري ته وركاږي ...زه فكركوم، چې چېرې انساني روح په انساني بدن كې ځاى نيسي، دغه روح په خپله نه غواړي، چې هغه ځاى اوهغه سيمه چې دا له كالبد سره هم غاړه كيږي، له ياده وباسي ...
په ليكوال داعلحضرت دغې خبرې له ورايه خپل ژوراغيزوښانده، ځكه يې په څوشيبوكې څوڅوځلې ده اوملكي ثرياته سترګې ور واړولې اوراواړولې، يوازې به يې اعلحضرت ته په بېواكه توګه ترخوله راووتل: 
_ ته ډېرلوى انسان يې اوپه رښتياهم اوچت انساني صفات لرې ...
داعلحضرت په سترګوكې د اوښكوغوټۍ لاهم پورته اوكښته كيدې، دچاى پياله يې په آرامئ سره پورته كړه، خولې ته يې نژدې كړه، چې يوځل يې ناببره بيرته پرميزكيښوده اوخبروته يې ځان جوړكړ:
_ وطن ، وطن دى، زه چې كله له وطنه راووتم، زمافكرته يوه پښتو لنډۍ راغله، هغه مې دزړه دتسل په خاطر په هماغه مهال دزړه  له كومي ټولوته وويله، چې:
دخداى پامان دې وي وطنه
 كه زيړى ګل شوم مخ به نه دراړومه
فكركوم، چې هغه مې دزړه له كومي ويلې وه، اوس دادى دهرې ورځې په تيريدو سره په دغه ښكلي روم كې زه زيړى ګل كيږم، قسمت دښكلي روم په زړه كې داوږدومياشتواوكالوله پاره ديره كړم.زه اوس هم كله كله دوستانوته وايم، چې:
 زه په افغانستان كې پنډيتوب په ايټاليا، هو، په دغه ښكلي ايټالياكې ترپاچاهي اوچت بولم ...
اعلحضرت خپله پياله خپلې خولې ته داسې چې اوښكې يې په سترګوكې لاهمداسې سرګردانې سرګردانې كيدې ورپورته كړه،لايې هم زړه ډك و، لايې دپرديسۍ ژوند پرديس دردونه په خوله وو، چې ليكوال يې هم دومره خواشينى كړى و، چې نه پوهيده ددغه سترانسان د دردمن  زړه اولوى پرتم په وړاندې څه چاره وكړي؟ اوڅه ورته ووايي، په څه شان يې تسل وكړي ؟ هيڅ             !
دروم په ښكلي ښاركې ورځ په نيمايې ور اوښتې وه، چې داعلحضرت اوملكې خوږې خودردمنې خبرې هم پاى ته ورسېدې.ليكوال وغوښتل، چې ترې ولاړشي، هغه يې تردروازې پورې د خداى پامانۍ په خاطر بدرګه كړ: بدرګه ...كله يې چې خداى پامانى سره كاوه، داعلحضرت وروستۍ خبره ليكوال ته داوه:
_  سلام مې وايه !
ليكوال سره له دې چې ورته موسكى شو ژړا ورغله:
_اعلحضرته، پرچا ؟
اواعلحضرت په غيږ كې كلك ونيو، په نيولي آوازكې يې ورته وويل:
_ پرهغوى چې ژوند لري،پرهغوى چې هېوادلري،پرهغوى چې مينه لري اوپرهغوى چې خپلواكي يې دغلامى په وړاندي وينه اومينه وي ...
اعلحضرت ليكوال په ډكو سترګو په خداى وسپاره، درنګ شيبې يې په هغه پسې كتل اودهغه لنډقدمونه يې له هغه سره دمينې په نامه يويوڅاره اوپه هغه پسې يې كتل...
 لايې له سترګوپناه شوى نه و، چې له جيبه يې دسمال راويوست اوهغه يې سترګوته ونيو ... ! ؟
 دا لیکنه دمحور ورخپاڼې په ننۍ ګڼه کې خپره شوې ده