
دخوست ولايت د ګربزو په ولسوالۍ کې د ګلان له کمپ څخه بهر سلو هغو کورنيو ته د غيرخوراکي توکو مرسته ووېشل شوه، چې تر دې وخته د مرستو څخه بې برخې پاتې شوي وو.
دخوست ولايت مقام وياند او د اطلاعاتو او عامه اړيکو عمومي مدير مبارزمحمدځدراڼ وايي،چې په شمالي وزيرستان کې د وروستيو ناامنيو او جنګ جګړو له امله خوست ولايت ته نږدې پنځه ويشت زره وزيرستاني کډوال راغلي، چې يو شمېر يې د ګربزو د ګلان په کمپ کې او زياته برخه يې ددغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې مېشت دي.
د نوموړي په خبره دخوست د ولايتي ادارې د هڅو په پايله کې زرګونو کورنيو ته د سرپنا،خوراکي،نغدي پيسو،روغتيا او غيرخوراکي توکو په برخه کې مرستې برابرې شوې او وېشل شوي دي او لا هم تلاش کيږي، چې د دوى لپاره په دوامداره توګه د مرکزي حکومت د وزارتونو او ملګرو ملتونو څخه اړينې مرستې راجلب کړي.
د ولايت مقام وياند مبارزمحمد ځدراڼ وويل ، چې دخوست د ولايتي ادارې په غوښتنه د سيکا يا د ثبات پروګرام هم د نورو مرستندويه بنسټونو په څېر د شمالي وزيرستان څخه د راکډه شويو سلو کورنيو سره د غيرخوراکي توکو مرسته وکړه، چې تر يوه بريده به ددغو کورنيو شته اړتياوې پوره کړي.
د ده په خبره هرې کورنۍ ته يوه خېمه،يو ترپال،د پخلنځي سيټ،فلزي سطل،دوې تختې کمپلې، صابون او لمريز څراغونه ورکړل شول، چې د ثبات د پروګرام له طرفه د ((١١٩٥٤٤٠)) يو مليون،يو سلو پنځه نوي زره،څلورسوه څلوېښت افغانيو په لګښت اخېستل شوي وو.
دخوست ولايت مقام وياند او د اطلاعاتو او عامه اړيکو عمومي مدير مبارزمحمدځدراڼ زياتوله ، د شمالي وزيرستان څخه راکډه شوي کډوال ډېر بې وزله دي، دوى له خپلو کورونو څخه تش لاس راوتلي ، چې له امله يې دا وخت د ژوندانه په بېلابېلو برخو کې د زياتو ستونزو سره مخامخ دي.نوموړي هيله وښوده، چې د مرکزي حکومت د اړونده وزارتونو ،ملګرو ملتونو او نورو خيريه موسساتو مسوولين او استازي به د ولايتي ادارې د مشرتابه هغه غوښتنې چې په پلازمېنه کابل کې يې د کډوالو لپاره د زياتو مرستو د ترسره کولو په هکله کړي دي ، په لنډ وخت کې عملي کړي.
ځدراڼ په خپلو خبرو کې د ولايت مقام په استازيتوب ډاډ څرګند کړ، چې د کډوالو د هرې شته ستونزې د هواري لپاره يې په متواتر ډول تلاشونه پيل کړي او هڅه کوي، چې د مرکزي حکومت د اړونده وزارتونو او د هغوى پواسطه د ملګرو ملتونو او نړيوالو موسساتو پرمټ د کډوالو په ژوند کې ټولو ستونزو ته په اساسي توګه رسېده ګي وکړي.نوموړي بيا هم دخوست ولايت د ټولو قومونو څخه مننه وکړه، چې د شمالي وزيرستان څخه راغلو کورنيو ته يې په ډېر محتاج حالت کې د ورورۍ غېږ خلاصه کړه او ترډېره وخته يې په خپلو کورونو او حجرو کې ځاى ورکړ او د خپلو اولادونه نفقه يې ورسره شريکه کړه.
ولايت مقام مطبوعاتي دفتر يکشنبه