د لیکوال نظر

                                                            
هر شاعر او لیکوال خپل شعر او نثر ته ځانګری تعریف لرې. ځما په نظر شعر او یا نثر هغه پهلوانې ته وائې چې یو شاعر او لیکوال ورسره لاس او ګریوان وي او غواړې چې د خپل خیال او فکر د خزانو څخه څه په زور او رضا داسې راوشوکوي چې اوریدونکې ئې په اوریدو او لوستونکې ئې په لوستو له ځان سره په خپل احساس کې شریک کړې. او هرڅومره چې دا اثر په اوریدونکو او لوستونکوقوي وي په هم هغه اندازه لیکوال کولای شې چې په خپله ټولنه کې د ښه او نامتو لیکوال په توګه ځان خلکو ته و پیژنې. ځه ځان د شعر او ادب استاذ نه بولم بلکه شعر او ادب د ځان استاذ بولم. نوما هم د خپل استاذ سره یو څو شیبې پهلوانې کړی ده او د دغه کوښښ په نتیجه کې مې یو څه مات ګوډ دشعر په ژبه  خپل هغه هیواد والو ته  چې د شعر سره مینه لرې تیار کړې دې، خدای دی وکړې چې یو څه د پام وړ مو وګرځې.
په درنښت، محمد هاشم (صداقت) په لقب (شنست)
 
نوټ:
 که څوک غواړي چې ځما شعرونو او لیکني تر لاسه کړې نوکولای شئ چې د لاندنې برښنا لیک په ذریعه  ما سره اړیکه ونیسئ. بیا هم په درنښت،
 
sadaqathm@sbcglobal.net
 
 

نه شاعر یم نه لیکوال                    
نـه شاعر یم نه لیکوال نــه د بــــــل هنـــــر کوم یــــــار                                     
مسافریم د څو ورځو د روزګار لــــه لاسه خــــــــــوار
    نــــــه څه طمـع توقع شتــــــه د هـــــ‎ر چـــا له لاس آزار
یــــــــم روان په خپله لار د هیڅ چـــــا نـــه یـــــم په کـار
د خوی بـوی شریــک مې نشته یم خپل ځان ته ډیر په قار                                   
لیــــــــونی په دي زمــــــان یم ځه لــــه دي زمان ناچـــار
په پـــــردې وطن کې اوسم په دا خپــــل وطن ډیــر خــوار                                 
                                       د قلــــــم په امسا وار کــــړم هم په یار هم پـــــه اغیــــــار
یــــــم بیـــــواکه شان انســـــان نـــــه آرام نــــه مـــې قرار                                  
                                       د وطـــــن نـــــــه شړل شویــــم د پــــــردو نه یم بــیـــزار
پـــــــه هیڅ ځـــــاله مـــې ځــای نشته د ازل په لیکه خـوار                                 
                                      د پــــــرواز وزر مې مـــــات دی د ښـــکاري د نظر ښکار
ځه دخپــــل آشنا د لاســـــه په خپـــــل باغ یـــم خــواروزار                                 
                                      دا ټــــــوټــــي ټـــــوټـــــي بــــدن مې لکه غڼي پــــه شا بار
دهـــر چا د سترګو خــــــار یم په هر ځــــای پـــه هردیــار                                 
                                     دیـــــو وران ساعت ټک ټک یـــم وروستـه پاتـي له هر کار
یـــو بنـــده د خپــــل مولا یــــم آخـــــرت په فـــــکر بـــــار                                 
نه هـــــاشم نه صـــداقت یـــــم نه د بـــــل چـــا کوم ښه یـار
ځــــه د وخت پــــه څپو سپـــور د خــپل شعر د باغ مالیـــار                                
                                     بــــــی هـــدفه مې داستـــــان دی دخپل کار ســـره مــې کار
 
 خوست     ۲۰۰۹/۳/۱۰

 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
د سپرلې نه یوه ِګله لرم
ځه، محمد هاشم ((صداقت)) په لقب ((شنسب)) چې د جلاوطنۍ شپی او ورځې  د امریکا د اوهایو په ایالت کې سر ته رسوم او په اصل د ننګرهارولایت د کامې د ولسوالۍ ځیږیدونکی یم آرزو لرم دغه یو څو شعرونه ستاسي د دغه رادیوی،  تلویزونې او یا ستاسې د ویب سایت  په توګه  خپلو ګرانو وطنوالو ته چې په هر ځای کې وي ډالۍ کړم او خپل د جلاوطنۍ درد او احساس ورسره شریک کړم.    
                                                                مننه!!           
سپرلی باید د وخت، زمان، او حوادثو په جوکاټ کې دننه داسې وثیړل شې چه یا خو به ئی دځانه سره څه ښه راوړي وي او یا بد. دا ضرور نه ده چې ګوندې مونږ دې سپرلی همیشه تقدیر کړو، ځکه هغه واقعې سپرلی د انسانانو د زړونو هغه غوټیو ته وائي چې د اخلاص، خلوص، یووالې او ورورګلوی ګلان په ښه او رنګارنګ ډول راوسپړې  . نو سپرلی باید وثیړل شې او وکتل شې چې څه ئی د ځان سره راوړی  او څه پیغام لرې. مونږ باید د تیر کال سپرلی د نوي کال د سپرلې سره تول ترازو کړو او وګورو چې د ترقۍ په لور روان یو که د بد بښتۍ په لوراو داسې و نکړو چې صرف په ګوړه ګوړه ویلو خپله خله خوږه کړو او داسې ځانونه و نه غولو. مونږ باید د ښه سپرلی او بد سپرلی په فرق سره پوه شو تر څو وکولای شو د خپلو مشکلاتو د حل لار پیداکړو او هغه سپرلی چې مونږ ټول ئی انتظار باسو راشې او مونږ له دغه بدحالې څخه د یو ښه آینده په لور وخوځوې. نو ما ویل راشه چې وګورو چې د دې کال دا نوي سپرلی د  تیرو کلونو د سپرلیو سره په مقایسه د شعر په ژبه ستاسی خوږو واطنوالو په حضور کې انځور کړم او وګورم چې  دی نوي سپرلی په خپله غوټه کې څه راوړې، نو د قلم د توان په اندازه مي وغوښتل تاسې ته ئي  د دغه رسنۍ د لیارې چې تاسې ورته هم دغه اوس غوږ یاست او یا ئې د ویب سایت په پاڼه لولئ، وړاندي کړم . خدای (ج) دې وکړې چې نه یواځې د پام وړ مو و ګرځې بلکه د تفکرلپاره یو څه درکړای شم.                                                                                       
والسلام محمد هاشم ((صداقت)) په لقب ((شنسب))                                           
ستاسې نه په درنښت                                                                                

 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
                                    د سپرلې نه یوه ِګله لرم
 
سپرلیـــــــــه  نن دې  بیا راوړل رنګین رنګین ګلونه                                        
پـــــــــــه کې مست ډک لـــــه آهنګه سرودونـــــــــه
هر آهنګ دې ډک، څه نـــــــــــوي پیغامونـــــــــــــه                                         
هر پیغام سره هم تــــــــــــــوپ او هم ټانکونــــــــــه
بیوفا شوی نـــــــــــه په لوځ کې دې خوندونـــــــــه                                           
                                           رانــــــه وا دیخیست باغونـــــه ګودرونـــــــــــــــــه
مټ مو تاو شو ډیر په زور نه په عقل کړې بحثونـه                                          
جنارې شولی روانې د هر کوره فریادونـــــــــــــــه
پاتې نه شو خوار بچې ته د خپل مور للو غږونــــه                                            
د هر کور ډیوه شوه مړه هم تیارې او هم ګردونـــه
ټول بچې مو یتیمان د مور غیږې نه ئي وړینـــــــــه                                          
                                          هره ګونډه بې خاونده په سر خاوری بادوینــــــــــــه
لاړشه لاړ شه بیوفا شوی نه په لوځ کې دی خوندونه                                        
دا د کوم سپرلې پیغام وه چې مالیار مو رانه وړینـــه
هر سپرلی په ګډا راشې رانه وړي باغ او ګلونـــــــه                                         
نه آهنګ نه ترانه شته بس د تیر وخت  څه یادونـــــه
ټولئ نوي ترانې شوی پاتې ما نه ئې خوندونــــــــــه                                         
                                          ای د بد موسم سپرلیه رنګ دې لرئ کړه ما خورینــه
جنکې به وی روانـــــې هسکې غاړې سرودونــــــه                                           
ښه او پاک نظر پـــــــــــــه زړه شونډې لعلونــــــــه
نــــــــه دوکه وه نه فریب نـــــــه ئې چلونـــــــــــــه                                          
یو ښامار لـــــــــــه بره راغی خورې سرونــــــــــه
ډیــــــــر سرونـــه ئې په خُـــله ما پســـــې خورینـه                                           
خو رامات مې کړ وهــــــې په سر  ټوپونـــــــــــــه
 ډیر په تیښته رانه خلاص دا د سره لښکر پوځونـــه                                          
                                    ما ویـــــل راغی پسرلی زړه کې ټوپونـــــــــــــــــه
 خـــــــو د یو ښامار نه خلاص د بل ګامونـــــــــــــه                                           
ویــــل جوړ کړه پرې محشر چــــې کړې سازونـــه
دا د چــــــــل ښامار لـــــــــــرې چــــــل کې چلونه                                          
په یــــــــوه ښه څیره په زړه کې آرمانونــــــــــــــه
وائې وئـــې نیســـه آخرئ سلګۍ خـــورینــــــــــه                                            
د ډالــــــــــــر په زور ئــــــې واخیست خبرونـــه
ډیـــــــر په چل را نه تاو شوی خورې  پیچونــــــه                                            
په هر پـــیــچ کې ئې تـــا‌‌و کړي سوغاتونـــــــــــه
اوس راغلی خورې ځــــــــما د بڼ ګلـــونـــــــــــه                                            
لــــکه ونــــــه په چیــنــجې را ته بیخ خورینــــــــه
ډیر چینجې لرم په بڼ، ښه سپرلی مې رانه وړینـــه                                           
ګل دې رنګ لرې هم هغه خودا بوی ئې پځه خورینه
سپرلیــــــه ته خو راغلی څه ګُلونه څه بُویونــــــــه                                            
هاشم ستــــــا د اهله نـــه دی خزانونـــه خزانونــــه
سپرلیه را بـــــــــــه نشی هم ګلونه هم خوندونـــــــه                                          
هاشم هسی مه تیرباسه په هر رنګ پټ پټ چــلونــه
دا ځما په کور رانشی ورک شه ستا رنګین ګلونــــــه                                        
هر موسم مې وران ویجاړ دې که بهار که خزان وینه
تانـــه آی سپرلیه کـــــه مې ډیر وي آرمانونـــــــــــه                                         
راکړه یو مالیارچـــــې را جوړ مې کړې باغونـــــــه
جوړمـــــــې کړ دا شعرتاتـــــــه سپرلیه  نزرانــــــــه                                       
بــس کړه ورک شـــه  جوړکړه دغه کور مې ویرانــه
 
په مینه (محمد هاشم صداقت) خوست ۲۰۰۹/۳/۲۸                    
 
 
 
 
 
 
 

 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
                                   غــــافــل غیــرت
ځه چې یم ورک د خپل وطنه د هیڅ چا نـــه شومـــــه
                           دي لوند رخسـار سیري ګریوان سره آشنا نه شومـــــه
خلـــک وائي و ئې ولۍ پــه کاڼو لیــونی شـــــو سړی
                           ځـــــــه د دنیــــا د انســــانانو سره پخلا نـــه شومــــــه
جنګونه ټول د توپ، ټوپک او د ښکنـځلو شو نــــــــن
                           داسي مې شعر ځــکه ژړیږې چــــې بیګانه شومــــــه
هم مو جــــــــ‎‎ـرګو او مرکــــو کډه د کـــلي وکـــــــړه
                            شمع مې مړه او ځــه پتنګ د خاورو لاندي شومـــــــه
چا د مذهب او چا د یو شــي او د بل شــي په نـــــــوم
                            په عقــل ړوند خبــره نه اوری مسلمــان نه شومـــــــه
په زوره جنګ ته مې رابولې وائې غیرت دي څه شـو
                            په امتحان د بي پیلوټه طیارو لاس او ګریوانه شومـــه
غیرت ځمـــــــا د پاکي مینـــې ســـــرچــینه اخیـــستي
                            په پـــاکه مینـه د شیـــطان ســــره پـــه غـــــاړه شومه
ځـــــه د شیـــــطان په رنــــګ د دام چلونه نه خــ‎وښوم
                          په سپین میدان به زور معـــلوم یا بـــــه پروانه شمـــــه
په چـــــل و ول دي نــــه پـــوهیږم ځـــه ســاده پټان یم
                          ځه د غـیرت په شعار مست هیــڅ د هیــڅ چا نه شومـه
پـتـنــګ پـه اُور ځان سـوځوم دا خــو خاصیت دی ځما
                           د دام چـــــلونــه دي دربــار کړه چــې دیوانــه شومـــه
مونږ پتـنــــګان د خپـــلې خــــاوري یــو د سر په بــیه
                           شمعي نـــــه زار مـــې کـــکرئ  یــا بـه افغان نه شمـه
د غیـــــــرت شمــــع په ســـلګو د ځنـــکــدن راغــ‎لئ
                            پتنـــګ پـــه عقـــل نه ویښــیږی  نــــا تـــــوانـه شومه
د غیـــــــرت جنــــــګ خو ما ګټــــلی بیــغیرتـه نـه یم
                            په داسي جنــــګ د بیـــغیرتو ډیر ستــــومانه  شومـــه
ښــکرونه ئــې یـــو بل کې ښښ کړي دا ځما په اخـور
                           د میښــــو جنـــګ کــې ځــه افغان د پښـو لاندي شومه
یو خوا د ډانګ سره په جنګ او په لوڅ سر مو وهـــې
                            بل خوا د پړانګ د لاسه ورک او بـــد انجامـــه شومـه
داسي د ژرنـــدئ دوه پَـلونه ئې جـــ‎‎وړ کـــړي ماتــــه
                             ځــه ئې په منــــــځ راسملولـــــی سرګردانه شــــومه
په تــــول پوره ځـــه یــــو افغـــان کــمه ویــلی نـه شم
                           عــقل مــو پښـــــو لانــدي وژلــی او دیــوانـــه شومــه
دعــقل او فـــکر په میــدان توري تیارې خورې شوئ
                           هاشــــم بیــعـقلـو ســره وران ځـــانتــه روانـه شومـــه
هاشــمه بــد لـــري قسمـــت څـــه فـــریــادونــه کـوی
                          اوښــــکې کــه ستـرګو نــه روانــي بـــي ایمانـه شومـه
پتنـګه جــوړ مــې درتـــه شعر کــړ د زړکـــې په وینو
                           سل ځله جـــار ځـــه یـو پښتون د خـــپل جانانه شمــــه
خدای خبــــر پوه به شـــی که نـــه پــه دا بازار د دنیــا
                          داُور لمبو یمه راخیستـــی یا به ورک یا به پروانه شمـه
شاعرخو نه یم، بس د زړه د وینو مي یو ډب پورته شو
                           په ســـــــــــــترګو راغلــــئ او میـــــــخانـــه شــومـــه
 
خوست  ۲۰۰۹/۴/۲۵    
غواړم خپل دا شعر په غیرت مینو افغانانو ورونو ته ډالئ کړم. خدای (ج) دي وکړې چې نه یواځي خوښ، بلکه د احساس د راویښیدو باعث مو وګرځي. مونږ باید دا د غیرت جنګ د تورې په زور نه، بلکه د عقل، منطق او هوشیارئ په زور او قوت و ګټو او که دا کار و نکړو نو نه یواځي د غیرت په نوم به څه را پاتې  شي، بلکه ډیر نور اقدار به د لاسه هم ورکړو. ځوانانو نه په ډیره احترامانه ډول غوښتنه کوم چې خپلو زدکړو ته ملا وتړي. ځکه علم رڼا ده او تر څو چې ځانونه د رڼا په لور و نه خوځوو نو په تیارو کې خو چا ته څه نه ښکارې چې صحیح لار پری و ویني.       درنښت
محمد هاشم (صداقت) په لقب (شنسب)
د امریکا د اوهایو ایالت یو جلا وطن افغان
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
                  مینه مې ستا د ګل په رنګ رنګینه                                      
مینـــــــه مي ستــــا د ګل په رنګ رنګینــــه  
                              ستــــــا په حضور ستـا په لیدو سنګینــــــــه
ځه د حجــــــــــــــــران په غم لړلئ یمــــه
                                مات آرمــــــــــــــــــانونو سوزولئ یمـــــه 
د حجران شپـــــــو راته تیاري جوړي کړي
                               په رڼو سترګو ئې پردي جوړي کـــــــــړي
ناست یم د ځان سره پري شعر لیکمــــــــــه
                             د غم حجران مې څه شکوي جوړي کـــــړي
ته چې رانغلی او ځه دي پـــــــــه طمع طمع
                            اوښکو د سترګو مـــــې مصری جوړي کړي
ته بیوفــــــــــــــــــا شوی او که ځما ګناه ده
                              بس اوس قسمت هم بهانی جوړي کــــــــړي
درنــــــــــه یم لري او څــــــــه ویلی نشـــــم
                             بیا مــــې د زړه غوښو قطري جوړي کــړي
ته خــــــــو قاتل ئې ځه خپل کار کوه تـــــــه
                             ما پـــــه سرو وینــــو تراني جوړي کــــړي
پــــام کوه رانشـــــی د غــــــم په کور مــــې
                            مـــــا نه چاپیره اُور لمبي جــــــوړي کـــړي
ســـوځي هاشـــم د خپل زړګــــې په کور کې
                            دا مې بس هســــي افساني جــــــــوړي کړي
قلـــــم مې واخیست ای د غـــــم صنمــــــــه
                              دا تیره شپـــــه مې زړه سوري جوړي کړي
ما ویل په خوب کې به دي ښکل کړم که نـــه
                          پلو دی مخي تــه پـــــــــــردی جــــوړي کړي
خدای(ج) خــــــــــــو خبر دی دا ځما په فریاد
                            هســــــي مې دا کرښي خوارۍ جوړي کــړي
زړه ته مـــې صبر ورکومه خــــــــــــو بـــس
                           هســــــي د اوښکو مـــــــې مرۍ جوړي کړي
سوځـــي هاشم د خپــــــــل زړګې په کــور کې
                           دا مـــــې بس هسي افساني جــــــــــوړي کړي
خوست    ۲۰۰۹/۲/۲۱
 

 
 
                             بس دا اثر لرمه          
د زړه طـــــــــــــوفان سره څه شور لرمـــــــــــــــه
                    دغـــــــــــــه یو شـــــــعر د زړه په کور لرمــــــــــه
ډیر نــــــــــــــا قرار زړه مـــــې نسکور لـــــــــرمه
                     پـــــه چـــپه خـــله په ځــــان یــــــــو پور لــــــــرمه
هــر څوک په خپله لار روان دی ځما نه اوری څـــه
                   ځـــه ئې په خوا خوا کې روان په زړګي بوج لرمــــه
کله وایم وا به وري او د صبر میوه ښه وي نو څـــــه
                   داسي د ژوند پـــه ورځو شپــــوپـه ځان ستــم لرمــــه
کله د خیــــــال سره لـــوبیږم د یــــو ارمان په هیـــله
                   په نن صبــــا ځان غولوم بس یــــو غزل لـــــــــــرمه
د بـــل په بـــدو پاکول خپل ځان مـــــو هیر شـــو داسي
                   د زړه په تــــل د ګناه بــــار لکه د غرلـــــــــــــــــرمه
د خپــــله ځانه مې زړه تور شې چـــــې نظر شم ورته
                   داسي نظر پـــــــه دوو سترګو د خپـــــــــــل سر لرمه
نظــــــر هغه چې په کتو شي د خپل ځــــــــــان په بدو
                   له بـــــدو سترګو ئې ساتم په زړه هنـــــر لرمـــــــــــه
ځه د خپل ځـــــان سره په جنګ تــــا ته نور نـه وایم بد
                   چې ئې د ځــــان په جنګ ګټم داســـي یو جنګ لرمـــه
جنـــــګونه ټول مې دې بایللې بس د ځــــــان په سودا
                    سودا پــــه زړه کې ځه هاشم د مــــــرګ و درد لرمه
په سترګو ړوند، په غوږو کوڼ، څه اوریدلی نه شـــي
                    قلم په لاس چــــــغه د زړه، بـــــــس دا اثر لرمـــــــه
 
خوست   ۲۰۰۹/۲/۹

 
 
 
 
 
 
 
 
 
                           د ایمان په تول ملنګ دی
شیطانــــــــي پلان ئـــــې جــــوړ کــــړی ډیــــــر ژور دی
                                 نـــــــــه ئـــــــــــې ســــــــرشته نـــــه پښي داســي ابتر دی
                                 
نــــه مــــې عــقل پــری رسیږې نه پوهیږم چې څه چل دی
                                راتـــه ښــکارې چــې نن بیـا ئـې راجوړکړی یو  غوبل دی
 
هـــری خوا نه دي راغلې رنګ په رنګ ئې ډنګ و بنګ دی
                                دوی په خــپلوکې پوهـــیږې خــــو په زړه ماته خرچنګ دی
 
نـــــوي نــــوي ترانــــي دې نـــوي نــــوي بهـــــانـــــې دې
                                هیـــــچ په سُر ئې نه پوهیږم نه مــې ورور د زړه مرحم دی
 
یــــــــوه بلا ئـــې ده راوړي د مــــذهب په ډول ئې ډنګ دی
                                ډنـــــګوي ئــــــې هری خوا ته د دجال د ډول یو شرنګ دی
 
پـــــــه یـــــوه ستــرګه کتل کړې مخکې نه ګورې یو غم دی
                               افغانـــان ئــــې ټول بــرباد کړل ډیر په ورانه ئې قدم پلن دی
 
د دجــــــال پســــــی روان دې دا پټــــان لــــــکه پلنــــګ دی
‌                              ډیر ناري سوري وهمه څــوک ئې نه اورې زړه مې تنګ دی
 
شیطاني دام کې راښــــکیل دې د پیسو ئې په جیب شرنګ دی
                              د پیســـــــو بنډل پــــــه جیب کـــــې د ایمان په تول ملنګ دی
 
نوی نســــــل، نوی چــــــل، نوی خبري او نوی رنـــــګ دی
                               دا هاشــــــم په زړه قلم نـــو په یــــو شــــعر بیا ولي ګرم دی
 
  خوست ۲۰۰۹/۳/۲۰

 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
                         د خوبونو یو دنیا ده
دخـــــــــــوبونو یو دنیا ده طـــــــوفـــانونه پـــــکې ګورم
یو فریــــــاد او یو غوغــــا ده مـــات لاسونه پــکې ګورم
 
بی حســـــابه شـــــان ســــودا ده دوکــانونــــه پکې ګورم
                                خوار غریب پـــه خیټه اوږی ډیـر شلیدلای ګریوان ګورم
 
بل خــــوا مسته شان خنـدا ده خـــان ملک په خنـــدا ګورم
                               څوک پادشـــا څوک ئـي وزیر، څوک په در په ژړا ګورم
 
څوک لــــه ظلمه تښــتــیــدلی خوا و شـــا چې افغان ګورم
                              څوک لــــه یــو مړۍ لــپاره په ایــــران پـــاکستـــان ګورم
 
څوک پـه خپل وطن کې ګرځي دسترخوان ئي په شا ګورم
                              څوک خرڅ شوی په ایمان دی دین مذهب ته چې نن ګورم
 
چــا نیــــولی خپل اولاد دي پــــه دوکان د خــرڅلاو ګورم
                              د یـوئ مړۍ لپاره تـــش کـــــچکول پــــــه غـــاړه ګـــورم
 
چــــا جوړ کــړې ماڼۍ جوړې سره او سپینو تـه چې ګورم
                              انســــانیت کــــډه بار کــــړی انســــــانانو تـــــه چې ګورم
 
څــــوک د دین مــذهب په نوم پټ د بــل  په مـــذهب ګورم
                             هـــــــره خوا دوکانــدارې ده سیاستدان تــــه چې بیــا ګورم
 
د خـــــوبـــونـــو یوه دنیـــــا ده طــــــوفــــانونه پـکې ګورم
                             خـــــوار غریب په خیټه اوږی ډیــــر شلیدلی ګریوان ګورم
 
ځه هاشم ئي تماشا کـــړم خپــــل یو شعــر په دیـــوان ګورم
                            د احساس دی کـور ودان وي خپل احساس چې په اور ګورم
 
یو فـــــــــریاد او یــو غوغا ده مات لاسونـــــه پکــــې ګورم
                           یــــو قلــــم او څـــــــه کاغــذ دی ناتوان داسې  ځــــان ګورم                        
خوست   ۲۰۰۹/۲/۱۵

 
 
 
 
                   داسې مې په زړه کې راته ځان ښکارې
داســـې مې په زړه را ته تــصویر د یو الهـــــــــام ښکارې
                                  لار کې ډیر اغزې خــــــو په انجام کې ئــــې ګُلان ښکارې
 
خواکــې مې څوک  نشته داسې  ځان مې یک  تنها ښکارې
                                  داســـې مې دا شپې ورځــــې دنیا کـــــې د نــــاکام ښکارې
 
ډیر یــــم ستړی شوی هـــره څاه کې مـــې آرمان ښــکارې
                                  چا تــــه فریاد وکړم چــــې مې یار راتــــه اغیـــار ښکارې
 
لاړ بــــه شم دنیا نه زړه مې ډک تش  مې  هم لاس ښکارې
                                 تش لاس وم راغـــــلې تش بــــه لاړدا راته ځـــــان ښکارې
 
 شپــــــه را تــه رڼا او رڼا ورځ راتـــــــه ماښــــــام ښکارې
                                 داســــې هاشم خــــــان راته د دنیـــا جنګ کې ناکام ښکارې
 
زړونــــــه مو خــــــالې نه په جیبو کـــــې مو دینار ښکارې
                                 چا ســــــــــره مونږ وخاندو خندا کــــې مــــــو ژړا ښکارې
 
داســــــــې چې تـــــری لاړو دا وطــــن نن د بل چا ښکارې
                                خپـــــــل مو شو پــــردي او دا پــردي راتــــــه ماما ښکارې
 
داســـــــــې موهــــــم نسل د پـــــــردې چــمـن ګلان ښکارې
                                توره او غیــــرت کـــــې مـــــو پښتــــون داسې مدام ښکارې
 
پــه خپلو کې به وژنې  د ورور مرګ کې ورته ځان ښکارې
                               ایمان ته چــــې ئې ګــــــورم ټنګه ســـرئ بــی ایمان ښکارې
 
او تـــورې ته چې ګـــورم دا سور رنــګ ئې د جانان ښکارې
                               او چــــــا ته فریــــــاد وکړم چــې مې یار راته اغیار ښکارې                               
خوست     ۲۰۰۸/۱۱/۱۵

 
 
 
 
 
 
 
 
 
                          په ګونګه خُله به څه ووایم
زړه مـــې راته وائــي چــــــې په خدایګو لـــــــږ څه ووایه
                                    پـــــــــــټ د پردی شــــــــــا ته د الهــــــــــام خـــبره ووایه
 
ما ویـــــــــــل ځه او ما تـــــه ډیر د نصیحت خبري مه کوه
                                   ډک دې کتـــــــــــــابونه ځه لا څوک چــــــــې به څه ووایم
 
داســـــــــــې لیونو ته د مجــــنون د داستــــــــان څه ګـــــټه
                                   خپلــــــــــــه چې مجنون وي ځه مجـــــنون به چاته څه وایم
 
بـــــــل د نفاق اور دی مــــــــا پري ولي سوځـــــــوي آخـر
                                    داســـــــــــــــــي بي اتــفاقـــه افــــغانـــانــــو ته به څه وایم
 
څوک چې په خپل کور کې د خپل ورور د لاسه خوار وي تل
                                   خـــــــــوار داســې انسان یم خوار او زار ته به ځه څه وایم
 
چـــــا چـــــــــې د وطـــن په نـــــوم قمار په بډه والـــی وي
                                   داســــــــي جمهـــــــوریت او پارلــــــمان ته به ځه څه وایم
 
ټـــــــــول په تـــــــول پــــوره دي د هر چا خبره من په تول
                                   ځــــــه چې یم مثقال، د مثقال پــــــــه تول بــــــه څــــه وایم
 
ډیـــــــــر کـــــړاو دي پــــریـــږده ظــــالمان خبره نه اورې
                                  مات زړګیه مات ښه ئــــــــــي، افغــــــانانو تــه بــه څه وایم
 
او پټ پټ مــــــــې په غوږ کې ګونګوسی دی چې څه ووایه
                                  دی کڼــــــــــو ړنـــــــدو ته که څه غواړم نـــــــــو څه ووایم
 
ټولــــــــــــه دنیا راغله هر یو څـــــوک نـــــــوی پیغام لری
                                   پټ پیـــــــــــغام د زړه مې ګــــــوره شعر کې هاشم څه وایم
 
خوست  ۲۰۰۹/۱/۱۹

 
 
 
 
 
 
 د حل یوه لار                                                   
ځمونږ د نجات یوه ښه لار دا کیدای شې چې په کوم ښه شې چې پوهیږو هغه بل ته واوروو او پوه هغه دی چې بل ته غوږ شي او وګورې چې دا بل کس څه وائی. که دوه انسانان یو بل سره په خبره نه پوهیږې او په اشارو سره یو بل پوه کړي بیا هم خبره جنګ ته نه وځې او په یو تفاهم سره رسیږې خو اکثره اوقات دوه انسانان، دوه قبیلي، دوه ملکونه او داسي نور ځکه سره په جنګ وي چې د دوي تر منځ د تفاهم فضا خړه وي او یو بل په صحیح ډول نه ګوري او د شک په نظر یو بل ته ګوري او کله نه بلکه اکثره اوقات داسی وي چې بعضو په قصد داسی فضا را منځ ته کړې وي او غواړي چې اوبه خړي کړي تر څو یو څه ماهیان په غلا او بیحسابه ونیسې. هوښیار قومونه باید پدې چالونو ځانونه پوه کړې تر څو وکولای شې ځانونه د دغسې لیوانو نه خلاص کړې خو بیا ګورو داسې خلک هم شته چې صرف د خپل شخصې مرام په خاطر غاپې خو دښمن هم هوشیار دی له دي له پاره چې ځانونو ته لار هواره کړي داسې بی احساسه خلک ئی په ډیر لږ شې قانع کړی خو چې کله تری خپل کار واخلې بیا ورته د کوڅډب سپي نظر هم نه کوي. یوه جامعه باید خپل کوڅډب وپیژنی. ځمونږ جامعه چون یوه سنتې او عقیدوې جامعه ده نو دښمن داسې کار کړي چې د مذهب په جامه ئی راته خپل سپې سنګار کړي دې تر څو وکولای شې خپل ناوړه عمال تر سره کړي چې دا ځمونږ لپاره تر ټولو مشکل کار دې . که و وایو چې د حل لار نه لرو دا خو نو هغه خبر ده چې سړی پری د نا امیدی له کبله کفر ته وځې. او که و وایو چې د حل لار شته نو بیا داسې راته ښکارې چې ځمونږ او د حل د لارې په منځ کې کم تر کمه یو ۵۰۰  کاله د عمر فصله ده. سوال دا دی چې آیا ځمونږ دغه خوار او غریب ملت به وکولای شې چې د خپل ملت هغه اشخاص چې دغه لري هدف کتلای شې په حیث د خپل مشر او رهبر وټاکې دا هغه اساسې نقطه ده د کوم ځای نه چې باید کار شروع شې او مخکې ولاړ شو. دوه خبری په نظر ښکارې که مو وکولای شو چې په دغه کار بریالې شو او د غفلت له خوبه بیدار شو نو بیا مونږ دا جنګ ګټلی دی خو که نه نو تر هغه به په سر ټکیږو تر څو چې دا کار و نه کړو. پدې دوران کې چې کومې ضربې مونږ ته جوړي شوي دې دا امکان هم لری چې له بیخه مو سره ختم کړې او صرف نوم به مو افغان وي خو د افغان خوی بوی به بیا په دوربین کې هم و نه ګورې او د برګشت لار چې اوس تری داسې لري یو نو بیا خو به ئی څوک نوم هم نه اخلې. دا اوس چې یو څه ټکیږو دا د دې نښه ده چې لا تر اوسه څه افغانیت لرو نو ځکه خو ټکیږو. که مونږ اقلاً د برګشت په خاطر دغه اول قدم هم واخلو چې سره یو اتفاق او اتحاد وکړو نو نورې لارو ته به هم لار هواره شې. د شرم خبره دا ده چې یو کلچر او یو مذهب دعوه کوو خو چې د اتفاق خبره راشې بیا ورته مات غوږونه ناست ځمونږ د اقدارو جنازې پورته کیږې خو څوک نشته چې پوښتنه ئی وکړې. مونږ خو د جرګو او مرکو خللک وو دا پر مونږ څه چل وشو ولې مو دا جرګې اوس په مال او دولت خرڅیږې. نو ځکه خو وایم چې!!! 
تر څو چې انسان خپل پاک فطرت ونه پیژنې نه شې کولای چې د مذهب دعوه وکړې نو که دا خبره درسته وي نو خدای (ج) خو ټول انسانان په ښه او پاک فطرت پیدا کړي دې او بیا وروسته یا هغه مسلمان دی او یا عیسې او یا یهود دي خو د فطرت له لحاظه ټول یو انسان دی دغه اوسنې جنګونو ته چې ګورو د انسان د فطرت پر خلاف جنګونه دې نو دا یو داسې جنګ دی چې کټل ئی نه یواځې په مسلمانانو بار دی بلکه په ټولو انسانانو ولوکه د هو مذهب خاوند وي باید دغه لپاره یو څه وکړی خو پدی خبره باید اول ځانونه پوه کړو او بیا نورو سره پرې خبره وکړو تر څو د دغه نړیوال مشکل لپاره یوه نړیواله ټولنه رامنځ ته شې چې زاړه او وروسته پاتې البته د بعضو په استلاح میلیتونه نه یواځې د دښمنانو د ناوړه حملو او تیری نه وساتې بلکه د دوی دغه زوړوالی او وروسته والی احترام وکړې ځکه چې دا خلک د ژوند د صحنو عملې تصویر لری او ژوند ئی ډیر له نژدي څخه لیدلی دی نو له دوی ورکول یو غلط کار دی او دی ته باید نړیوال وهسول شې چې دوی له دغه خطر څخه وژغورې.
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 دي خلقت نه څه رنګ تیر شو                           
دا د اســـــــلام په ښـکلې دین مې چې سر خلاص شو
                                             په دي ښــــکلې نور چـــــــــې عقل مــــــــې بیدارش
دا د سترګو جـــــــــــــام چې ډک لــــه اوښکو بارشو
                                             اوښکې راغـــلئ په رخســـــار زړه مـــــې پرهارشو
دا د زړه په وینـــــــــــــو شعر لیــــــــکل روزګارشو
                                            د ګناه سترګـــې په وینــــــــو لمــــبول د زړه آزارشو
دا د ژونــــــد مقصد خطـــــاء په بازار د دي دنیـا شو
                                            لیونی لیونی ګــــــــرځم نه مو ځان ته لـــږ څه پام شو
ځه یم پاتي لــــــه کاروانه له ناکامه مـــې روزګار شو
                                            دا د ګڼ بــــازار په منځ کې د مذهب هــر دوکاندارشو
هر مذهب په تول خـرڅیږې د اسلام مې دغه حال شو
                                            د مذهب په تجارت کـــــې ښه بنده لــــه دین بیزار شو
تورې وریــــــځې راروانـــــــې دا رڼا آسمان غبارشو
                                            جهالت په دنـــیا خــــــوردی د اسلام په نــوم قمار شو
مسلمـــــان مسلمــــان وژنــې د شیطان سره روان شو
                                           د اسلام دا ښکلـــی دین مود جــــاهل د عمل ښکار شو
د رحمت لاري شـــوی بندي یو باران د سور انګارشو
                                           هر لیــــــډر مو مسلمــــان د جهـــــاد ښــه قهرمان شو
د جهـــــــاد په نوم خیانت کې د اسلام په نوم  ګذار شو
                                            د شهیـــــد یتم بچــــې ته یو مړۍ په ستونــــې زار شو
د شهیـــــد آزار وهــلئ په قرآن ســــــره خـــــلاف شو
                                           دا ملت ټـــــوټي  ټـــــوټي په ټوټو لاس او ګــریوان شو
د وحــــــدت د نوم دښمن د شیـــطان د قدم ښــــکار شو
                                           د افغان نه به ور تیـــــر شو د مذهب نه که هــم تیر شو
دغه تش په نوم انسان ته د حــــیوان نه به ور  تیـــرشو
                                          د خلقت پرمخ تور داغ  دي، دي خلقت نه څرنګ تیرشو
 
خوست   ۲۰۰۸/۱۰/۳

 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
                             د یو وصال په امید      
داسې دا د نن صبـــــــا حساب راته  ‌ډیــــــر ګران ښکارې
ځان ته مې ځـــــان بائلود وارمــــې هم رانه خطاء ښکارې
 
خدایه ستا نه څــه پټ چـــــې حاضر او هم  نــاظر ښکاري
                                 ډیر یـــــــم ډاریدلئ د دنیا جنــــــګ مــــــې ناکـــام ښکارې
 
ورک یـــــــــم له منزله بــس یـــــو تته شـــان رڼــا ښکارې
                                  خوا کې مې څوک نشته شا و خوا کې مـــې ماران ښکارې
 
لار کې مې ولاړ دې دوی، سهــــر او هـــــم ماښام ښکارې
                                 ډیریم کړیدلـــــی زړه مې مات ســیرې ګـــریــوان  ښکارې
 
ډیر یـــــــم ستړی شــــــوی پـــه قدم قدم یــــــو دام  ښکارې
                                 هیڅ هـــــم پاتې نه شو یـــو تش لاس او یـــو آرمان ښکارې
 
خوب کـــــې مې چې ولیــد دا وصــــال مې د جانان ښکارې
                               خوب کې شوم راپورته ستړی زړه مې ډیر خوشحال ښکارې
 
لږ چـــې په خود راغلم دا دنیا را ته بیا هغه شان بلا ښکارې
                                وصــــال ته منتظردا صبا او دا بیګاه راته یـــو شان ښکارې
 
خوب مـــې ډیر خوښیږې که  وصال مـــې  د جانان ښکارې
                                شم به یـــو ځـــــل پورته دغــــه خوب مې که رښتیا ښکارې
 
هاشمـــه راویښ نه شئ که دا خـــوب دې د وصـال ښکارې
                                 ژوند نه شـــــوم بیزار په رڼو سترګو چې دنیــــــــا ښکارې                                  
 
خوست   ۲۰۰۷/۱/۱۴          

    
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
                                 د یو اُمید په طمع
دا د کومـــــې بنئ اُور دی چــــــې دا ما ته پـــــوکی کیږې
                                      دا د کوم عشق آزار دی چــــــــې مې زړه پــــري کبابیږې
 
د یـــــو کشمـــــکش په منځ کې عــقل ســر ته نه رسیګږې
                                      ډیــــر لوګې مې له خولې وځـــې هم آسمان ته پورته کیږې
 
د رحمـــــت باران په طمع که مـــــــې خــدای را ولوریږې
                                      چــــــې تیاري کړې ټولې پاکــــې ګنهکار زړه مې ژزیږې
 
د ژوند لار شـــــوی بیلې بیلې یوه لار تـــــری نه جوړیږې
                                      د صـــراط المستــــقـیــم مـــــې هـــــره لاره خـــطا‌ء کیږې
 
د مغضوب په لار یم تلی آوس یم ورک نــــه څه ښکاریږې
                                     د یو تــــــور کندو په منځ کـــــې یو څه غږ په غوږو کیږې
 
سمــــــــــې لار ته مې رابولې خـــو مې لاس نه وررسیږې
                                     یوه دعـــــــــا غواړم عالمه کــــه مـــــــې لاس ورورسیږې
 
د هاشــــــم دغــــه داغ زړه کــــه لږ اوبـــو ته وغورځیږې
                                      د طلا رنګ بــــــه پیدا کړې هم به پــــړک دا ډیـــر ځلیږې
 
هــر آرمان ته به غیږ ور کړې هم په پښو به ورغورځیږې
                                      دا د ژوند اصلې مقصـــــــــد ته په وصـــــــال به ورسیږې
 
دا یـــــــو داســـــــې انتظــــار دی که هاشم ته و لــــوریږې
                                      ټولــــي هیلي به ئی پوره شـــې که څه هم اوس ډیر کړیږې                                  
خوست   ۲۰۰۷/۳/۱۰

 
 
 
 
 
 
 
 
 
                                              
                              اولاړ به شم وطن ته                      
لاړ بــــــه شم وطن ته چـ-ه دیــــدن د خــپل وطن وکړم
                                       خلــــــک به راټول ورته قیصه د خـــــــپل چمــن وکړم
 
ستــــــــرګې به اوبه اوخپــــل زړګي ته بــــه اثرورکړم
                                       ډیر یــــمه بې صــــبره خپل پــــرواز ته به وزر ورکړم
 
تاته بـــــــه دســترګو تور پــــه جاراو پــه قربـان درکړم
                                       او لاړ بـــــه شم وطن ته چې دیـــدن د خپــل وطن وکړم
 
تاتــــــــه بـــــه د زړه وینــــــې په جــام مسته ګډا درکړم
                                       چاتــــــه به ځــــــه غیږ چــاته به لاس چاته سلام ورکړم
 
ډیـــر راباندې ګران، د ې خړو خاورو ته به  سر ورکړم
                                      چاتـــــــه به ځـــــه ډکه خـــــوله خندا ګُل د ګُلاب ورکړم
 
او ســــــربه ځه هاشم درتــــــه پــه مینه کې یو دم درکړم
                                      را بـــــه وړم رڼا او دې تیارو ته به سپیـــن  رنګ ورکړم
 
چاتـــــه به قلم چاته کتـــــــــــــاب چاته مـــــــرحم ورکړم
                                    او لاړ به شـــــــــــــــــــــــــــــــــــم وطــــــــــــــــــــن ته                                   
 
د امریکا د اُهایو ایالت          ۲۰۰۵/۴/۴                                                                       

 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
   د رحمت باران په طمع خوار بچې د افغان وینې             
هغـــــــــــه زړه چــــــــــــــــــې په دردونو کـــباب نه وي
                                    لـــــکه ونه کـــــــــــې میوه چې حـــــــــــــــــباب نـه وي
 
تش په رنګ ئـي مه غولیږه که په زړه ئې سور داغ نه وي
                                   هیـــڅ چې یار ورته و وائې کــــه په زړه ئې رباب نه وي
 
د ډیــر وخته په انتظار مـــې په   تور سرکې دا سپین وینې
                                  زړه مـــې یار د عشق لمبو کړ کــــــه تیار ئــې کباب وینې
 
ښـــه خوراک ئـې د خپل ځان کړه که ئې داغ په آتش وینې
                                  هیــــڅ قاصــــد د عشق رانغی تږی ناست یم تش جام وینې
 
ځـــان ته ناست یـــــم هــم مې عقل په تیارو کـې رڼا وینې
                                  خلــــــک لاړ ځــــه تري نــه پاتي د افغان دا کاروان وینې
 
خـــــــپل چمــــــــن شو رانـــــه پاتي دا بلبل په فغان وینې
                                  د پـــــــردي چمن په ګل ئــــــــې د مجنون پـــه فریاد وینې
 
لاړ شـــــه لاړ شــــه زړه مــې وران دا پردي قاتلان وینې
                                   په هــــر رنګ رانـــه راتاو دي دا شین سترګي د دام وینې
 
د نــــفاق په آور کــــــې سوځــم سر په لاس د افغان وینې
                                   دغــــــه تشو کنډوالو کــــــې هاشم سیــــری ګریوان وینې
 
  د رحمت باران په طمع خوار بچې د افغان وینې                            
او دا هاشـــــــــم جـــــــلاوطنه د وطـــــن پـــه چــغا وینې
د امریکا د اُهایو ایالت    ۲۰۰۶/۷/۱۸

 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
یو نصیحت                                   
ژوند لــــــکه سفر هره لحظه نـــــــوی تصویر ګوره
                                         تیر چـــــې شي بیا نه راځې وخت تـه ښه په پام ګوره
ډیربه دي یــــــاران وي مرور ئی لـه خپل ځان ګوره
                                         چاســــره د زړه په راز شریــــک چا نـــه آمان ګوره
چانه به مخ پټ ګرځې چاپســـــي بـــــه ورک ګرځې
                                          چاته به مجنـــــون وي ناست پـــه لار او بیابان ګوره
څوک به دې خــــوشحاله کړې تش خـالي سلام ګوره
                                         چاسره بـه ناست په خوان خوار ئی دسترخـوان ګوره
څوک د خپل فراق پــــه درد خـوار غریب نارام ګوره
                                        څوک به دي وي خواکې ناست خدای نه ئې آمان ګوره
ژوند سره په جنـــــګ کې د حاظر ساعت ناکـام ګوره
                                         چا ګټلي نــــه ده چــــــې کوي خوښــــه د ځــان ګوره
د خوږو خاصیت خواږه وي په ترخوکې امتحان ګوره
                                        چاسره چې تریـــخ نه شی ډیر ئــــی د ځان زیان ګوره
خپله خوښـــــــه پریږده خــــوښه ټولـــــه د ناکام ګوره
                                        ته شه ښه سردار او دغــــه ښه بـــــــد دي یاران ګوره
زړه دي کـــــړه د راز دفـتر ښه پکــــــــــې مدام ګوره
                                        بد ته چې ځـــــــای ورنکړې د بــــــدو بد انــجام ګوره
بد هغه چې بـــــــد ګورې ښه ځـــــــیر شه ایمان ګوره
                                        ژوند دی یـــــو میدان د جنګ ځـــــان ښه پهلوان ګوره
کله به پرمــــــــخ نسکور کـــــله ځـــــــان په بام ګوره
                                        عقل نه کــــــار تل اخله عــــــــــقل کــې برهان  ګوره
تله تــــرازو کـــــــــې هم لاس د سخــــــاوت ګـــــوره 
                                        تیرشـــــه د خپــــل حقه خپل، حـــــق د بل انسان ګوره
تیر بــــه شې دا ژوند درنه لږ په زړه کــــې ځان ګوره
                                       عقل تـــه لار خلاصه کړه غـلام ئــــــی د هر دام ګوره
شعر د نصــــیحت دی دا، دا زړه کــــې مــــــدام ګوره
                                       وئـی لـــوله یـــو څـــو ځلۍ  ځــــان پوه کړه  رڼا ګوره
علـــم لــــکه شمــــع وي نــــور ئـــــې د ایمــــان ګوره
                                        نـــلرې ایمــــــان، چــــــې نـــــلرې عــلم د قرآن ګوره
عـــقل لــــکه سترګــــې وي  په عـــلم  ښــه او بد ګوره
                                       لاس بــــــــه ځـــه هاشــم درکــــړم ما ته په خندا ګوره
سترګـــــې چې تری واخـــلی پرځــــې په هر دام ګوره
                                       وګـــــوره چـــــې څه غواړې خـــدای په امتـحان ګوره
غــــورځې به په هــــره خـــوا دا د شـــک  فضـا ګوره
                                       ځــــان په ځــــان و نـــه غولــئ ځــان ته دې دوا ګوره
مــړ نه شی چې مړ به شی ځان کې دې خپل ځان ګوره
                                      بــدو نـــه شــــه تیر او  ښـــــو ته هیـــڅ  بــــد مه ګوره
سپین پــــه تــــور و نــــه بائلې تــــور لـــــکه بلا ګوره
                                      ښــــــه یا بد د چـــــا پرې څـــه، ښه او بــد د ځان ګوره
ځــــان ګټل په بــــل کې وی بــــل ته ښــه مــــدام ګوره
                                       لاس راکــــړه چې جګ دې کـــړم شا شا ته ډیر مګوره
ځـــان دي خپــــل راونیســــه ځـــان ته ډیر په پام ګوره
                                      ښه نظــــــــر د خلـلــــکو ته بـــــد ګومـــانه مــــه ګوره
داســــــــې به ئی را لنډه کړم داســــــې ئــی انجام ګوره
                                      ښه خو د هر چا وي خوښ، بد صرف د خپل ځان ګوره                                       
خوست   ۲۰۰۸/۹/۱۶

 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
                                 ځان دي په چا لټوئ                                  
ماتـــــــــم د زړه مــې راته ګور لټوي
                                             چـــــې مــــې آشنا را پیغــــــور لټوي           
ما نـــه خـــراب د دنیا ټـــول کــارونه           
                                              چې مـــې شیطان د زړه په کور لټوي
را نــه خطــاء شو وار د ښــــو او بدو
                                             چــــې ښـــــاماران افغانستـــــان لټوي
ګِلـــــــــــه د چانـــه او د څــــــه لپاره
                                              چــــې مو افغــــان نن افغــــانان لټوي
ځــــــه د قاتل د سترګــــو تاوُ چیچلیم
                                               ځـــکه مې ورک ارمان جــانان لټوي
ارمان د اوښـــــکو په بهیر لاهـــو شو
                                             اوس مـــــې ارمان د سترګو جام لټوي
کله د یو بل نــــــه که طمــــع لــــــرم 
                                               طمــــــع له دوی مې پاک ایمان لټوي
هر څــــــه ئـې در کړل د ایمان په بیه
                                              آخـرت خـــوار داســــي دنیــــــا لټوئ
څوک په ګونډو ورته په پښو پریوځـې
                                             څوک دي پــه اوښـکو کې  آرام  لټوي
داســــې  وده د غــفلت خــوب راوړیم
                                              دی مـــې په جیب کــــې لا قرآن لټوي
هاشــــم غلیم سره په یـــــو سفر کـــې
                                             دي خپلو وینـــــو ته یــــو جــــام لټوي
ورک د اشنا نه د خپل کور په کنج کې
                                             داســـــې چې ځــــان  په پاکستان لټوئ
خبـــــرې ډیــــری خوئـــې چاته وکړم           
                                             لــــکه موږک پـــــــه سوړه ځان لټوئ
روح مـــې جدا ګـــرځې ملګری نه شو       
                                             ځـــــــه په دنیــــا دا مې عــــــقبا لټوي                  
چــــې مې د روح آشنـــا جــدا شو رانه         
                                            اوس یمـــه ورک څـــــه شا وخوا لټوي
داسـي شوم ورک ځان شو له ځانه لرې 
                                             د بیـــــکسئ ځندان مــــــې بیــــا لټوي
ګرځــــــی د بل ســــــره د بل په وطن            
                                            شـوئ رانه ورک داســـــي جهان لټوئ
شعر چـــې جارې شې کله بس وائې دا    
                                             ځـــــه وائـــــم بس دا مـــې لا بیا لټوي           
هاشمـــه ډیري دی پــه زړه دې راشــه
                                             اوس دې هـــم دا نورې بــــه بیــا لټوئ
 
خوست     ۲۰۰۸/۱۱/۱۳

 
 
                                   لږ ورته پام وکړه                   
نن چـــــــه افغان ســــر د افغان غـــــــــوڅوي        
                           دا د غـــــلیم ګـــــذار دی لږ ورته پــــام وکـړه
 
ډیـــر خطرناک ګـــذار دی لږ خو ارمان وکړه
                           نوم به دې ورک کـــړي تل دا پام په دنیا وکړه
 
راتـــګ دې نشته دی بیــــــا پام په افغان وکړه                       
                           ځـــان دې کړ ځان نه لرې لږ خو ارمان وکړه
 
هاشـــــم نور نه وائي څه په خپل ځان پام وکړه                  
                         پریږده  دا ټول جنګونه اول خپل ځان جوړ کړه                                             
خوست   ۲۰۰۸/۷/۱۱

 
 
 
 
 
                                 د پښتو وینه او مینه
پښتـــــــــــانه چې داسـي مست دې د پښتو په وینه
                                       ځــــــکه خوئې مینه داســی پاکه پښتــنه ده مـــینه
ســــرخو به ئې غوڅ کـــړی، خو د پښتو په وینه                                          
                                        تـــــــل لمبوي دوی خـــــــپله دا پــــــاکـــــه مینه  تل لمبوي دا خــــــپل غیرت دوی د پښتو په وینه                                                                    
                                        ځان چې کړې  خوار، هـــــله وې  قربان په مینه
 داســــــــــی چـــــې وي مست پـــــه پښتنه  وینه
                                         ســــــــــر خوبه خــــوری خـــود دا د پښتـو مینه
تـــــــــــــل مــــــــــدام ړونـــــده وي  پښتنه وینه
                                        عــــقل نــــــــــــــــه تـــــــیریـــــــږې پښتنه مینه
 دا د ړنـــــــــــــــــدی مــــــــینې دا ځـــیږه وینه
                                         تـــــــــــــل وي دا ړنــــــــــده دا د پښتــــــو مینه
ټــــــــــــــوپ وهـــــــي هـــر دام ته د پښتو وینه
                                        خـــــــــــــود خــو د ازله ده، سرتیره،پښتنه  مینه
داســــــــــــــې د ړنــــــــدی مـــینې نه ځار وینه
                                         خــــــــــــــود په اور ســـوزیـــــږې د پتنګ مینه
ســُــــــور رنـــــګ ئــــې د وینو چــې پښتو وینه
                                        نه کــــــــــــــوي  افســــــــوس دا د  پښتـــو مینه
ساتـــــــــــې خـــــــــــــپله مینــــــه په پښتو وینه
                                         هیــــــــــــڅ به لاس وانـــــــــخلي پښتنـــــه مینه
دیــــــــــن ته تسلیــــــم نـــــــه شــــوه پښتنه وینه
                                         دیــــــــــن نـــــه شوه هـــــــــــم تیره  پښتنه مینه
داســــــــي چـې قربان وې په پښتو دا پښتنه وینه
                                         مــــــخ بـه راښکاره کړې دا جانان په پښتنه مینه
اسلام که را ژوندی شې  پښتنو کې په پښتو  وینه
                                        کفر به خپــل مات کړي که راپاسې دا ځیږه  مینه
پښتــنـــو ته لرم ځیــری، په پښتو چې پښتنه وینه
                                        را بـــه وړې ایــــمان لـــه کــفره تیره پښتنه مینه
خوست    ۲۰۰۷/۳/۹

 
 
 
 
 
 
 
د میني په ګلزار د خزان وار دی                               
د مینـــــي په ګــلزار مــــــې د خـــزان د وار دوران دی
                                         زړه مــــــې ناقرار چـُــرت او فـــــکر مـــــــې نارام دی
روان را نـــــــه بلبل او دا چمــــــن مې خوار او زار دی
                                        ناســـــت یـــــم د خپل ځــــــان سره جانان رانه روان دی
خدایــــــــګو که بیا راشــــي، شــــــــاید دا آخر زمان دی
                                        ما ویــل راشه ښکل ئــــې کړه، بیا دیدن د زړه آرمان دی
ځــــــــي او شاته نه ګــــــــورې دیدار ئــــــې د جانان دی
                                        مانـــــــــه خــــــفه شــــوی زړه ئې مانـه لږ څه وران دی
دی لـــــــــــکه ښکارې دګل ښکار پـــــــــه اغزي وار دی
                                      ټول ئـــــې کړل ګلان رانه، په اغــزو مــې ځان پرهار دی
نـــه آوري فریاد ځما، ځــــــــه لاړ شــه زړه مې وران دی
                                      ژونـــــــد د یو خزان سره، هر انســــــــــان پسي روان دی
لویه فلسفه ده ژوند، دی مخکې خلک ئې شا شا ته روان دی
                                      چا نه دی روان، چــــــا ته وروان، دغـــــه ئې داستــان دی
پوه یــــــم رابه نـه شی بیا، بیــــــوفا مــــې دا جـــــانان دی 
                                      غیـــــږ راکړه چـې ښکل دي کړم، دا ځما د زړه آرمان دی
ځــــه او خدای دي مــــل شه زړه مې ډیر درپسي وران دی
                                     مـــــرګ نه وروسته بیا مـــــ-ې د جانان دیـــــدن آرمان دی
د مینـــــــــې پــه ګلزار مــــــې د خـــــزان د وار دوران دی
                                    ګُلانـــــو خنـــــدا بنــــــده کړه  شبنــــــــم تــــرينه  روان دی
ویــــــنې مې د زړه راته د ستــــــرګو پـــه جـــام بـــــار دی
                                    راغـــــــــلو یــــــو سیلاب، لوند رخسار سیری ګــریوان دی
لاړو د حــــجران ‎‎‎ پــــه اُور مور ئــــې ژاړې او فـــغان دی
                                    د پلار خبره نه آوري، شـــل کلن ځـــــــــوی ئــــې روان دی
                او لاړ شه ........ جانه دا چـــــــــې ستا د زړه آرمـــــــان دی
                
 خوست   ۲۰۰۹/۴/۱۹      

 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
                             یو څو په زړه پورې لنډۍ                   
 وطـــــــــــن خــــــــو هــــــر کله وطــــــن وي                   
                                               ځه د وطـــــــــــن خلکو ته ډیــــــر غمـــجنه یمه
جنــــــــــــګ یې لـــــــه تورې راتــــه جـــوړ کړ          
                                              ځــــــــــه یې حــــــلال په خپله توره ټوټې  کړمه
تـــــــــوره هـــــــــمیش ځـــــــمونږ تیــــــره وي              
                                               دعــــــــقل جنګ کـــــې یې د دوه پیسو ځه کړمه
پښتــــــــــون هــــــــمیش په تــــــــوره مست وي          
                                              نـــــــن ئې  د تورې  مستي خـــــپل سر غوڅوینه
ګټـــــــــلی جــــــــنګ مــــــــو ځــــــــان ته بائیلو              
                                             اوس بــــــه د ورور له جنګه ما څوک خلاصوینه
کلـــــــه خـــــــــــو یو بـــــــل تـــــــه پــــه قار یم                  
                                             بهـــــــــانې جوړوم ځان پرې له شرمه خلاصومه
د غـــــــــــیرت نــــــــوم نه یــــــې بیزار کـــــړم            
                                              اوس په لـــــــــویدلي شمــــــــله پت خــپل پټومــه
اور مــــــــې پــــــه کور کـــــــې راتــــه بـــل شو          
                                             عـــــــقل چې لاړ شــــــي اور تــــه تیل وراچوینه
د غیـــــــــــرت چغـــــــــــه ســـــــره لمبــــه شوه              
                                              د هره کــــــــــــوره یې نارې ســــــــورې راځینه
ځـــــه د غـــــــــــــــلام د غــــــــــــــــــلامئ شوم                  
                                             بــــــــــې ځایه اوس هـــــــــــم په بابا فـــخر کومه
قلــــم مــــــې واخیست لاس مــــــــې ریــږدي
                                                  د زړه پرهـــــــــــــار پــرې ماتوم ژړا راځینه  قلـــــم مـــــې رنـــــګ پـــــه وچـــــــیــــدو کړ   
                                                  اوس بــــــــــه د زړه پــــــــه وینو تنده ماتوینه
رنــــــــــــــــګ یې خــــــــالص د ویــــنو بوله      
                                                  چـــــــې د آشنا سترګو ته اوښکې پرې راځینه    
 
                                                 
 
        

 
 
 
 
                                                                                                                                                
 
 
د زړه خــــــــــــبره پــــــــه خــــــــــولې نـــه شي                
                                             د زړه خــــــــــــــبره د زړګــــــي پــــه وینو شینه
چــــــــې مو جـــــــــــومات او مــــــمبر پــریښود            
                                              ځــــــــــکه خو ورک د کلي کـــور او وطن شونه
چـــــــې د دنیـــــــــــــا په حســـــــــــاب ګـــډ شو                  
                                              ځـــــــــــــــکه خـــــــــو ورک د یـــــــو بل شونه
چــــــــــې مـــــــــی آشنـــــــا را نـــــه جــــدا شو                   
                                              د غـــــــــــم تــــــــنور یـــې ځه په یاد لولپه کړمه
د زړه د غــــــــــــم ټـــــــــکور پــــــرې کــــیږي               
                                             کــــــــــه د آشنـــــا سترګو ته اوښکې پرې راشینه
ځـــــــــــه بـــــــــې لـــــــه غـــــــمه د چا نه شوم                  
                                             غـــــــــمه راځــه چـــــه کډه ستا کور ته در وړمه
خلـــــــــــــــــــکوجــــــــــــــــفا پـــــــه وفا راکړه                        
                                            د بیـــــــــــــــوفا خلـــــکو به څه زړه درته خورمه
چـــــــــــــــــا ته آشنـــــــــــــــا د هـرڅه ګران وي                 
                                            څـــوک  تړل شوي په خپل ضد، زړه راته خورینه
څـــــــــــــــــــــــــوک لــه جفا لــــــــه لاسه ژاړي                
                                            ځـــــــــــــه پـــــــــــــه جـــــــفا باندې وفا غلطومه
د زړه پــــــــــــــه ویـــــــنو لیـــــــــکل سخت وي             
                                             ځــــــــــــــــــکه خــو ځان د بل په عیب کې پټومه
د دروغــــــــــــــــــــــو پنـــــــــډ ئې په شا بار دی              
                                            خـــــــدای خــــبر بیا به د چــا  کور پري ورانوینه
د هـــــــــــــاشــــــــــم زړه دې پــــــــــــه ژړا کـړ
                                             خـــــــدای خو دې  ستا له لاســـه څوک نه ژړوینه                                         
                 

 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
                           یو څو په زړه پورې لنډۍ                    
د زړه آرام د زړه خـــــــنجــــــــر شــــــــو                
                                                     اوس ځـــه خنجر د زړه په تل کې ګرځومه
د زړه خــــــــنجـــــرظلـــــــم مـــــــــــکړه
                                                     ځــــــــــه بیــګناه دې په زړګي وشتلی یـمه
زړګیـــــــــــــــه راشــــــــه روغــــه وکړو                                           
                                                      دښمــــــــن ظالــــم دی بیګناه دې ځوروینه
ظلــــــــم ظــــــــــــالم تـــــــه پیــــــدا شوی                        
                                                     مظلــــــوم کـــه نــه وی دا به چا پوره کونه
ځــــــــــــه د مظلــــــــــــوم په حال خبر یم                 
                                                     ظــــــــــــــالمه تا نه به څـــه زړه کې پټومه
خـــــــدایه لـــــــــــه دې ظلمــــــه مې ساته                
                                                      چـــــــه یو انسان د بل انسان د لاسه مرینـه
پتنـــــــــــــګ د اور په لـــــــــــــــمبو وسو                    
                                                     انســــــان بدبخته،  خپل غرور ئې سوزوینه
سپـــــــــــرلیه دومــــــــــــره صبــــروکړه                     
                                                      خــــــــــــــــزان ظالم دی ماله تا جدا کوینه
ستـــــــــــرګې مې تا پســــــــې ړندې شوې              
                                                     اوس دې دیــــــدن ته د زړه سترګې غړومه
یار مـــــــــــې د بــــــل د کــــور چراغ شو               
                                                     اوس به خپـــــــل مړ چراغ په چا ځه بلومه
یار مــــــــــې د بــــــــل چاسره خــــــاندي                  
                                                      زه په تیــــــارو کې په ایرو کې لاس وهمه
ایـــــــــــرې پـــه سر راتـــــــه راباد کړئ                
                                                      زه د آشنـــــــــــا لـــه غمه ورک لیونئ یمه
ځـــــــــــــــــــه د ازله د چـــــــــــــا نه وم                       
                                                      د خـــــــوار تقدیر علاج به څنګه ځه کومه
لاړ شــــــــــــــــه له بـــــــاغه ګلان راوړه                 
                                                      چــــــې خپل آشنا ته یو امیل ترې جوړومه
زه خــــــــــــــو زخمـــــي د زړه په سر یم              
                                                     آمیــــــــــل د ګلو بانـــــــــدې ځان غلطومه
د مــــــــرګ آواز را بانــــــــــــــدې وشو                  
                                                       ځه لا تر اوســـه بندي ستا په جال کې یمه
خـــــــــــدای نه د زړه صبر ځه غــــواړم            
                                                       د نفـــــــــاق اور مې په لمبو کې سوزوینه                                                         

 
 
 
                       غل دې راونیسه خپل ورور پیدا کړه                       
دا د زړې تــــــــــــــــورې دا زوړ ګذار به           
                                      دا د عزت پـــــــــــګړي په سر کړي بیا دا
دا دهمــــت مټـــــــــــې به نـــــغاړي بیا دا                
                                       دا د افغـــــــان دښمن بــــــــه نغاړي بیا دا
دا د تیـــــــــــــارو نه به راځـــــغلي بیا دا               
                                       دا د رڼا لـــــــــــــــور ته په مـــــنډه بیا دا
د بســـــــــمه الله نه به شـروع کړې بیا دا         
                                        نـــوم د الله نه به شـــــــــروع کړې بیا دا                        غل دې راونیسه خپل ورور پیدا کړه                      
دښمـــــن بـــــې واره په خپل هوش راغی
                                        د افغان عقـــــــــــل نن په جـــوش راغی
دا د احمد محمــــــود میـــــرویس بچي به
                                        دا د نـــــــړۍ د ســـــر د تاج وګــــــــړي
دا لــــــر و بر افغان بـــــه یـــــو وګوري
                                        یو ځـــــــــل په بام د یـــــو افغان وګوري
دغـــه پښې لوڅئ او دا څــــیرې ګریوان      
                                        یو ځـــل په در د لــــوی سبحان و ګوري
راځــــئ وعــــده وکړو چــه دا مو ده لار        
                                        شاه ته و نه ګـــــــورو چه لــــرې مو لار
د دښمــــــن هر دام کـــــې به دې رانغاړو        
                                      لاس بـه پرې شنډ کړو که ئې دی رانغاړي
مـــــــنډه رڼـــــــــا ته کـــــړه رڼا پیدا کړه                
                                       غــــــــل دې راونیسه خپل ورور پیدا کړه
دا د احمد او د محمود د شملې رنګ پیدا کړه
                                     ګریــــــــوان مــــو څیرې شو غلیم پیدا کړه       
خوست    ۲۰۰۸/۲/۱۳

 
 
 
 
                              ځه یمه ستا په طمع                      
سترګـــــــــې مې وچې شوې دلدار څارمه       
                                                   ځه د شپونــــ-کي د رمــــــــې لار څارمه
خوا کـــې مـې تیر شو خـــو بیابان څارمه     
                                                   رحـــــــم دزړه ئې په مــــا هــیڅ رانغــی
رانــــــه لاس واخیست د بیګاه په طــــمع        
                                                   زړه مـــــــــې بندي دهـــــر صبا په طمع
څه مــــې جوړ کړی او څه نــور جوړوم    
                                                  د هـــــــــر امید نه یـــــــو امیــــل جوړوم
ځــــــه د جــفا ســـــره وفا پـــــه طمــــــع                  
                                                   ځه د صبـــــــا او د بیــــــــګاه په طمـــــع
د خپـــــــل آرمان سره وصـــــال په طمع          
                                                  ټالونه ډیــــــــــر مــې دي جوړکړي داسې
آسمـــــــان ته ګـــــــورم د لیــــلا په طمع              
                                                   خـــــــــدایه ټالو ته مـې پرواز ورکـــــړه
یم د هیــــــڅ چا او بس دا ستـــــا په طمع        
                                                   مجــــــنون په خـــــپل حال ناتوان یمه ځه
مــــــــخ د پلـــو شا ته دیــــــــدار په طمع              
                                                   لار مــــــې نیولـــي د ګــــــــودر ده درته
ځــــــــــه لا ولاړ ستــا د رخسار په طمع         
                                                    مخـــــې نه ډیرې په وار وار شوې تیرې
زړه رانـــــه وړي ستــا د رخسار په طمع    
                                                  کله پـــــــــه یو بــــل دا غلط ګومــــان مې
ځه یمـــــــــه ستا ته د بــــــــل چا په طمع            
                                                   تــــه راتـــه ښـــــکارې خو ما نه ویني ته
بیــــا هــــــم ځه ستا ته د بـــل چا په طمع         
                                                  ځه دې ملنګ کچکول په لاس کړم ځان ته
ځه یمــــــــه ستا ته د بــــــــل باغ په طمع           
                                                   ګل د بـــــــل باغ درته راوړلـــــــی نه شم
تـــــــه ئې انځر ځـــــــه د ګلاب پــه طمع           
                                                  ګلان چــــــاڼوم چـــــې که ځـه تا پیدا کړم
په خـــــوب ویده د بـــــل صبا په طمــــــع           
                                                  د قلــــــــم ستـــــرګو تــــــه ژړا راغلـــــه
هاشـــــم په طمع د صبا او بل صبا په طمع  
                                                 لاس اخیستــــــی نــه شم نو ځــــکه خو ځه
چــــــې دی به جــــوړ شي د ګلاب په طمع     
                                                او ځـــــــه د انځــر ګل ته بیــــــګاه او سحر  خوست  ۲۰۰۸/۶/۱۶                                              

 
 
 
                       سل مې غوښتې خو مې یوه و نکړه         
دا د زړه غــــــوټې خـــو په زړه پاتې شوې   
                                 چا ته ئــــــې وسپړم په خــوله پاتــــې شوې
 
ځــــــــــان سره فکر او چـــــورتونـــه وهم           
                                  راحت مـــــې لاړ ځغمه یو ته پـــاتې شوې
 
دا ټــــــــول جنـــګونــــــه مــــــې ګټلي ګڼل              
                                 جــنګ ســـــره ځان ته بس یو ته پاتې شوې
 
دا ټولــــــې لارې چـــــې تیارې شوې راتـه     
                                 ځه پـــــه تورتـــــم کــــې د تیارو پاتې شوم
 
غــــم پــــــه سینه کــــې پـه سورو شو راته       
                                 زړګــــیه غــــم تـــه بس یــــو ته پاتې شوې
 
خــدای ګو چې څه به مې قسمت کې وي نور
                                چــــې دا هــــر څـه رانه په څـــه پاتې شوې
 
خبــــــرې ډیرې خـــــو کولائ نـــــه شــــم            
                                شونــــــډې مې بیا په چپه خوله پاتـــې شوې
 
هاشــــــم د زړه خـــبر یــــــوه ونـــــــــکړه               
                                 خـــــــــوله دې شـــــه ماته ماته خوله شوې
 
ســـــــل مــــــې غوښتــې خو مې یوه ونکړه       
                                ټولــــــې خبرې مـــــې په زړه پاتــــې شوې
   او چـــــا ته ئې وسپړم په خــــوله پاتې شوې 
خوست  ۲۰۰۹/۱/۱۹                              

 
 
                            هاشم یواځي ښه
یاران چــــــــــــه ډیر وي ښه دی
                                          دوستان چــــــــې ډیر وي ښه دی
یواځـــــــــې خـــدای ته ښـــه دی
                                         یواځــــــې مـــــکړه خـدای څوک
کـــــه نــــه انســـــان دی چــیري
                                         انســـــان انســـــان تــــه ښـــه دی
بـــــــاران په غــــرونو ښــــه دی
                                          پـــــــه وچـــــو او شاړو ښــه دی
بـــــې اوبو مــــــکړه خدای څوک
                                        اوښـــــــکې پــه سترګــو  ښې دي
وطـــــــن هــــــم داسي واخــــــله
                                        وطـــــــن خپل یار تـــــه ښـــه دی
بــــــې یاره مـــــکړه خدای څوک
                                         یار خپــــــل جانان تــــه ښـــه دی
یواځــــــــــــــې مکړه خدای څوک 
                                      هاشم په چرت کې بیا یواځې ښه دی
خوست  ۲۰۰۸/۳/۲

 
 
                                    خوار افغانان            
داســـــــــې مـــــــې یار په بیابان پــــــاتې شـــــــــــو            
                                                یا  پــــه ایــــران او پـــاکستان یا امـــــریکا پاتې شو
وطــــن هم لاړ صـــــرف ښــــــاماران پاتـــــــې شو  
                                                پـــــــــــه غرو رغو ئـــــې هم لــــــــیوان  پاتــې شو
اتفــــــــــــاق هم ترې کډه وکړه صرف نفاق پاتې شو
                                                خوارمې افغان په وینو ډوب لاس او ګریوان پاتې شو
ولــــــې آی ورک افغانه ځــــان دې کړ ځــان نه لرې
                                                لاړې فــــــــــاني دنیا نه ډالــــــر دینــــــــار پاتې شو
دهاشــــــــــــــم زړه بـــــاندې آرمـــــــــــان پاتي شو
                                               خوار مې افغان په وینو ډوب لاس او ګریوان پاتې شو
 
خوست  ۲۰۰۸/۳/۲

 
 
 
 
                              حق باید وویل شي                        
لــــکه غل د جـــومات ګیر پــه خــپله غلا شي  
                                            د څـــپلیو پــــــرې بـــاران او ورخــــطاء شي
لار د تیښتې تــــرې نه ورکه ړوند په دنیا شي
                                           که راګیر په داسـې جنګ چه حق پري لاړ شي
تــیر لــــه سره پـــــه سودا د حـــق هاشــم شي   
                                           نـــه چې سرپه سودا  سپور حـق ئې پیغور شي                                            
خوست ۲۰۰۷/۵/۱۱

 
 
                    نن چې ایمان د کفر اُور راباسې
 یو ځــــــل نــــن بیا دا لراو بر پښتانه            
                                           د نفـــــــــاق اور خواره واره راباسي
 
کلـــــي په کلــــــي ئې پیغور راباسـي    
                                           پــه رڼا ورځ ئې له خپل کور راباسي
 
کله کـــړي مــا او که تـــــا کړي کافر                     
                                          داســــې په ورور راته څرمن راباسي
 
دطالـــب زړه ئې د طالـــب نه کړ تور         
                                          د خـــدای له کوره چه نن اور راباسي
 
ســرئې راغوڅ او په سینه ئې کړ ښښ     
                                         نـــن چه ایمان د کفــــر اور رابــــاسي
 
دا د اسلام په نوم جــــوړ شــوی اسلام        
                                          اســــــلام آباد نه په پـــیـــښو رابــاسي                                           
خوست ۲۰۰/۵/۱۱

 
 
 
 
 
 
             غلط انجام ته مځه      
دا ئـــې هم چل کې چل دی                    
                             ساده افغــــان ته غــــل دی
دا ئــــې هـم نوی رنګ دی                      
                             دیـــن او اسلام  ته غل دی
کله ئــــي سور بیـــرغ دی                        
                             کله ئــــي شین بیــــرغ دی
کله ئـــــــي سپین بیرغ هم                         
                              په زړه بیا تـــور بیرغ دی
خوست ۲۰۰۷/۳/۱۲

 
 
                داسي ښيښه د مخ مدام وبوله               
ژونــــــــــــد دي یـــــو جــــنګ وبوله                     
                                      مـــــــــیدان ئـــــــي تـــــنګ وبـــــوله
عــــقل دي تـــــوره د ایــــــمان وبوله                
                                      بـــــی عقله جــــنګ دي امتحان وبوله
عـقل چې نه وي جنګ دي ناکام وبوله     
                                      داســـي دي ځان کې خپل ایمان وبوله
حســاب د ځــــان ســــــره مدام وبوله              
                                      چــې دي بائیللي دا د ځان ځیان وبوله
تـــــوبه د ځــــان ســــره نـاکام وبوله                
                                       رحـــــم د خدای دي هـــر مدام وبوله
هـــــری تیـاري پســـــي رڼـــا وبوله                 
                                        امــــــید په زړه داســـــي مدام وبوله
بـــــایللي جنګ کې دي بریــــا وبوله             
                                        پــــه ځانته ځان جنګ د دنیـــا وبوله
فــــــاني دنیا کـــــې دي عقبـا وبوله                 
                                         جـــنت دي هـــــم په دي دنیـا وبوله
پـه داخپل جنګ کې ځان مدام وبوله       
                                         دا دي د عــــــقل امتـــــــحان وبوله
هاشمـه جنګ دي د خپل ځان وبوله        
                                         داســـــي ښیښه مـــخ ته مدام وبوله         خوست   ۲۰۰۷/۴/۲

 
 
 
 
خنداګاني مو بدلي ژړاګاني      
ټــــــول خیالونه ټــــــــــول فکرونه مو بدل شول
                                  ټــــــــول خــــوبونه  تــــــــعبیرونه مو بدل شول
خــــــــنداګاني شوی بدلي ژړاګانـــــي شوي بدلي
                                 هــــغه ځما او ستا د خوني چراغونه هم بدل شول
دماما خوري تر منځ ښواږه زړونــه هم بدل شول
                                  دپتنګ شمعي نــخرو کې ټول نازونه را بدل شول
د جــــــــومات غریب ملا ته ممبرونه رابدل شول
                                 د دهقان او خان تر منـځ هم عادتونه ټول بدل شول
د ډالر په زور او شور کې ایمانونه هـــم بدل شول
                                 دا ځما شاوخوا خلک سل په سله دوي بــــدل شول
مـــــدرسه او جومات واړه بـی تلواره را بدل شول
                                د مـــلا د آزان غږ هم داسي ښکاري چې بدل شول
د فقیر او سپــــي تر منځ هم خصلتونه را بدل شول
                                دوی اوس یـــــــو بــــل سره جوړ او ښه تکل شول
د شفق د نــــــور رڼا مو د مـــــاښام تیارو ته راغله
                                دتیــــارو په تور ماتم کې ډیــــــوه هم په جفا راغله
بــــــــی آزاره توتکۍ هـــــــم د آزار په تکل راغله
                               اوس د خـــــــټو هغه کور ته دا پــه مسته ګډا راغله
 اوس چې ځه په ژړا ژاړم په ژړا مو خلک خـاندي
                                اوس چې ځه په خندا خاندم په خندا مو خلک ژاړي
هر یــــو غم کـــــــــې ئی مــــــــاتم د سحر غم دی
                               هر مـــــــــاښام ئــــــــی د شــــــفق انتظار ګرم دی
هاشــــــــــــــم ځکه په دنیا کـــــــې داسي تـنګ دی
                                چــــــــــــه د سترګـــــــو انتظار د زړه مـــاتــم دی
خوست   ۲۰۰۸/۲/۱۱

 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
                        کږې لختې که په زور سمول غواړی   
کـــــــږې لختې که په زور سمول غـواړی 
                                       چــــــــــا سم کړي دې کږې لختې په زور                                         
په پـــــــوره معنی که ځان پیژندل غـواړی  
                                       ماتـــــــــــوې به آیــــنې د مــــــــخ په لـور                                        
که ظالم نــه مظلوم خپل حق داسي غواړې
                                      وائې جوړ کړه پري ماتم چې دی کړې شور
 
که د ظــــــلم اور ته صبر او طاقت غواړی 
                                       همیشــــــــــه به کړي په ځــــان ظلم لا نور    
که د بــــــل  له جنګه ځـــان په امن غواړی
                                      تـــــل به ساتی د خپل کور راز په خپل کور
 
که غــــرور نه هسکه غاړه او خندا غواړی
                                      همیشـــــــــه به د ځان ښــــــــه د بل  پیغور        
د دنیـــــا حساب چـــه داسی په زور غواړی   
                                     آخرت کــــــې به  بیا زور وي د خــدای نور   
هاشـــــــم تل مــدام سرښکته ځان ته غواړی   
                                     دسرښـــــــکتو سره راز وي د خـــــدای نور   خوست ۲۰۰۸/۵/۳

 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
                                    ای ځما غمه  
غـــــمه تانه تښتم تـــــــــه مې بیا په زړه وریږې  
                            غــــــواړم تا نه پټ شم ته مې بیا لار کې دریږې
ستا نه خـــلاصون نشته، وایم ورکشه ته مستیږې
                            ځه یمــــــه عاجز ته ولـــــــی ما نه، نه صبریږې
ځـــــــه درته په سوال او په زارئ ته نه ورکیږې
                           خــــــدای نه که ویریږی پریږده ما که ته پوهیږی
ته چې مې په زړه ئې زړه مې ډیر راته ورانیږی
                            غــــمه تاته وایــــــــم ته د خــــــــدایه نه ویریږې  
ځــــــــه درنه روان شم ته مــــې شاته شاته کیږې
                           چاتـــــه فریاد وکـــــړم چې ته ما نه، نه صبریږې
لاړ به شــــــم یو ورځ درنه ځنځیر به مې ماتیږې
                           ډیربـــــه راته ژاړي کـــــه په قدرمـــــې پوهیږې
غــــــمه ستا په لاس زړه مـــې تنورته پوریکیږې
                           وســـــومه په اور څنګه دي زړه رابانــــدې کیږې
پریږده ما خپل ژوند ته چې دا ژونــد رانه تیریږي
                           ولـــــې آی ظالمه ډیـــــر دې بــــــد په ما لوریږې 
پوخ شومــه په اور نور مې ځان تورسکاره کیږې
                           هســــــی راته ګوري ولــــی زړه دې نه خوږیږې
کله هـــــم په خوب کې راته وړاندي روسته کیږې
                           ځه درته زارې کـــــــړم ته لانـــور راته ورانیږې
ځه یمــــــه ډیر ستړی زړه مې غواړي دمه کیږې
                          نن مــــــې خوب ته پریږده د صبا حساب به کیږې
خوب ته چې رانه شې هاشم خوب کې ډیر ویریږې
                          او ځه یمـــه ډیر ستړی زړه مې غواړې دمه کیږې
خوست  ۲۰۰۸/۶/۹

 
 
 
 
 
 
 
 
                                   دا په کومه خوشحالۍ کې                           
 
دا ســــــازونـــه چـــــې غږیږې ګډاګاني ورته کیږې                 
                           اندیښنــــې مو قربــــانیږې او فـــکرونه خاوریکیږې
 
او دا سازونــه چه غږیږې دا په کومه خوشحـالۍ کې                
                           او ارمان مو خاورې کیږې دا احساس مو چې قتلیږې
 
دا افغــــــــان چې مو رژیږې ډکې سترګې ئي بهیږې                           
                          پـه واعدو چې دی غولیږې ماشومان ئی هم خرڅیږې
 
دا هاشــــم چې پري کړیږې د زړه ویني ئی رابهیږې                   
                           او دا ســازونه چې غږیږې دا په کومه خوشحالۍ کې                  
خوست  ۲۰۰۸/۶/۱

 
 
                                        لویه خدایه                            
 
ځـــــه به ډیر ستـــړی  ډیربه ځپلی درشـــــم                                   
                                     په غوږو کوڼ  په سترګو ړوند به در شــــــم
 
په زړه نسکور په مخ، مخ تور بــه درشــــــم                                    
                                       لاس په دُعا  له ژوند بــــــــیزار به درشـــم
 
هاشـــــــم ناکام  ډیـــــــــر په ژړا به درشــــم                                     خوست ۲۰۰۸/۶/۲

 
 
 
 
 
 
                           خو نه جوړیږې                   
تــــــــصویـــــــــرونه جـــــــــــوړوم خو نه جوړیږي       
                       فــــــــــــکر او ټال پری زنــــــــــګوم خو نه زنګیږې
آرزوګانـــــــــــــــي رنــــــــــــــــګوم خو نه رنګیږي          
                        تـــــــــــــــــوري شپــــــــــــي رڼا کوم داسي نه کیږې
د یـــــو مړ امید په څنګ کــې یو بل هم راته مړ کیږي
                       وار په وار ئې جنازې دې ډیر مې زړه ورته خوږیږي
دا د اوښــــــــــــــکو ډکې سترګـــــــــــــې چـې بهیږې    
                       او دا احســـــــــــاس چې مو ورو رو داســـــې پاریږې
دا قلـــــــــــــم په ګـــــرمه وینه چـــــــــــــــې مستیږې          
                       د زړه کـــــــــــــوکې د کاغذ په مــــــــــــــخ خوریږې
غیـــــــــــــر له خدایه مې نور هیــــڅ په حال خبریږې
                       وینــــــــــــې داسې چـــــــــــــې زړګـــې نه راټوکیږې
کــــــــــــــله ځان په شعـــــــــر غولوم خو نه غولیږې
                       لــــــــــکه خدای سره د چــــــــــــــــــل کار نه چلیږې
ژونــــــــــــــــــد په اغه دغه هـــــــــــم داسې تیریږې      
                       چــــــــــــــې په ژوند کې څوک پـــــــه دا رقم کړیږې
د دنیـــــــــــا نه دي لاس واخـــــــــــــــلې که پوهیږې    
                       آخــــــــــــــــــرت کې بــــــه خپل تور مــخ ته کړیږې
دا هاشــــــــــــــــم په نصیـــحت چې ډیـــــــر پوهیږې
                       په عـــــــــــــمل کې خپل عــــــــــــمل نه ډیر ویریږې  
خوست  ۲۰۰۷/۹/۴    

 
 
               خو ځه دي نه وینم                         
پــــــه فراق دي ځه آشنا د هــر یو درد شوم       
                                       ستـا له درد ځان  قربانوم خو ځه دي نه وینم
ځـــــــه د بیلی لار انســــــان په بیلــه لار یم         
                                       لاری ټــــــولی دی څارم خو ځه دی نه وینم
بس دی ډیـــــــر مې وژړل دا ستـــــــا لپاره       
                                       ستـــــــرګې اوښکې لټوم خو ځه دي نه وینم
د هاشـــــــم سترګې پـــه تا پسی ړندې شوي   
                                       د زړه سترګــــــې غړوم خو ځه دي نه وینم
خوست  ۲۰۰۸/۹/۷

 
 
 
 
 
 
                                     ځه یم خځلی
ځــــــه یم خځلی بــــاد مې پــــــــرواز شو
                                            اختیار مـــې نه شته زړه مې ډیر وران شو
شــــــــاوخوا خلک ټـــــــول بـــــی وفا شو 
                                            مـــــــــا نه روان دوی په بـــــــل خــوا شو
ځــــــــــــان ته روان وزر مـــــی مات شو 
                                            پــــــــــــه ځان ځانـــــــی بیګاه و صبـا شو
په غــــــــرو رغو مــــی شپی او ماښام شو 
                                            په خپــــــــــل وطن مــــــې مسافر ځان شو
د ژونــــــــــد کړاو مـــــې د زړه ناچار شو  
                                           دا مــــــــات وزر مــــــې مـــا ته رابار شو
شپــــــــــه خو تیریږی خـوب مې حرام شو
                                           ورځ مـــــــــــې د غــــــــم راته ښه یار شو
دا خـــــــــــپلو خلـــــــکو ته مــــې سلام شو       
                                          زړه مـــــــــــــې د عـــــقل د لاسه خوار شو
خپـــــــــــل راته وران د ستــــــرګو خار شو  
                                          روح مـــــــــې په تن مړ مــــــــې آرمان شو
وطــــــــن هـــــم لاړ وران او ویـــــــجاړشو
                                         کلـــــــــــــی او بـــــاغ له تــــــربور جار شو
دنیــــــــــــا ده خــــــاوری خــاوری انجام شو
                                         د مـــــــــرګ نه وروسته خاوری مې یار شو
فــــــــریاد د زړه مــــــــې ډیـــــر په ژړا شو 
                                         هاشـــــــــــــم په مینه د خـــــــپل زړه یار شو
زړه مـــــــــــــې سلیم وه خــــــوار په دنیا شو
                                        د زړه پـــــــــه تل چــــــې دا راتـــه وران شو
ډیــــــر یمه ستـــــړی لاس مې هم مــــات شو
                                        د فـــــــــــکر ټال مـــــــــې راتــــــه زوال شو
‌عــــــــقل راسپـــــــــــړم زړه مـــې په قارشو
                                        عــــــــــــقل د زړه د لاســــــــــه خـــــوار شو
په عـــــــــــــــقل ړوند په بـــــــــخت بیدار شو
                                       په ړوند ګـــــــــــــــــــــذار د ړندو یــــــار شو
 
 
دعـــــــــــــــــقل جنګ کې یار مـــې اغیار شو
                                       نـــــــــاچاره زړه مـــــــې د پـــــــــردو یارشو
دپــــــــــــــــردو مـــینه د زړه نـــــــــاکام شو
                                         دا خــــــــــپلو خلــــــــــکو ته مــــې سلام شو
یــــــــــــو چې روان شــــــو بل ور په شا شو
                                        بــــــــــــــــــــــل هم د بل په پــــــل روان شو
ورور مـــــــــــــــــــې د خور په سـر جدا شو
                                        داســـــــــــــــی د ټـــول مــــــــــــــا ته بلا شو
د وطــــــــــــــــن مور زړه مــــــــــې تالا شو
                                        چـــــــــــــــــې ئی بچیان ټــــــول د بل چا شو
د وطــــــــــــن مور چــــــــــــې دغه حال شو
                                        خــــــــــوار هاشم خان له ژوند بیـــــــزار شو
د ژوند پــــــــــــــه شــپو پاتــــــــی آرمان شو
                                        نه مـــــــــــې شوګیر له مـــــــــــور قربان شو
خـــــــــــــــــــدایه د درد درمان پــــــــه تا شو
                                       پــــــــــــــــه ځانته ځــــــان تاته احـــــتیاج شو
د عشـــــــــــــــــــق په اور زړه مې کباب شو
                                        په ځــــــــــــــــانته ځان  زړه مې خوراک شو
لیـــــــــــــــونی ګرځـــــــــــم د ګوتو شمارشو
                                        د ژوند پـــــــــــــه شـــــــــــپو پاتي آرمان شو
خوست  ۲۰۰۹/۲/۲۷

 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
                          بیوفا چې بیوفا شو           
بیـــــوفا چــــــــــــې بیـــــوفا شو
                                      هـــــر امید مـــــــــو چې تالا شو
دا د ګـــــــور شپه نـــــه صبا شو
                                      نه پـــــه شاړه مو هــــم ځای شو
د هــــد ف وار مو خــــــطاء شو
                                      پـــــه رڼو سترګو ړوند یــــارشو
دا هر جـــنګ د لاس ګریوان شو
                                      د خـــــــبرو وار خـــــــــطاء شو
د ســـــړی سینی وار خلاص شو
                                     جـــــــوش د وینو مــــــو بالا شو
عـــــــــقل لاړ په بله خـــــوا شو
                                      زړه هـــــــــم ځانته یک تنها شو
عـــــــــقل زړه ته ډیر په قار شو
                                      زړه د عـــــــــــــقل نه بیزار شو
دا یــــو یـــــو خـــوا ته روان شو
                                     دا بـــل بـــل خـــــوا ته روان شو
د وحـــــدت بیرغ مـــو خوار شو
                                     داســــــی څیری مــو ګریوان شو
هــــر شیطان مـــو د ځان یار شو
                                     چـــــې مـــــو ورور رانه جدا شو
انسانــــــی کـــــرامت مــــات شو
                                    هـــــر انسان بـــــل ته حیـوان شو
لـــــــکه مار تـــاو او راتــــاو شو
                                    ســـــر ئی هم د لــــــکی ښکارشو
داسی یـــــــو بــــل ته ښامـــارشو
                                    هاشــــــم ځــــکه د بـــاد ښکارشو
خوست  ۲۰۰۹/۲/۲۷

 
 
 
                                 ای بشر دوسته
ستـــــا تــر خبرو جــــــــــارشم ای د افغان فغانه
                           ای ګـــــــرانه بشـــــــــر دوستـــه د افغان آرمانه
 
ته د یتـــــــــم اُوښکه ئی ای بـــــــی بــــها افغانه
                           ته د افـــــــــغان چــــــــغه ئی ای د افغان درمانه
 
شــــا تـــــه ونګوری ته، ای د افغــــــــان آرمانه
                           پـــــام چې خـطاء نه کړی وار ډیر غیرتی افغانه
 
ای دی بی وزلــــو وزرماتو تـــــــه دارو درمانه
                           تــــــا نه خامار چاپیر دی د اُمــــــید ګنج له تا نه
 
تا نه چاپیر خوار او بیـــــزار، ای د بیزار آرمانه
                           ای ګــــــــرانه بشر دوستــــــــه د بشـــــــر فغانه
 
راوړه رڼا پـــــــه تورو شپو ای د افغـــان جانانه
                           ته ئــــــــی استازی د اخلاخو فـــــــــرشته افغانه
 
شـــــه د تورسرو په سر شال ای با هــمت افغانه
                           تا نــه بـــه جارشي افغانان ای د رحــــمت بارانه
 
تانه به لوګی کړو جنګ سالار ای د کیږدۍ افغانه
                           ته ئــــــــی د بشر ډیوه، بشر ته د آرمــان درمانه
خوست   ۲۰۰۸/۵/۱

 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
دا د ژرندی دوه پَلونه                                     
ډیمـــــــــوکراسی او تـــروریــــــزم غـــیږ پــــــه غـــیږ دې
                                      د افغـــــــــان پټکی لــــــــویدلای او په منځ کې ئی را ګیردی
 داســــــــــــــي ډیر لیونـــــــــــی سپـــــــی دوی نـه راتاو دې
                                      دوی پــــــــــه خــــــــــپلو کې دی ســـــــاز تا نــــه بیزار دې
دا د ژرنـــــــــــــــــــدی دوه پـــــــــــــلونه لانــــــدی بانـــدی
                                      د افغـــــــــــــــــان د ویــــــــــــــنو تــــــــــږې ښــاماران دې
دوی پــــــــــــــــه خپلو کې پوهــــــــــــیږې پـــــــه تا خاندې
                                     شـــــــــــیطانـــــــــی دام ئــــــــی جوړ کـــــړی شرمښان دې
دا د دیـــــــــــن په نوم ئـــــــی جــــــــــــوړ د دوزخ اور دی
                                      او پــــــــــه منځ ئی دا ساده افغان ډیر پـــــړ مخه نسکور دی
د خـــــــــلاصون لار تــــــــــری نه ورکه ډیــــر په زور دی
                                     او د دیــــــــــــن په نوم په غوږ داســــــــــــي یـــــو شور دی
فـــــــدایان شو فـــــــــــــدایان د پښتـــو غیرت ‌پری سپور دی
                                     په رڼو ستـــــرګو دی ړوند ځــــکه ئی کور داسي نسکور دی
یــــــــــــــــو د دین په تجارت بـــــــــی ایمانه په زړه تور دی
                                    بــــــــــل د څو شیبو په ژوندون کـــې د ډالرو په خرسپور دی
آزادۍ نـــــــــــه می زړه تور غــــــــــلامی ننګ و پیغور دی
                                     دا د دین خــــــبره هم د اســــلام پـــــــــــــــــه نوم یو تور دی
پښتنــــــــــو لږ رابیدار شـــــــی تا ته جوړ ئی دا څه شور دی
                                     تانه اخـــــــــلی ټولی توری ستا غیرت ته ئــــــی زړه نوردی
دا د یـــــــــو خر دوه غوږونه یو ئی تور، سپین ئی هم توردی
                                    که د عـــــــــــقل نه کار واخلی دغـــــه جنګ په عقل زور دی
پام کـــــــــوه توره وانخلی توره ستــــــــــــــا په ګردن پوردی
                                     لــــــــــــکه بوڅو لاندی تیر شه د رڼا رنګ ئــــــــی لانوردی
دوی نــــــــــــاخوالی دی راوړی ستا د کور انګړ ئی ګور دی
                                     په رڼـــــــــــــا ورځ ئی مخ پټ دغه غل په رڼـــــــــا کور دی
دی آزادو پښتنـــو ته آزادی! دا ئــــــــی څرنګه پیــــــغور دی
                                     خــــــو له دوی نه څه ِګله چـــــې مي ورور  ورسره جوړ دی
یو مــــــــــــو یو خوا ته راکاږی وائی هم دغه   ترورست دی
                                     بل مو بل خوا ته راکاږی وائی راوینیسه هم دغه کمونست دی
بیـــــــــچاره افغان له هری خـــــــــــوا شوک پــــــــــوک دی
                                     د غـــــــــــفلت په خوب ویده خـــــــــــــــــان یا مـــــــلک دی
دا د ژرنــــــدی دوه پــــــلونه لانـــــــــــــــدی بانــــــــــــــدی
                                     دا افغـــــــــــان د دوی تر منځ داسی ټـــــــــوک پـــــــوک دی
خوست  ۲۰۰۹/۳/۲۹

 
 
 
 
                                 خدایګو کوم خواته لاړو 
تـــــــــــوری ته چې ګـــــــــورم توره او همت ګوره
                           سر ئی پــــــه غیرت ایښی داسي سر ئې مست ګوره                                                
ټوپ وهــــــې و اور ته داســـــــــي ئې غیرت ګوره
                            پښې د زولنو په شرنګ، وای دا مـي دی همت ګوره
وینــــی ته چې جوش ورکړی ټوپ هی میدان ګوره
                            هـــــر څه نه به تیر په  تش لاس  دا ئـې ایمان ګوره
داســـــی با هـــــمتو کې غیرت او دا هـــــمت ګوره
                            خوری به ککری خپلی د پښتون داسي غیرت  ګوره
وړانــــدی روستــــه نــه ګوری دا سروسامان ګوره
                            دا لیـــــــونی خلک لیونی په خپـــــل جـــــانان ګوره
خوند اخلی د سرو وینو کټ کټ ئی خنــــــــدا ګوره
                             وژنـــــــی د خپل مور بچی لاس کې ئی قرآن ګوره
عــــــــــــقل ته چې ئی ګوری تشی کـــــکری ګوره
                            فکر وړاندی نه کوی مـــــــــــــاتی ئی پُوښتی کوره
ځـــــانته ځان ځانـــــی شوله داسی ئی شکرۍ ګوره
                            ناست به وی د بل په خوان داسی ئی پســــکی ګوره
لاپــــــو ته چې ګوری ښــــــــــاغلی افلاطون ګوره
                             علــــــــم ئی د یو څو ټکو واعظ کړی د قرآن ګوره
ځان نه به دي تور شی زړه ، ایمان د مُسلمان ګوره
                             لاړو خدایګو کــــوم خوا ته دین، ایمان  افغان ګوره
داسی لیـــــونی سپیـــــلنی ګـــــــرځی افغانان ګوره
                             او زړه مــــــــــــې پري سوځیږې دا انســـان ګوره
خوست  ۲۰۰۹/۲/۲۱