ډاکتر اشرف غني ته له هرات څخه  پرانيستی ليک

بسم الله الرحمن الرحیم   د تحول اود تداوم د ټا کنـیزټیم مشرتابه ښاغلی داکترصاحب ودرانه مقام ته !    السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته.   د ۱۳۹۳ کال په ټاکنوکی دافغانستان ځوریدلی اولس په ډیروسختوحالاتواودرانه قیمت چی دګوتو دپری کیدوآن دمرګ تربریده پوري ورسیده خپله ملی دنده ترسره کړه.   دایی دخپل ملی ارمان ته چی د ( ۳۵ ) کلن ناورین څخه دسوکالې لورته وتل وی هغه هم ستاسو په شان دیوداسی منلې رښتنی ملی مشرترمشرې لاندی چی داولس په زړونو کی خپل خاص ځای لری درسیــــدو دپاره هغه داچی تاسوبه انشـاالله درښـتـنوټـاکنـو په نتیـجه کی دحمیــــــد بـــابـــاپه قـــــــــــول   ( وایه سپــک ښه دئ که درونـدوی دسـرپـیـټئ     فـــقـیــــــری دی واړه ښـــه ده امیـرمه شـه )    وران وطن اومظلوم اولس ته دخدمت دروند پیټئ پرسر پورته اوجوګه شئ .   چی د (اللهم ایداولات امورنا ووفقهم لخدمت الدین والوطن والف بین قلوبنا واصلح ذات بینناواهدنا سبل السلام واحفظنامن النفاق والشقاق وسؤالاخلاق آمین). دعاګانی کړی اوکوی یی.    هلته به نوچاری ومتقی مجربوژمنوملی پوهانواواهل کسانو ته ورسپارل کیږی اودکلونوکلونوارمانونونه ته به  چی سالمه اداره وی ورلنډشو. سره ددی چی ستاسو ومرستیالانوته په کرکه کتل کیده داومنئ داسی کسان هم وه غیرله دی چی دخپل شخصی لګښتونواظهاروکړي ستاسوملاتړیی کړۍآن تردی چی دټاکنو دګټلوپهکله یی د غوایی دخیرات نذرایښئ وردپاسه دملی مصلحت له کبله یی ونوروته دقناعت دپاره هلی ځلی کړی.    خو په ډیرخواشینی سره چی د دویم پړاوپه اړه ستاسوهغه ژوراولسی لیدلورئ ورځ تربله د مسامحت او ملی مصلحت دبرید څخه ظاهرا ورتیراولس ته دایتلاف ناولي کرغیړن انځوراوکرکجن سیاست بریښوی.    ډیردرونـداوعزتمنـدوروره زموږسلامونه پیرزوینی اونیکی هیــلي بیـابیـا ومنۍ لکه څنګه چی په پیل کی موپه شعوری توګه اوبشپړاعتمادستاسوملاتړکړئ همدااوس هم پرخپل هغه دریځ اوباورولاړیوزموږ د ږیږه اوخشن لحن څخه ناهیلۍ کیږئ مه موږ ځانونه ستاسواوتاسودځان بللې اوبولو.   اولس ډیردردیدلۍ ددغه ټاکنیز ناورین په هکله ورځ تربله زړه نازړه اودناهیلې لورته روان دئ.تاسو زموږقانونی اومنلۍ اولسمشریاست لیکن دمقابل لوری دافرادوناولتیاپه ۳۵کاله کی دهیڅ چاڅخه پټه نده (خوی بدرابهانه بسیاراست)متل دی(چی یی واخلې په پیکې پری بی نږدی په نګښۍ)دوی به هیڅکله هم راضی نه شی ترڅوددوی نارواامیال(واک رسیده اودلعنتی ISI او IRAN خوشحاله کول) ترسره نه شی. بیامتل دی(شـرمی کوت بیخ می خوت)دغه رنګه( ترحم با پلنگ تیزدندان     ستم کاری بودبا گوسفندان)حلم،اومسامحت دښه اخلاق بیلګه ده.خودهرشي دپاره حداواندازه وي(مالګه که په ښوخوړوکی هم ډیره شی بیاتوروه شي) دمیډیاپرمخ ستاسودټیم ځینی تکړه ملاتړې ماړیجن آن تردی چی ددغه وروستیو کړووړوڅخه سرټکوی حتی غندنه هم کوی خدای دی وکړی چی دتظاهر بڼه ولری نه په رښتنی وی. هیلمن یو چی خپل لید لوري اوتصمیم د(وړ)اوپیژندل شووملی ورونو سره دوروستۍ خبري په توګه جرګه کړی اووروسته ترجرګی دشوراترپریکړی بیاتوکل پرلوي څښتن تعالی اوعملی ګامونه پورته کړئ موږتاسوته ډاډ درکووزموږباورلکه په پیل کی چی ؤهماغه سی تر پایه به په دغه بیړې کی درسره یو.ستاسوهر(قانونی)تصمیم موږته قطعادمنلووړدئ ټول وامرته تیاریاستودقانون خلاف د منلونه وو اوندئ.   دیوموټی،خپلواکه،سرلوړې،سوکاله،ودان افغانستان دواحدمشردمشروع اوقانونی لابریاوو په هیله. په ډېر درنښت په لویدیځ کي د مدنې ټولنو د همغږي ادې بهېرهرات، بادغیس، فراه او نیمروز کي مدڼې ټولنې اوشورا ګانې