چاغوالی د سرطان ناروغۍ لامل کیږي

د Lancet medical journal ژورنال په وینا نوې څیړنې دا په ډاګه کوي، چې هغه وکړي، چې ډیر چاغ دي د ۱۰ سختو سرطانونو د نیولو د خطر سره مخامخ کیدونکي دي. څیړونکو دا معلومه کړې ده، چې په بریتانیا کې د ۱۲۰۰ تنو په سرطان اخته کیدلو اصلي علت چاغښت دی. څېړونکو دا هم ویلي دي، که چیرې د چاغوالی مخه ونه نیول شي، هر کال به په دې ناروغۍ څه نا څه ۳۷۰۰ نوي مریضان اخته شي. د لندن د روغتیا څیړنې ټولنې دا خبره هغه وخت په ډاګه کړه، کله چې یې د نوموړي هېواد  په دې ناروغۍ اخته ۵ میلونه ناروغان وڅیړل؛ پاتې دې نه وي، چې تر اوسه دا ډول ستره څېړنه په دې موضوع نه وه شوې. څېړونکو دا خبره جوته کړې، چې د یوه انسان د ۱۳ کیلو نه تر ۱۶ کیلو چاغولای د ۶ هغو سختو سرطانونو سبب ګرځیدلای شي. دغه خلک ډیر د رحم ، د تریخي، د بښتورګو، د دتايرايډ مرغړى سرطان او لیکیمیا په ناروغیو اخته کیږي. د یادونې وړ ده، چې د سالمې ډوډۍ په  خوړلو او ورزش کولو سره خپل ځان د چاغوالي څخه وساتی، تر څو د داسې سختو ناروغیو نه په امن کې ووسی.