نښې 


ژباړه :زرمینه روهي 
یوه سړي دوه زامن درلودل، څومره یې چې عمر ډېریده همدومره یې د تېر په اړه سوچ کاوه. دې اندیښنې به ارام ته نه پریښوده، چې ایا زامن یې راتلونکې لپاره ښه روزلي کنه؟ 
یوه ورځ یې ځان سره پریکړه وکړه چې دواړه په سفر واستوي. دواړه یې راوغوښتل ورته یې وویل: 
زه اوس بوډا شوی یم، زما نښې به ډیر ژر تتې او ورکې شي. زه غواړم چې له تاسې نه هر یو، د باندې په نړۍ کې خپلې نښې پریږدي. 
د پلار غوښتنې سره سم دواړه وروڼه په سفر روان شول. مشر زوی د واښو ګېډۍ وتړلې، ځمکه کې یې سوري جوړ کړل، په ونو کې یې نښې وکیندلې. 
دوهم زوی به په کلي کې خلکو سره خبرې کولې، په خوښۍ او غم کې به ورسره شریک شو او خلکو سره به یې مرسته کوله. مشر ورور چې کشر ورور لیده، غوسه به شو ځان سره به یې وویل:
 زه سخت کارونه کوم، نښې جوړوم او دی ایله د خلکو سره خبرې کوي او خپل وخت تیروي. 
له یو څه مودې وروسته دواړه بیرته کور ته ستانه شول. پلار یې دوی سره د نښو لېدو لپاره په سفر روان شو. د واښو تړلي ګېډۍ ته چې ورسیدل باد ټول ګډوډ کړي وو، توپان ونې چپه کړې وې او سوري هم بیرته بند شوي وو.
 دوی به چې هر ځای ته ورسېدل خلکو به رامنډې کړې او کشر زوی به یې په غیږ کې ونیوه، ډوډۍ ته به یې دعوت کړ او د ده په بیا لیدو به خوشاله وو. 
د سفر په اخر کې پلار یې مشر زوی ته مخ کړ ویې ویل: 
تا ډير زحمت باسلی و، سخت کارونه دې وکړل خو نښې دې ډير ژر بیرته ورکې شوې.
 دوهم زوی ته یې وویل: 
او ته زما زویه! تا د خلکو په زړونو کې نښې جوړې کړي دي چې هیڅ توپان یې هم نه شي فنا کولی.