غزل

 
خلک به وایې چې دا غم نلري
چې یې په سترګو کې هیڅ نم نلري
خندا یې زړونو کې چې کرښې وکړې
په ژوند کې ویر او هیڅ ماتم نلري
ما په ژړا باندې سیندونه جوړکړل
اوس مې زړګۍ د ژړا زغم نلري
له ونو پاڼې وږمې نه غورځوي
دا توپانونه خو رحم نلري
چې راغورڅیږي ژیړو پاڼو په څیر
داسې غمونه مې شمیر سم نلري
خزان له ویرې بلبل چیغې وکړي
هغه هم غم د خپل صنم نلري؟