
۱۳۹۳/۵/۲۰
د میدان وردګو ولایت مقام لپاره د نږدې ۲۸ میلیونه افغانیو په مالي لګښت د یوه میلمستون د جوړېدو چارې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د تیږې په کېښودلو سره پیل شوې.
دغه میلمستون،چې د جوړولو چارې به یې د یوه کال په موده کې د اسرار بلال شرکت لخوا بشپړي شي،۴۴ بېلابېلو خونو درلودلو ترڅنګ به ۲د غونډو تالاره، یو کنفرانس حال،یو خوړنځای،۸ معیاري تشنابونه او نور ضروري محلقات به ولري .
د میدان وردګو ولایت مقام لپاره دغه میلمستون،چې په ۱۰۰۰ متره مربع ساحه کې ولایت مقام ته څېرمه جویږي،(۲۷۸۰۹۴۶۵) میلیونه افغانۍ مالي لګښت یې د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې له لورې ورکول کیږي .
په همدې اړه په جوړو شویو مراسمو کې چې د دغه ولایت د بېلابېلو ادارو مسؤلینو په کې برخه درلوده،د میدان وردګو والې عبدالمجید خوږیاڼي وویل : تردې وړاندې ولایت مقام او نورو دولتي ادارو هیڅ میملستون نه درلود.
هغه زیاته کړه، د دغه میلمستون په جوړېدو سره به د ولایت مقام او ټولو دولتي ادارو په یاده برخه کې تردې دمه شته ستونزې حل شي او د بېلابېلو غونډو پر مهال به د میلمنو لپاره خوندې خوړنځآی او د استوګنې ځای ورلري .
هغه د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې څخه مننه وکړه،چې په دغه ولایت کې د میلمستون د جوړېدو غوښتنه یې د دوی ومنله او ورته یې بودیجه هم په واک کې ورکړه .
د میدان وردګو والې د میلمستون جوړونکې شرکت ته هم لارښوونه وکړه،چې د خپل کار پر مهال له پوره صداقت او ایماندارۍ څخه کار واخلي .
ده د ولایت د یو شمېر ادارو په ګډون یو ګډ هیئت ته هم دنده وسپارله،چې د ودانۍ د جوړولو پر مهال له چارو څخه پوره څارنه وکړي .
درنښت
عطاالله خوږیانی
د میدان وردګو ولایت ویاند