
يو مې سه، خوبه، د اشنا کلي ته
هغه د مينې د دنيا کلي ته
ښار د خندا خو د خندا کړم،ځکه
بېرته مې يوسه د ژړا کلي ته
تورو تيارو د تورو شپو ايسار کړم
زۀ خو روان ووم، د رڼا کلي ته
ګودر مو بيا په وينو سور وو،سهار
مرګۍ راغلې وو، بېګا کلي ته
مجنون،مجنون دی، چې له اوس هم وائي
مړی مې يوسئ ،د ليلا کلي ته
د چا يادونو ئې لمن و نيوه
( مئېن) چا راوست، بيا د چا کلي ته؟
م٠ق٠ مئېن پېښور ٠٤/٠٨/٢٠١٤