
په سپینو لاسو دي نکریزي ښه مزه کا - - چي ورته ګورم را نه هېر شي ټول غمونه
کندهاري میرمنو د افغانستان د نورو سیمو په ډول د لاسونو د سره کولو دودژوندی ساتلی او په ودونو اخترونو او نورو خاصو ورځو کې له کلونو کلونوراهیسې په نکریزو لاسونه سره کوي.
نکریزې یو ډول بلګونه دي چې؛ د پوډر کیدو وروسته لاسونه په سره کیږي.
۱۸کلنه پلوشه د کندهار دپنځمې ناحیې اوسیدونکې وايې، چې د لاسونو سره کولمیرمنو ته د پخوانیو زمانو څخه پاتې شوي رواج دی.
د پلوشې په وینا پخوا به ښځو لاسونه او پیښې په بشپړه توګه سره کول، خواوس مهال ښځې دغه کار په یو خاص شکل نقشو او ډیزاین سره کوي:
"پخوا دا قندونه نه وه ښځو خپل لاسونه او پښې نه ډیزاین کولې، زه خپله چېیوې ښادۍ ته ځم نو خپل لاسونه په قند باندې په نقشې سره جوړوم."
بل خوا د نکریزو خرڅونکې وايې چې؛ کاروبار يې زیات شوی او اوس تر پخوازیات کسان نکریزې اخلي.
محمد کریم چې؛ په چهارسو کې له شاوخوا پنځو کالو راهیسې د نکریزو دوکانلري وايې چې؛ پخوا به یوازې انجونو لاسونه سره کول خو اوس ځوانان هم دځینو خاصو خوشحالیو پرمهال لاسونه سره کوي: "اوس خو زیاتې خرڅیږې اوس دځوانانو په ودنو کې د نکریزو په شپه خپل ورغوي او کوچنۍ ګوته سره کوي داد زوم انډویوالان او دوستان."د نکریزو په اړه ویل کیږي، د افغانستان ترڅنګ په پاکستان هند او نورواسیايې هېوادونو کې رواج لري.
د کندهار پوهنتون استاد حیات الله رفیقي د نکریزو د تاریخچې په اړه واييچې؛ نکریزې د دې ترڅنګ چې د خلکو رواج دي مذهبي ارزښت هم لري: "دا تقریباپه ټولو اسیايي هېوادونو کې د وخته وخته دا رواج شته خو اوس لکه نورموډونه چې زیات شوي لاسونه هم زیات سره کیږي"
نکریزي د افغانستان په ادب او هنر کې هم خاص نوم لري او ډیرو شاعرانو اوسندرغاړو په خپلو شعرونو لنډیو او غزلونو کې د نکریزو او سرو لاسونویادونه اوستاینه کړې.