غزل

دا چم ، ای د سندرو ښکليه خياله که دې پريږدي
هر توری به کړم ستوری بـــې وباله که دې پريږدي
نن بيا دې په جــــنډې پـــــسې تړم د زړه ارمان تــــه
خـــــو هاغه مـــــنجور راته رومــــاله که دې پريږدي
مـــــنګي خو به دې واخــــلو د تنــــدو په اشـــــرفيو
چــــــينې په لور دا ژڼي نــــو کلاله  که دې پريږدي
ځـــــه زه خـــــو به دې بيا کــــــــړمه تازه دده په وينو
نــــــظر د هـــــرې جل راپـــــسې خاله که دې پريږدي
دا جـــــــونه غلې ناســـــتې مناجات ته د بدرۍ دي
مـــــطربه نن څـــــه ووايم تــــر تاله  کــه دې پريږدي