
.د دوشنبي په ورځ د همدغي مدرسي په انګړ کي د قرآن پاک د لس تنو حافظانو، لس تنو قاريانو او لس تنو نجونو لپاره چي په ديني برخه کي يي پنځه کلنېزده کړي تر لاسه کړي وي ورته د يو لړ ځانګړو مراسيمو پر مهال د فضیلتبګړۍ او پوړڼي ورپه سراو د فراغت معتبر سندونه ورکول سول .پير مسعوديهديني مدرسه او دالرالحفاظ چي د کندهار ښار په لومړۍ ناحيه کي موقيعت لري
د پوهني وزارت اړوند د اسلامي تعليماتو د معينيت په رسمي چوکاټ کي فعاليتکوي د مدرسي طالبالعلمانو ته دديني علومو ترڅنګ د عصري زده کړو د ښودولوزمينه هم برابره کړي ده .د دوشنبي په ورځ ددغي مدرسي په انګړ کي د دستاربندۍ ځانګړي مراسيم نيول سوي وه چي په ترڅ کي یی لسو تنو نجونو ته ، چيپه ديني برخه کي یی زده کړي تر لاسه کړي وي د عزت او فضيلت پوړڼي ور پهسر سول او همدارنګه لسو تنو ځوانانو ته چي قرآن پاک يی په تجويد اوقرآئت سره زده کړی او هغو لسو تنو ګلاليو ماشومانو ته ، چي قرآن عظيمالشان يي حفظ کړی وو هم د عزت او فضيلت بګړی ور وتړل سوي او د فراغتسندونه ورکول سول .د پير مسعوديه ديني مدرسي مشر مسعود اخنذاده په دي اړهوويل.ښاغلي اخنذاده ديني مدرسي او ښوونځي يو له بله سره لازم او ملظوموبلل او غوښتنه يي د هغو واليدينو او کورنيو د مشرانو وکړل ، چي پخپلوماشومانو او ځوانانو باندي زده کړي نه تر سره کوي او د جهل په تور تورتمکي يي پرايښي دي چي د رڼايي لور ته يي وهڅوي او رباندي زده کړي وکړي ترڅو دنيا او آخرت يي روښانه سي .دا لومړۍ ځل دی ، چي د پير مسعوديه دينيمدرسي څخه لس تني نجوني ددیني زده کړو په برخه کي د فراغت او دولسم ټولکيسندونه تر لاسه کوي او ټولني ته د خدمت لپاره معرفي کيږي .بي بي کامله اوبي بي خديجه چي دواړو پوره پنځه کاله د ديني علم د حاصلولو په برخه کي تير کړي وايي دوی په یاده موده کي دحنيفي فقهي ، حاديثو ، تجويد ، صرف او نحوي په برخه کي زده کړي بشپړي کړياود مرکز کابل په سطحه يي د امتحان ارزيابي سوي ده .حافظ ثناء الله همخوش دی ، چي د واليدنيو په تشويق سره یی وکولای سول په خپل کم عمر سره پهدوه کالو کي قرآن پاک حفظ کړ ي هغه هم غوښتنه کوي ، چي د کورنۍ مشرانبايد پخپلو کشرانو باندي تعليم وکړي او د بدو لارو ییراوګرځوي .پيرمسعوديه ديني مدرسه په داسي حال کي په ديني علومو سمبالي ښځينه فاريغنيورکويکوم ، چي تر بل هر وخت يي په ټولنه کي دا مهال زيات ضرورت ليدل
کيږي .
--
صدیق الله پوپل