
وسله والو د غزني ولایت په اجرستان ولسوالۍ ډله ییزه حمله کړې او په تېرو
دوو ورځو کې د ملکیانو په ګډون؛ د شاوخوا شپیتو کسانو د وژنې راپورونه
خپاره شوی دي. د غزني والي ښاغلي محمد موسی اکبرزاده وایی چې؛ سیمې ته
کمکې ځواکونه رسیدلي او وسله وال به د اجرستان ولسوالۍ د نیولو فرصت پیدا
نه کړي. ښاغلي اکبرزاده زیاته کړه، په غزنې ولایت کې هیڅ بهرنی پوځي
نشته، پرامنیتي ځواکونواو ملکي خلکو د وسله والو حملې په هیڅ صورت د
توجیه وړ نه دي. په ولسې جرګه کې د غزني ولایت استازو د اجرستان وضعه د
اندیښنې وړ بللې او وایي، یو شمیر ملکیان وسله والو برمته کړي دي
صدیق الله پوپل په جنوبی ولایتو کی روهی ویبپاڼې دخبر دڅانګې مسئیول