په زابل کی وسله والو طالبانو د ايساف ځواکونو پر اکمالاتي کاروان بريد کړى


د زابل امنيه قوماندان مل پاسوال غلام سخي روغ ليونی رسنیوته وويل چې تېرمازديګر د کلات ښار اړوند د سپينې غبرګې په سيمه کې وسله والو طالبانو دايساف ځواکونو پر اکمالاتي کاروان بريد کړى چې له امله يې د تېلو يوټانکر سوځېدلی خو چا ته په کې زيان نه دى اوښتى.
هغه زياته کړه، دغه راز تېر مازديګر د نوبهار ولسوالۍ په اړوند سيمو کېپر هغه امنيتي کاروان د سړک غاړې د ماين چاودنه شوې چې يادې ولسوالۍ تهروان و.
روغ لېونی وايي چې په دې چاودنه کې يو رينجر  ويجاړ شوی او درې پوليس ټپيان شوي دي.
د ده په خبره چې په همدې سيمه کې امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ سخته نښته شوې چې په ترڅ کې يې شپږ طالبان وژل شوي او اته نور ټپياندي.

بلخوا ته د هیواد په جنوب کې يې د باور په نوم پوځي عملیاتو کې د دولت ۱۴تنه وسله وال مخالفین وژلي.د ۲۰۵ اتل قوال اوردو ویاند جګړن محمد محسن سلطاني روهی ویبپاڼه ته وويلچي د زابل د نوبهار ولسوالۍ په مرکزي سیمو کې د تر سره شویو دغوپوځيعملیاتو په ترځ کې د وژل شویو ۱۴ تنو وسله والو په منځ کې بهرني وسله والهم شامل دي.