خونړی توپان

 
څومره  سخت ټپي شوی چې د غرونه هم نړیږي
زما ګرانه وطنه د  تاریخ  دې   پرتمونه  هم نـړیږي
د ارګو د شهیدانـــــو ویر  ماتم   لا ختــم نه  دی
چې په  ټول  وطن ژړا وه   آ وختونه   هـــم نړیږي
ټول  ملت  چې  دقاسم په  شهادت غمګین غمګین و
اوس دوښمن  کرښې راباسي وحدتونه  هم  نړیږي
لوبغـاړو  شاه ځلمــــو  چې  د بري توغونه راوړل
لـور په لـــور د خــوشالیو اتڼوڼه هم نړیـــږي
چې  د توری له  شرنګا یې  ځمکې  غرونه   لړزیدله
د  کندهار او  دهلمند ستر  عظمتونه  هـــم   نړیږي
کونړ ځاله  د  زمریانو ننګرهار  کور د باتــــورانو
د دې  اتل ټاټـــــوبی ګلکـــڅونه هـــم  نړیږي
څو غله کمین کې  ناست دي   توطیې  لري   په  سر کې
د لیونیو ببرســــــرو لښــــکرونه هـــم   نړیږي
په خوله  سپکـــې سپوری وایی اخته په  غورو پرو
د وروڼو ملیتونـــــو ستر ننګـــونه هم نــړیږي
خونړۍ  تـــوپان  افغـــــان ملـــــت  ته  ګواښي
آ درنی  ککـــــرۍ  نشته تدبیرونه هــــم نړیږي
د هــــمت په  تــــوره  مــلا تــړی   ځـــوانانــو
اکبري  په وینو ژاړي  ګنی سوبی ارزښتونه  هم نړیږي
شاعر  :  بسم الله اکبري
ترتیب کوونکی  :  انجنیر عبدالقادرمسعود
۱۲-۰۷-۲۰۱۴
***