پکتیکا!!!!

 
د هدیرې په سر د جنغوزو ونې ولاړې وې. هدیرې ته نږدې ونې ګڼې وې، ځینو ونو ژړل مړې مړې اوښکې یې په ټټر روانې وې. له پیړیو راهیسې په نوموړې هدیره کی مړي خاورو ته سپارل کیږي. په هدیره کې د بنیادمانو له لاسه چې مړه شوي دي، تر هغو یې شمیر زیات دی چې په حق مرګ مړه شوي. لا تر اوسه د غه لړۍ داوم لري یو خدای پوهیږی چی ترڅو پورې به ادامه لري. په هدیره کې د پکتیکا د پيښې د خپلوانو ترڅنګ ماشومان هم وو، یوه ناوې مې له ورایه ولیده چی دوه ځلې واده شوې وه، یو قبرته به ودریده بیابه بل ته پښه نیولې شوه دعا به یې وکړه، نوي قبرته به دواړه لاس په تندي کیناسته، دنوموړې بل خاوند د ماین په چاودنه کی مړ شوی و. ناوې کونډه د خپلې راتلونکې په اړه د سوچو په دریاب کی ډوبه وه. سپین سرې هم د خپلو زامنو قبروته لاس په دعا وې.له بلی خوا دهدیرې په منځ کې سپین ږیرو دخپلو زامنو قبرو ته مړې مړې اوښکې تویولې، زه  دیو شهید قبر خوا ته ولاړ وم په هدیره کی مې چی کوم حالات ولیدل په زړه کي می د خفګان سیلابونه په څپو شول، دشهیدانو په قبرو ګلدارې جنډې ځوړندې وې. دلرګیو زانګو ورته تړلې وې، زما د سوچونو لړۍ لا روانه وه چې دپښو ښکالو مې ترغوږو شوه. ګورم چې د یوه شهید مور راغله له ورایه ښکاریده چی ‌ډیر یي ژړلي دي، دښۍ سترګې په بڼه کی یې یوه ځلیدونکې اوښکه ځنځولې وه، ما ورته ویل الله(ج) له هر فرعون سره سم ځمکې ته موسی هم رالیږلی، هدیره کې مې نورو قبروته اشاره وکړه اوزیاته می کړه ادې دغو ټولو الله ته صبر  کړی دی، ډیره تسلې می ورکړه. دشهیدانو په قبر مې د زانګو تړلو علت وپوښت؟ له سترګو یی درڼو اوښکو باران شروع شواو ویلې، زویه ناوې اولادونه غواړي ما هم په ډیرو نازولو زیارتونو باندي ډوډۍ پخي کړې ګلدارو دسمالو ته مې ‌ډیرې غوټې ورکړې، الله اولاد راکړ خو خدای ناترسه بنیادمانو رانه واخېست، دوی ته به خدای اولاد ورکړي. د ځمکي په سر به څنګه ژوند کوي......
لیکوال : رحمت الله شیرزوی هیبتي