دشعرونو ټولګه

 سریزه                                                         
هر شاعر او لیکوال خپل شعر او نثر ته ځانګری تعریف لرې. ځما په نظر شعر او یا نثر هغه پهلوانې ته وائې چې یو شاعر او لیکوال ورسره لاس او ګریوان وي او غواړې چې د خپل خیال او فکر د خزانو څخه څه په زور او رضا داسې راوشوکوي چې اوریدونکې ئې په اوریدو او لوستونکې ئې په لوستو له ځان سره په خپل احساس کې شریک کړې. او هرڅومره چې دا اثر په اوریدونکو او لوستونکوقوي وي په هم هغه اندازه لیکوال کولای شې چې په خپله ټولنه کې د ښه او نامتو لیکوال په توګه ځان خلکو ته و پیژنې. ځه ځان د شعر او ادب استاذ نه بولم بلکه شعر او ادب د ځان استاذ بولم. نوما هم د خپل استاذ سره یو څو شیبې پهلوانې کړی ده او د دغه کوښښ په نتیجه کې مې یو څه مات ګوډ دشعر په ژبه  خپل هغه هیواد والو ته  چې د شعر سره مینه لرې تیار کړې دې، خدای دی وکړې چې یو څه د پام وړ مو وګرځې.
په درنښت، محمد هاشم (صداقت) په لقب (شنست)
 
نوټ:
 که څوک غواړي چې ځما شعرونو او لیکني تر لاسه کړې نوکولای شئ چې د لاندنې برښنا لیک په ذریعه  ما سره اړیکه ونیسئ. بیا هم په درنښت،
 
sadaqathm@sbcglobal.net
نه شاعر یم نه لیکوال                 

 
مسافریم د څو ورځو د روزګار له لاسه خوار
نه شاعر یم نه لیکوال نه د بل هنر کوم یار
یم روان په خپله لار د هیڅ چا نه یم په کار
نه څه طمع توقع شته د هر چا له لاس آزار
د خوی بوی شریک مې نشته یم خپل ځان ته ډیر په قار
لیونی په دي زمان یم ځه له دي زمان ناچار
په پردې وطن کې اوسم په دا خپل وطن ډیر خوار
د قلم په امسا وار کړم هم په یار هم په اغیار
یم بیواکه شان انسان نه آرام نه مې قرار
د وطن نه شړل شویم د پردو نه یم بیزار
په هیڅ ځاله مې ځای نشته د ازل په لیکه خوار
د پرواز وزر مې مات دی د ښکاري د نظر ښکار
ځه دخپل آشنا د لاسه په خپل باغ یم خواروزار
دا ټوټي ټوټي بدن مې لکه غڼي په شا بار
دهر چا د سترګو خار یم په هر ځای په هردیار
دیو وران ساعت ټک ټک یم وروسته پاتي له هر کار
یو بنده د خپل مولا یم آخرت په فکر بار
نه هاشم نه صداقت یم نه د بل چا کوم ښه یار
بی هدفه مې داستان دی دخپل کار سره مې کار
ځه د وخت په څپو سپور د خپل شعر د باغ مالیار
 
 
 
 
د سپرلې نه یوه ګله لرم
ځه، محمد هاشم ((صداقت)) په لقب ((شنسب)) چې د جلاوطنۍ شپی او ورځې  د امریکا د اوهایو په ایالت کې سر ته رسوم او په اصل د ننګرهارولایت د کامې د ولسوالۍ ځیږیدونکی یم آرزو لرم دغه یو څو شعرونه ستاسي د دغه رادیوی، او یا تلویزونې رسنیو په مهربانۍ سره چې د ( سپرلې نه یوه ګله لرم) او (نه شاعر یم نه لیکوال) د عنوان لاندي خپلو ګرانو وطنوالو ته چې په هر ځای کې وي ډالۍ کړم او خپل د جلاوطنۍ درد او احساس ورسره شریک کړم. مننه!!!   
  سپرلی باید د وخت، زمان، او حوادثو په چوکاټ کې دننه داسې وڅیړل شې چه یا خو به ئی دځانه سره څه ښه راوړي وي او یا بد. دا ضرور نه ده چې ګوندې مونږ دې سپرلی همیشه تقدیر کړو، ځکه هغه واقعې سپرلی د انسانانو د زړونو هغه غوټیو ته وائي چې د اخلاص، خلوص، یووالې او ورورګلوی ګلان په ښه او رنګارنګ ډول راوسپړې  . نو سپرلی باید وثیړل شې او وکتل شې چې څه ئی د ځان سره راوړی  او څه پیغام لرې. مونږ باید د تیر کال سپرلی د نوي کال د سپرلې سره تول ترازو کړو او وګورو چې د ترقۍ په لور روان یو که د بد بښتۍ په لوراو داسې و نکړو چې صرف په ګوړه ګوړه ویلو خپله خله خوږه کړو او داسې ځانونه و نه غولو. مونږ باید د ښه سپرلی او بد سپرلی په فرق سره پوه شو تر څو وکولای شو د خپلو مشکلاتو د حل لار پیداکړو او هغه سپرلی چې مونږ ټول ئی انتظار باسو راشې او مونږ له دغه بدحالې څخه د یو ښه آینده په لور وخوځوې. نو ما ویل راشه چې وګورو چې د دې کال دا نوي سپرلی د  تیرو کلونو د سپرلیو سره په مقایسه د شعر په ژبه ستاسی خوږو واطنوالو په حضور کې انځور کړم او وګورم چې  دی نوي سپرلی په خپله غوټه کې څه راوړې، نو د قلم د توان په اندازه مي وغوښتل تاسې ته ئي  د دغه رسنۍ د لیارې چې تاسې ورته هم دغه اوس غوږ یاست وړاندي کړم . خدای (ج) دې وکړې چې نه یواځې د پام وړ مو و ګرځې بلکه د تفکرلپاره یو څه درکړای شم.
والسلام محمد هاشم ((صداقت)) په لقب ((شنسب))
ستاسې نه په درنښت
په کې مست ډک له آهنګه سرودونه
سپرلیه  نن دې  بیا راوړل رنګین رنګین ګلونه
هر پیغام سره هم توپ او هم ټانکونه
هر آهنګ دې ډک، څه نوي پیغامونه
رانه وا دیخیست باغونه ګودرونه
بیوفا شوی نه په لوځ کې دې خوندونه
مټ مو تاو شو ډیر په زور نه په عقل کړې بحثونه
جنارې شولی روانې د هر کوره فریادونه
پاتې نه شو خوار بچې ته د خپل مور للو غږونه
د هر کور ډیوه شوه مړه هم تیارې او هم ګردونه
هره ګونډه بې خاونده په سر خاوری بادوینه
ټول بچې مو یتیمان د مور غیږې نه ئي وړینه
لاړشه لاړ شه بیوفا شوی نه په لوځ کې دې خوندونه
دا د کوم سپرلې پیغام وه چې مالیار مو رانه وړینه
هر سپرلی په ګډا راشې رانه وړی باغ او ګلونه
نه آهنګ نه ترانه شته بس د تیر وخت  څه یادونه
ای د بد موسم سپرلیه رنګ دې لری کړه ما خورینه
ټولی نوي ترانې شوی پاتې ما نه ئي خوندونه
ښه او پاک نظر په زړه شونډې لعلونه
جنکې به وی روانې هسکې غاړې سرودونه
یو ښامار له بره راغی خورې سرونه
نه دوکه وه نه فریب نه ئی چلونه
خو رامات مې کړ وهې په سر  ټوپونه
ډیر سرونه ئی په خله ما پسې خورینه
ما ویل راغی پسرلی زړه کې ټوپونه
ډیر په تیښته رانه خلاص دا د سره لښکر پوځونه
ویل جوړ کړه پرې محشر چې کړې سازونه
خو د یو ښامار نه خلاص د بل ګامونه
په یوه ښه څیره په زړه کې آرمانونه
دا د چل ښامار لرې چل کې چلونه
د ډالر په زور ئی واخیست خبرونه
وائی وئی نیسه آخرې سلګې خورینه
ډیر په چل را نه تاو شوی خورې  پیچونه
اوس راغلی خوری ځما د بڼ ګلونه
لکه ونه په چینجې را ته بیخ خورینه
په هر پیچ کې ئی تاو کړی سوغاتونه
ګل دې رنګ لرې هم هغه، خو دا بوی ئی پځه خورینه
ډیر چینجې لرم په بڼ، ښه سپرلی مې رانه وړینه
هاشم ستا د اهله نه دی خزانونه خزانونه
سپرلیه ته خو راغلی څه ګلونه څه بویونه
 هاشم هسې مه تیرباسه په هر رنګ پټ پټ چلونه
سپرلیه را به نشې هم ګلونه هم خوندونه
هر موسم مې وران ویجاړ دې که بهار که خزان وینه
دا ځما په کور رانشی ورک شه ستا رنګین ګلونه
راکړه یو مالیارچې را جوړ مې کړې باغونه
تانه آی سپرلیه که مې ډیر وي آرمانونه
بس کړه ورک شه  جوړکړه دغه کور مې ویرانه
 جوړمې کړ دا شعرتاته سپرلیه  نزرانه
 
ستا په حضور ستا په لیدو سنګینه
مینه مي ستا د ګل په رنګ رنګینه
مات آرمانونو سوزولای یمه
ځه د حجران په غم لړلای یمه              
 
 
په رڼو سترګو ئې پردي جوړي کړي
د حجران شپو راته تیاري جوړي کړي
د غم حجران مې څه شکوي جوړي کړي
ناست یم د ځان سره پري شعر لیکمه
اوښکو د سترګو مې مصری جوړي کړي
ته چې رانغلی او ځه دي په طمع طمع
بس اوس قسمت هم بهانی جوړي کړي
ته بیوفا شوی او که ځما ګناه ده
 
او
ستا په حضور ستا په لیدو سنګینه
مینه مي ستا د ګل په رنګ رنګینه
مات آرمانونو سوځولی یمه
ځه د حجران په غم لړلی یمه              
 
 
بیا مې د زړه غوښو قطري جوړي کړي
درنه یم لري او څه ویلی نشم
ما په سرو وینو تراني جوړي کړي
ته خو قاتل ئې ځه خپل کار کوه ته
ما نه چاپیره اور لمبي جوړي کړي
پام کوه رانشی د غم په کور مې
دا مې بس هسي افساني جوړي کړي
سوځي هاشم د خپل زړګې په کور کې
 
او
ستا په حضور ستا په لیدو سنګینه
مینه مي ستا د ګل په رنګ رنګینه
مات آرمانونو سوځولی یمه
ځه د حجران په غم لړلی یمه              
 
 
دا تیره شپه مې زړه سوري جوړي کړي
قلم مې واخیست ای د غم صنمه
پلو دی مخي ته پردی جوړي کړي
ما ویل په خوب کې به دي ښکل کړم که نه
هسي مې دا په څه خوارۍ جوړي کړي
خدای(ج) خو خبر دی دا ځما په فریاد
هسي دا اوښکې مې مرۍ جوړي کړي
زړه ته مې صبر ورکومه خو بس
 
او
دا مې بس هسي افساني جوړي کړي
سوځي هاشم د خپل زړګې په کور کې
 
 
 
دغه یو شعر د زړه په کور لرمه
د زړه طوفان سره څه شور لرمه
په چپه خله په ځان یو پور لرمه
ډیر نا قرار زړه مې نسکور لرمه
ځه ئې په خوا خوا کې روان په زړګي بوج لرمه
هر څوک په خپله لار روان دی ځما نه اوری څه
داسي د ژوند په ورځو شپو باندي ځان ګرم لرمه
کله وایم وا به وري او د صبر میوه ښه وي نو څه
په نن صبا ځان غولوم بس دا غزل لرمه
کله د خیال سره لوبیږم یو ارمان څه داسي
د زړه په تل د ګناه بار لکه د غرلرمه
د بل په بدو پاکول خپل ځان مو هیر شو داسي
داسي د سر په دوو سترګو یو نظر لرمه
د خپله ځانه مې زړه تور شې چې په پام مې راشم
له بدو سترګو ئې ساتم په زړه هنر لرمه
نظر هغه چې په کتو شي د خپل ځان په بدو
چې ئې د ځان په جنګ ګټم داسي یو جنګ لرمه
ځه د خپل ځان سره په جنګ تا ته نور نه وایم بد
سودا په زړه کې ځه هاشم د مرګ و درد لرمه
جنګونه ټول مې دې بایللې بس د ځان په سودا
قلم په لاس چغه د زړه بس دا اثر لرمه
په سترګو ړوند، په غوږو کوڼ، څه اوریدلی نه شي
 
 
 
 
 
 
 
 
نه ئې سرشته نه پښي داسي ابتر دی
شیطاني پلان ئې جوړ کړی ډیر ژور دی
راته ښکارې چې نن بیا ځما په کور ئې یو غوبل دی
نه مې عقل پری رسیږې نه پوهیږم چې څه چل دی
دوی په خپلوکې پوهیږې خو په زړه ماته خرچنګ دی
هری خوا نه دي راغلې رنګ په رنګ ئې ډنګ و بنګ دی
هیچ په سر ئې نه پوهیږم نه مې ورور د زړه مرحم دی
نوی نوی تراني دې نوی نوی بهانې دې
ډنګوي ئې هری خوا ته د دجال د ډول یو شرنګ دی
یوه بلا ئې ده راوړي د مذهب په ډول ئې ډنګ دی
افغانان ئې ټول برباد کړل ډیر په ورانه ئې قدم پلن دی
په یوه سترګه کتل کړې مخکې نه ګورې یو غم دی
‌ډیر ناري سوري وهمه څوک ئې نه اورې زړه مې تنګ دی
د دجال پسی روان دې دا پټان لکه پلنګ دی
د پیسو بنډل په جیب کې د ایمان په تول ملنګ دی
شیطاني دام کې راښکیل دې د پیسو ئې په جیب شرنګ دی
دا هاشم په زړه قلم په یو شعر نو ولي ګرم دی
 نوی نسل، نوی چل، نوی خبري او نوی رنګ دی
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
د خوبونو یو دنیا ده
یو فریاد او یو غوغا ده مات لاسونه پکې ګورم
دخوبونو یو دنیا ده طوفانونه پکې ګورم
خوار غریب په خیټه اوږی ډیر شلیدلای ګریوان ګورم
بی حسابه شان سودا ده دوکانونه پکې ګورم
څوک پادشا څوک ئي وزیر، څوک په در په ژړا ګورم
بل خوا مسته شان خندا ده خان ملک په خندا ګورم
څوک له یو مړۍ لپاره په ایران پاکستان ګورم
څوک له ظلمه تښتیدلای خوا و شا چې افغان ګورم
څوک خرڅ شوی په ایمان دی دا اسلام ته چې نن ګورم
څوک په خپل وطن کې ګرځي دسترخوان ئي په شا ګورم
د یوئ مړۍ لپاره تش کچکول په غاړه ګورم
چا نیولای خپل اولاد دي په دوکان د خرڅلاو ګورم
انسانیت کډه بار کړی انسانانو ته چې ګورم
چا جوړ کړې ماڼۍ جوړې سره او سپینو ته چې ګورم
هره خوا دوکاندارې ده سیاستدان ته چې نن ګورم
څوک د دین مذهب په نوم پټ د بل  په مذهب ګورم
خوار غریب په خیټه اوږی ډیر شلیدلای ګریوان ګورم
د خوبونو یوه دنیا ده طوفانونه پکې ګورم
د احساس دی کور ودان وي خپل احساس چې په اور ګورم
ځه هاشم ئي تماشا کړم خپل یو شعر په دیوان ګورم
یو قلم او څه کاغذ دی ناتوان داسې  ځان ګورم
یو فریاد او یو غوغا ده مات لاسونه پکې ګورم
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
داسې مې په زړه کې راته ځان ښکارې                             
لار کې ډیر اغزې خو په انجام کې ئې ګُلان ښکارې
داسې مې په زړه را ته تصویر د یو الهام ښکارې
داسې مې دا شپې ورځې دنیا کې د ناکام ښکارې
خواکې مې څوک  نشته داسې  ځان مې یک  تنها ښکارې
چا ته فریاد وکړم چې مې یار راته اغیار ښکارې
ډیر یم ستړی شوی هره څاه کې مې آرمان ښکارې
تش لاس وم راغلې تش به لاړدا راته ځان ښکارې
لاړ به شم دنیا نه زړه مې ډک تش  مې  هم لاس ښکارې
داسې هاشم خان راته د دنیا جنګ کې ناکام ښکارې
شپه را ته رڼا او رڼا ورځ راته ماښام ښکارې
چا سره مونږ وخاندو خندا کې مو ژړا ښکارې
زړونه مو خالې نه په جیبو کې مو دینار ښکارې
خپل مو شو پردي او دا پردي راته ماما ښکارې
داسې چې تری لاړو دا وطن نن د بل چا ښکارې
توره او غیرت کې مو پښتون داسې مدام ښکارې
داسې موهم نسل د پردې چمن ګلان ښکارې
ایمان ته چې ئې ګورم ټنګه سری بی ایمان ښکارې
په خپلو کې به وژنې  د ورور مرګ کې ورته ځان ښکارې
او چا ته فریاد وکړم چې مې یار راته اغیار ښکارې
او تورې ته چې ګورم دا سور رنګ ئې د جانان ښکارې
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
ځه خو یم ګونګی په ګونګه خوله به چاته څه وایم
پټ د پردی شا ته د الهام خبره ووایه
زړه مې راته وائي چې په خدایګو لږ څه ووایه
ډک دې کتابونه ځه لا څوک چې به څه ووایم
ما ویل ځه او ما ته ډیر د نصیحت خبري مه کوه
خپله چې مجنون وي ځه مجنون به چاته څه وایم
داسې لیونو ته د مجنون د داستان څه ګټه
داسي بیتفاقه افغانانو ته به څه وایم
بل د نفاق اور دی ما پري ولي سوځوي آخر
خوار داسې انسان یم خوار او زار ته به ځه څه وایم
څوک چې په خپل کور کې د خپل ورور د لاسه خوار وي تل
داسي جمهوریت او پارلمان ته به ځه څه وایم
چا چې د وطن په نوم قمار په بډه والی وي
ځه چې یم مثقال، د مثقال په تول به څه وایم
ټول په تول پوره دي د هر چا خبره من په تول
مات زړګیه مات ښه ئي، افغانانو ته به څه وایم
ډیر کړاو دي پریږده ظالمان خبره نه اور
ې
دی کڼو ړندو ته که څه غواړم نو څه ووایم
او پټ پټ مې په غوږ کې ګونګوسی دی چې څه ووایه
پټ پیغام د زړه مې ګوره شعر کې هاشم څه وایم
ټوله دنیا راغله هر یو څوک نوی پیغام لری
 
 
 
 
ځمونږ د نجات یوه ښه لار دا کیدای شې چې په کوم ښه شې چې پوهیږو هغه بل ته واوروو او پوه هغه دی چې بل ته غوږ شي او وګورې چې دا بل کس څه وائی. که دوه انسانان یو بل سره په خبره نه پوهیږې او په اشارو سره یو بل پوه کړي بیا هم خبره جنګ ته نه وځې او په یو تفاهم سره رسیږې خو اکثره اوقات دوه انسانان، دوه قبیلي، دوه ملکونه او داسي نور ځکه سره په جنګ وي چې د دوي تر منځ د تفاهم فضا خړه وي او یو بل په صحیح ډول نه ګوري او د شک په نظر یو بل ته ګوري او کله نه بلکه اکثره اوقات داسی وي چې بعضو په قصد داسی فضا را منځ ته کړې وي او غواړي چې اوبه خړي کړي تر څو یو څه ماهیان په غلا او بیحسابه ونیسې. هوښیار قومونه باید پدې چالونو ځانونه پوه کړې تر څو وکولای شې ځانونه د دغسې لیوانو نه خلاص کړې خو بیا ګورو داسې خلک هم شته چې صرف د خپل شخصې مرام په خاطر غاپې خو دښمن هم هوشیار دی له دي له پاره چې ځانونو ته لار هواره کړي داسې بی احساسه خلک ئی په ډیر لږ شې قانع کړی خو چې کله تری خپل کار واخلې بیا ورته د کوڅډب سپي نظر هم نه کوي. یوه جامعه باید خپل کوڅډب وپیژنی. ځمونږ جامعه چون یوه سنتې او عقیدوې جامعه ده نو دښمن داسې کار کړي چې د مذهب په جامه ئی راته خپل سپې سنګار کړي دې تر څو وکولای شې خپل ناوړه عمال تر سره کړي چې دا ځمونږ لپاره تر ټولو مشکل کار دې . که و وایو چې د حل لار نه لرو دا خو نو هغه خبر ده چې سړی پری د نا امیدی له کبله کفر ته وځې. او که و وایو چې د حل لار شته نو بیا داسې راته ښکارې چې ځمونږ او د حل د لارې په منځ کې کم تر کمه یو ۵۰۰  کاله د عمر فصله ده. سوال دا دی چې آیا ځمونږ دغه خوار او غریب ملت به وکولای شې چې د خپل ملت هغه اشخاص چې دغه لري هدف کتلای شې په حیث د خپل مشر او رهبر وټاکې دا هغه اساسې نقطه ده د کوم ځای نه چې باید کار شروع شې او مخکې ولاړ شو. دوه خبری په نظر ښکارې که مو وکولای شو چې په دغه کار بریالې شو او د غفلت له خوبه بیدار شو نو بیا مونږ دا جنګ ګټلی دی خو که نه نو تر هغه به په سر ټکیږو تر څو چې دا کار و نه کړو. پدې دوران کې چې کومې ضربې مونږ ته جوړي شوي دې دا امکان هم لری چې له بیخه مو سره ختم کړې او صرف نوم به مو افغان وي خو د افغان خوی بوی به بیا په دوربین کې هم و نه ګورې او د برګشت لار چې اوس تری داسې لري یو نو بیا خو به ئی څوک نوم هم نه اخلې. دا اوس چې یو څه ټکیږو دا د دې نښه ده چې لا تر اوسه څه افغانیت لرو نو ځکه خو ټکیږو. که مونږ اقلاً د برګشت په خاطر دغه اول قدم هم واخلو چې سره یو اتفاق او اتحاد وکړو نو نورې لارو ته به هم لار هواره شې. د شرم خبره دا ده چې یو کلچر او یو مذهب دعوه کوو خو چې د اتفاق خبره راشې بیا ورته مات غوږونه ناست ځمونږ د اقدارو جنازې پورته کیږې خو څوک نشته چې پوښتنه ئی وکړې. مونږ خو د جرګو او مرکو خللک وو دا پر مونږ څه چل وشو ولې مو دا جرګې اوس په مال او دولت خرڅیږې. نو ځکه خو وایم چې!!! 
تر څو چې انسان خپل پاک فطرت ونه پیژنې نه شې کولای چې د مذهب دعوه وکړې نو که دا خبره درسته وي نو خدای (ج) خو ټول انسانان په ښه او پاک فطرت پیدا کړي دې او بیا وروسته یا هغه مسلمان دی او یا عیسې او یا یهود دي خو د فطرت له لحاظه ټول یو انسان دی دغه اوسنې جنګونو ته چې ګورو د انسان د فطرت پر خلاف جنګونه دې نو دا یو داسې جنګ دی چې کټل ئی نه یواځې په مسلمانانو بار دی بلکه په ټولو انسانانو ولوکه د هو مذهب خاوند وي باید دغه لپاره یو څه وکړی خو پدی خبره باید اول ځانونه پوه کړو او بیا نورو سره پرې خبره وکړو تر څو د دغه نړیوال مشکل لپاره یوه نړیواله ټولنه رامنځ ته شې چې زاړه او وروسته پاتې البته د بعضو په استلاح میلیتونه نه یواځې د دښمنانو د ناوړه حملو او تیری نه وساتې بلکه د دوی دغه زوړوالی او وروسته والی احترام وکړې ځکه چې دا خلک د ژوند د صحنو عملې تصویر لری او ژوند ئی ډیر له نژدي څخه لیدلی دی نو له دوی ورکول یو غلط کار دی او دی ته باید نړیوال وهسول شې چې دوی له دغه خطر څخه وژغورې.
 
 
 
دي خلقت نه څه رنګ تیر شو
په دي ښکلې نور چې عقل مې بیدارشو
دا د اسلام په ښکلې دین مې چې سر خلاص شو
اوښکې راغلي په رخسار زړه مې پرهارشو
دا د سترګو جام چې ډک له اوښکو بارشو
د ګناه سترګې په وینو لمبول د زړه آزارشو
دا د زړه په وینو شعر لیکل روزګارشو
لیونی لیونی ګرځم نه مو ځان ته لږ څه پام شو
دا د ژوند مقصد خطاء په بازار د دي دنیا شو
دا د ګڼ بازار په منځ کې د مذهب هر دوکاندارشو
ځه یم پاتي له کاروانه له ناکامه مې روزګار شو
د مذهب په تجارت کې ښه بنده له دین بیزار شو
هر مذهب په تول خرڅیږې د اسلام مې دغه حال شو
جهالت په دنیا خوردی د اسلام په نوم قمار شو
تورې وریځې راروانې دا رڼا آسمان غبارشو
د اسلام دا ښکلی دین مود جاهل د عمل ښکار شو
مسلمان مسلمان وژنې د شیطان سره روان شو
هر لیډر مو مسلمان د جهاد ښه قهرمان شو
د رحمت لاري شوی بندي یو باران د سور انګارشو
د شهید یتم بچې ته یو مړۍ په ستونې زار شو
د جهاد په نوم خیانت کې د اسلام په نوم  ګذار شو
دا ملت ټوټي  ټوټي په ټوټو لاس او ګریوان شو
د شهید آزار وهلی په قرآن سره خلاف شو
د افغان نه به ور تیر شو د مذهب نه که هم تیر شو
د وحدت د نوم دښمن د شیطان د قدم ښکار شو
د خلقت پر مخ تور داغ  دي، دي خلقت نه څرنګ تیر شو
دغه تش په نوم انسان ته د حیوان نه به ور  تیرشو
 
 
 
 
 
د یو وصال په امید
ځان ته مې ځان بائلود وارمې هم رانه خطاء ښکارې
داسې د د نیا حساب خو ماته ‌ډیر مشکل ښکارې
ډیر یم ډاریدلای دا دنیا لکه  قفس ښکارې
خدایه ستا نه څه پټ ته په هر طرف ناظر ښکاري
څوک راته لیوه څوک راته پړانګ خوا وشا کې مې ماران ښکارې
ورک یم له منزله بس یو تته شان رڼا ښارې
ډیریم کړیدلی هم د ملا تیر مې آمسا ښکارې
لار کې مې ولاړ دې دوی، سهر او هم ماښام ښکارې
هیڅ هم پاتې نه شو په تش لاس مې هر آرمان ښکارې
ډ يریمه بیزار له ژونده زړه مې ناقرار ښکارې
خوب کې شوم راپورته ستړی زړه مې ډیر خوشحال ښکارې
خوب کې مسلمان شوم دا وصال مې د جانان ښکارې
وصال ته منتظردا صبا او دا بیګاه راته یو شان ښکارې
لږ چې په خود راغلم دا دنیا را ته بیا هغه شان بلا ښکارې
شم به یو ځل پورته دغه خوب مې که رښتیا ښکارې
خوب مې ډیر خوښیږې چې  وصال ئې  د جانان ښکارې
ژوند نه شو بیزار خوب نه مخکې چې دنیا ښکارې
هاشم په خوب مین شو چې په دې باغ ئی وصال ښکارې
 
 
دیوي ښي هیلې د پوره کیدو په هیله
دا د کوم عشق آزار دی چې مې زړه پري کبابیږې
دا د کومې بنئ آور دی چې دا ما ته پوکی کیږې
ډیر لوګې مې له خولې وځې هم آسمان ته پورته کیږې
د یو کشمکش په منځ کې عقل سر ته نه رسیګږې
چې تیاري کړې ټولې پاکې ګنهکار زړه مې ژزیږې
د رحمت باران په طمع که مې خدای را ولوریږې
د صراط المستقیم مې هره لاره خطا‌ء کیږې
د ژوند لار شوی بیلې بیلې یوه لار تری نه جوړیږې
د یو تور کندو په منځ کې یو څه غږ په غوږو کیږې
د مغضوب په لار یم تللای آوس یم ورک نه څه ښکاریږې
یوه دعا غواړم عالمه که مې لاس ورورسیږې
سمې لار ته مې رابولې خو مې لاس نه وررسیږې
د طلا رنګ به پیدا کړې هم به پړک دا ډیر ځلیږې
د هاشم دغه داغ زړه که لږ اوبو ته وغورځیږې
دا د ژوند اصلې مقصد ته په وصال به ورسیږې
هر آرمان ته به غیږ ور کړې هم په پښو به ورغورځیږې
ټولي هیلي به ئی پوره شې که څه هم اوس ډیر کړیږې
دا یو داسې انتظار دی که هاشم ته و لوریږې
 
                                              
                                                اولاړ به شم وطن ته                                  
     خلک به راټول ورته قیصه د خپل چمن وکړم
      لاړ به شم وطن ته چه دیدن د خپل وطن وکړم
 ډیر یمه بې صبره خپل پرواز ته به وزر ورکړم
           سترګې به اوبه اوخپل زړګي ته به اثرورکړم
  او لاړ به شم وطن ته چې دیدن د خپل وطن وکړم                       
تاته به دسترګو تور په جاراو په قربان درکړم     
چاته به ځه غیږ چاته به لاس چاته سلام ورکړم  
تاته به د زړه وینې په جام مسته ګډا درکړم      
چاته به ځه ډکه خوله خندا ګُل د ګُلاب ورکړم     
او لاړ به شم وطن ته                                        
ډیر راباندې ګران، د ې خړو خاورو ته به  سر ورکړم
را به وړم رڼا او دې تیارو ته به سپین  رنګ ورکړم
او سربه ځه هاشم درته په مینه کې یو دم درکړم
چاته به قلم چاته کتاب چاته مرحم ورکړم
او لاړ به شم وطن ته
 
 
 
 
 
 
 
 
لکه ونه کې میوه چې حباب نه وي
هغه زړه چې په دردونو کباب نه وي
هیڅ چې یار ورته و وائې که په زړه ئې کباب نه وي
تش په رنګ ئي مه غولیږه که په زړه ئې سور داغ نه وي
زړه مې یار د عشق لمبو کړ که تیار ئې کباب وینې
د ډیر وخته انتظار یم په تور سر که مې سپین وینې
هیڅ قاصد د عشق رانغی تګی ناست یم تش جام وینې
ښه خوراک ئې د خپل ځان کړه که ئې داغ په آتش وینې
خلک لاړ ځه تري نه پاتي د افغان دا کاروان وینې
ځان ته ناست یم هم مې عقل په تیارو کې رڼا وینې
د پردي چمن په ګل ئې د مجنون په فریاد وینې
خپل چمن شو ترینه پاتي دا بلبل په فغان وینې
په هر رنګ رانه راتاو دي دا شین سترګي د دام وینې
لاړ شه لاړ شه کور مې وران دا پردي قاتلان وینې
دغه تشو کنډوالو کې هاشم څیری ګریوان وینې
د نفاق په آور کې سوځم سر په لاس د افغان وینې
او د رحمت باران په طمع خوار بچې د افغان وینې
 
 
یو نصیحت
ته پرې نخرې کړې مور دې جار درنه قربان ګوره
ژوند دی یو سفر هره لحظه نوی تصویر ګوره
چاسره د زړه په راز جوړه شان دنیا ګوره
ډیربه دي یاران وي مرور ئی له خپل ځان ګوره
چاته به مجنون په لاره ناست په بیابان ګوره
چانه به مخ پټ ګرځې بار ئې د خپل ځان ګوره
چاسره به ناست په خوان خوار ئی دسترخوان ګوره
څوک به دې خوشحاله کړې تش خالي سلام ګوره
څوک به دي وي خواکې ناست مخ ئی د بدنام ګوره
څوک د خپل فراق په درد خوار غریب نارام ګوره
چا ګټلي نه ده چې کوي خوښه د ځان ګوره
ژوند سره په جنګ کې د حاظر ساعت ناکام ګوره
 
 
چاسره چې تریخ نه شی ډیر ئی د ځان زیان ګوره
د خوږو خاصیت خواږه وي په ترخو  کې امتحان ګوره
ته شه ښه سردار او دغه ښه بد دي یاران ګوره
خپله خوښه پریږده خوښه ټوله د ناکام ګوره
بد ته چې ځای ورنکړې د بدو بد انجام ګوره
زړه دي کړه د راز دفتر ښه پکې مدام ګوره
ژوند دی یو میدان د جنګ ځان ښه پهلوان ګوره
بد هغه چې بد ګورې ښه ځیر شه ایمان ګوره
عقل نه کار تل اخله عقل کې برهان  ګوره
کله به پړمخ نسکور کله ځان په بام ګوره
تیرشه د خپل حقه خپل حق د حق مولا ګوره
تله ترازو کې هم لاس د سخاوت ګوره 
عقل ته لار خلاصه کړه غلام ئی د هر دام ګوره
تیر به شې دا ژوند درنه لږ په زړه کې ځان ګوره
وئی لوله یو څو ځلۍ د ځان پوه کړه  رڼا ګوره
شعر د نصیحت دی دا، دا زړه کې مدام ګوره
نلرې ایمان هغه علم د قرآن ګوره
علم لکه شمع وي نور ئې په  ایمان ګوره
سترګې چې تری واخلی لاس کې ئی امسا ګوره
عقل لکه سترګې وي علم  ښه ابزار ګوره
لاس به ځه هاشم درکړم ما ته په خندا ګوره
غورځې به په هره خوا دا د شک  فضا ګوره
وګوره چې څه غواړې خدای په امتحان ګوره
مړ نه شی چې مړ به شی ځان کې دې خپل ځان ګوره
ځان په ځان و نه غولی ځان ته دې دوا ګوره
سپین په تور و نه بایلې تور لکه بلا ګوره
بدو ته ئی ښه وایه ښو ته ئی بد مګوره
ځان ګټل په بل کې وی بل ته ښه مدام ګوره
ښه یا بد د چا پرې څه، ښه او بد د ځان ګوره
ځان دی خپل راونیسه ځان ته ډیر په قار ګوره
لاس راکړه چې جګ دې کړم شا شا ته ډیر مګوره
ښه نظر د سترګو ته بد ګومانه مه ګوره
ښه خو د هر چا وي خوښ، بد صرف د خپل ځان ګوره
داسې به ئی را لنډه کړم داسې ئی انجام ګوره
 
 
اوس دي هم دا نوری به بیا لټوی
چې مې آشنا را پیغور لټوي             
ماتم د زړه مې راته ګور لټوي            
 چې مې شیطان د زړه په کور لټوي
ما نه خراب د دنیا ټول کارونه
چې ښاماران افغانستان لټوي
را نه خطاء دې وار د یو او دوه وو
چې مو افغان اوس افغانان لټوي
ګله د چانه او د څه لپاره
ځکه مې ورک ارمان جانان لټوي
ځه د قاتل د سترګو تاوُ چیچلام
اوس مې ارمان د سترګو جام لټوي
ارمان د اوښکو په بهیر لاهو شو
طمع له دوی مې پاک ایمان لټوي
کله د یو بل نه که طمع لرم 
داسې په خوار زړګې جانان لټوي
هر څه ئې در کړل د ایمان په بیه
دا ئې له اوښکو نه ډک جام لټوي
څوک په ګونډو ورته په پښو پریوځې
دی مې په جیب کې لا قرآن لټوي
داسې  وده د غفلت خوب راوړیم
دي خپلو وینو ته یو جام لټوي
هاشم غلیم سره په دې سفر کې
اوس دې هم دا نورې به بیا لټوې
داسې خو ډیري دی په زړه دې راشه
 
 
داسي چې مست وي د پښتو په وینه
ځکه خوئې مینه داسی پاکه پښتنه ده مینه
پښتانه چې داسي مست دې د پښتو په وینه
تل لمبوي دوی داسی دا پاکه مینه
سرخو به ئې غوڅ کړی، خو د پښتو په وینه
ځان چې کړې  خوار، هله وې  قربان په مینه
 تل لمبوې دا خپل غیرت دا د پښتوپه وینه
سر خوبه خوری خود دا د پښتو مینه
داسی چې وي مست په پښتنه  وینه
عقل نه تیریږې پښتنه مینه
 تل مدام ړونده وي  پښتنه وینه
تل وي دا ړنده دا د پښتو مینه
دا د ړندی مینې دا ځیږه وینه
خود خو د ازله ده، سرتیره،پښتنه  مینه
 ټوپ وهي هر دام ته د پښتو وینه
خود په اور سوزیږې د پتنګ مینه
داسې د ړندی مینې نه ځار وینه
نه لرې  افسوس دا د  پښتو مینه
سور رنګ ئې د وینو چې پښتو وینه
هیڅ به لاس وانخلي پښتنه مینه
ساتې خپله مینه په پښتو وینه
دین نه شوه هم تیره  پښتنه مینه
 دین ته تسلیم نه شوه پښتنه وینه
مخ به راښکاره کړې دا جانان په پښتنه مینه
 داسي چې قربان وې په پښتو دا پښتنه وینه
کفر به خپل مات کړي را وچت به شې ځیږه  مینه
اسلام به را ژوندی شې  پښتنو کې په پښتو  وینه
را به وړې ایمان له سره تیر په پښتنه مینه
پښتنو ته لرم ځیری، په پښتو چې پښتنه وینه
 
 
 
د میني په ګلزار د خزان وار دی
زړه مې ناقرار چرت او فکر مې نارام دی
د میني په ګلزار مې د خزان د وار دوران دی
ناست یم د خپل ځان سره جانان رانه روان دی
لاړ رانه بلبل دا چمن مې خوار او زار دی
ما ویل راشه ښکل ئې کړه، بیا دیدن د زړه آرمان دی
خدایګو که بیا راشي، شاید دا آخر زمان دی
مانه خفه شوی زړه ئې مانه لږ څه وران دی
ځي او شاته نه ګورې دیدار ئې د جانان دی
ټول ئې کړل ګلان رانه، په اغزو مې ځان پرهار دی
دی لکه ښکارې دګل ښکار په اغزي وار دی
ژوند د یو خزان سره، هر انسان پسي روان دی
نه آوري فریاد ځما، ځه لاړ شه زړه مې وران دی
چا نه دی روان، چا ته وروان، دغه ئې داستان دی
لویه قافله ده ژوند، څه شاته څه مخکې دی روان دی
غیږ راکړه چې ښکل دي کړم، دا ځما د زړه آرمان دی
پوه یم رابه نه شی بیا، بیوفا مې دا جانان دی 
مرګ نه وروسته بیا مې د جانان دیدن آرمان دی
ځه او خدای دي مل شه زړه مې ډیر درپسي وران دی
ګلانو خندا بنده کړه  شبنم ترينه  روان دی
د مینې په ګلزار مې د خزان د وار دوران دی
راغلو یو سیلاب، لوند رخسار سیری ګریوان دی
وینې مې د زړه راته د سترګو په جام بار دی
د پلار خبره نه آوري، شل کلن ځوی ئې روان دی
لاړ آمریکائې شو، مور ئې ژاړې او فغان دی
او لاړ شه (              ) جانه دا چې ستا د زړه آرمان دی
 
 
ځان دې په چا لټوی
چې مې آشنا را پیغور لټوي            
ماتم د زړه مې راته ګور لټوي            
داسې چې ځان  په پاکستان لټوی           
 ورک د اشنا نه د خپل کور په کنج کې
لکه موږک په سوړه ځان لټوی           
خبرې ډیری خوئې چاته وکړم           
چې په دنیا راته عقبا لټوي                  
روح مې جدا ګرځې ملګری نه شو       
اوس یمه ورک څه شا وخوا لټوي         
چې مې د روح آشنا جدا شو رانه         
د بیکسئ ځندان مې بیا لټوي               
داسي شوم ورک ځان شو له ځانه لرې 
شوی رانه ورک داسی جهان لټوی    
ګرځی د بل سره د بل په وطن            
ځه وائم بس دا مې لا بیا لټوي           
شعر چې جارې شې کله بس وائې دا    
اوس دې هم دا، نوري به بیا لټوی    
هاشمه ډیري دې په زړه دي راشه        
 
 
یو څو په زړه پورې لنډۍ
   ځه د وطن خلکو ته ډیر غمجنه یمه    
  وطن خو هر کله وطن وي                 
ځه یې حلال په خپله توره ټوټې  کړمه
جنګ یې له تورې راته جوړ کړ          
دعقل جنګ کې یې د دوه پیسو ځه کړمه
توره همیش ځمونږ تیره وي              
نن ئې  د تورې  مستي خپل سر غوڅوینه
پښتون همیش په توره مست وي          
اوس به د ورور له جنګه ما څوک خلاصوینه
ګټلی جنګ مو ځان ته بائیلو              
بهانې جوړوم ځان پرې له شرمه خلاصومه
کله خو یو بل ته په قار یم                  
اوس په لویدلي شمله پت خپل پټومه     
د غیرت نوم نه یې بیزار کړم            
عقل چې لاړ شي اور ته تیل وراچوینه 
اور مې په کور کې راته بل شو          
د هره کوره یې نارې سورې راځینه   
د غیرت چغه سره لمبه شوه              
بې ځایه اوس هم په بابا فخر کومه      
ځه د غلام د غلامئ شوم                  
 
 
 
یو څو په زړه پورې لنډۍ
د زړه پرهار پرې ماتوم ژړا راځینه     ‍
قلم مې واخیست لاس مې ریږدي          
        اوس به د زړه په وینو تنده ماتوینه  
قلم مې رنګ په وچیدو کړ                  
چې د آشنا سترګو ته اوښکې پرې راځینه
رنګ یې خالص د وینو بوله                
د زړه خبره د زړګي په وینو شینه       
د زړه خبره په خولې نه شي                
ځکه خو ورک د کلي کور او وطن شونه
چې مو جومات او ممبر پریښود            
ځکه خو ورک د یو بل شونه               
چې د دنیا په حساب ګډ شو                   
د غم تنور یې ځه په یاد لولپه کړمه       
چې می آشنا را نه جدا شو                   
که د آشنا سترګو ته اوښکې پرې راشینه
د زړه د غم ټکور پرې کیږي               
غمه راځه چه کډه ستا کور ته در وړمه 
ځه بې له غمه د چا نه شوم                  
د بیوفا خلکو به څه زړه درته خورمه   
خلکوجفا په وفا راکړه                        
څوک  تړل شوي په خپل ضد، زړه راته    خورینه                                       
چا ته آشنا د هرڅه ګران وي                
ځه په جفا باندې وفا غلطومه            
څوک له جفا له لاسه ژاړي                
ځکه خو ځان د بل په عیب کې پټومه    
د زړه په وینو لیکل سخت وي              
خدای خبر بیا به د چا  کور پري ورانوینه
د دروغو پنډ ئې په شا بار دی               
خدای خو دې  ستا له لاسه څوک نه ژړوینه                                       
د هاشم زړه دې په ژړا کړ                 
 
 
                                       
یو څو په زړه پورې لنډۍ
اوس ځه خنجر د زړه په تل کې ګرځومه
د زړه آرام د زړه خنجر شو                
ځه بیګناه دې په زړګي وشتلی یمه       
د زړه خنجرظلم مکړه                       
دښمن ظالم دی بیګناه دې ځوروینه       
زړګیه راشه روغه وکړو                   
مظلوم که نه وی دا به چا پوره کونه     
ظلم ظالم ته پیدا شوی                        
ظالمه تا نه به څه زړه کې پټومه         
ځه د مظلوم په حال خبر یم                 
چه یو انسان د بل انسان د لاسه مرینه   
خدایه له دې ظلمه مې ساته                
انسان بدبخته،  خپل غرور ئې سوزوینه  
پتنګ د اور په لمبو وسو                    
خزان ظالم دی ماله تا جدا کوینه          
سپرلیه دومره صبروکړه                     
اوس دې دیدن ته د زړه سترګې غړومه 
سترګې مې تا پسې ړندې شوې             
اوس به خپل مړ چراغ په چا ځه بلومه  
یار مې د بل د کور چراغ شو                
زه په تیارو کې په ایرو کې لاس وهمه  
یار مې د بل چاسره خاندي                  
زه د آشنا له غمه ورک لیونئ یمه       
ایرې په سر راته راباد کړئ                
د خوار تقدیر علاج به څنګه ځه کومه  
ځه د ازله د چا نه وم                       
چې خپل آشنا ته یو امیل ترې جوړومه   
لاړ شه له باغه ګلان راوړه                 
آمیل د ګلو باندې ځان غلطومه             
زه خو زخمي د زړه په سر یم              
ځه لا تر اوسه بندي ستا په جال کې یمه 
د مرګ آواز را باندې وشو                  
د نفاق اور مې په لمبو کې سوزوینه      
خدای نه د زړه صبر ځه غواړم            
 
 
 
      
غل دې راونیسه خپل ورور پیدا کړه
دا د عزت پګړي په سر کړي بیا دا       
دا د زړې تورې دا زوړ ګذار به           
دا د افغان دښمن به نغاړي بیا دا            
دا دهمت مټې به نغاړو بیا دا                
دا د رڼا لور ته په منډه بیا دا                
دا د تیارو نه به راځغلي بیا دا               
نوم د الله نه به شروع کړوبیا دا            
د بسمه الله نه به شروع کړو بیا دا         
غل دې راونیسه خپل ورور پیدا کړه                            
دښمن بې واره په خپل هوش راغی       
د افغان عقل نن په جوش راغی            
دا د احمد محمود میرویس بچي به         
دا لر و بر افغان به یو وګوري             
یو ځل په بام د یو افغان وګوري            
دا د نړۍ د سر د تاج وګړي                 
یو ځل په در د لوی سبحان و ګوري       
دغه پښې لوڅئ او دا څیرې ګریوان      
شاه ته و نه ګورو چه لرې مو لار         
راځئ وعده وکړو چه دا مو ده لار        
لاس به پرې شنډ کړو که ئې دی رانغاړي
د دښمن هر دام کې به دې رانغاړو        
منډه رڼا ته کړه رڼا پیدا کړه                
ګریوان مو څیرې شو غلیم پیدا کړه       
غل دې را ونیسه خپل ورور پیدا کړه   
دا د احمد او د محمود د شملې رنګ پیدا کړه
 
 
 
 
 
 
      
لږ ورته پام وکړه
دا د غلیم ګذار دی لږ ورته پام وکړه      
نن چه افغان سر د افغان غوڅوي        
نوم به دې ورک کړي تل دا پام په دنیا وکړه
ډیر خطرناک ګذار دی لږ خو ارمان وکړه
پام په افغان وکړه                             
راتګ دې نشته دی بیا                       
لږ خو ارمان وکړه                           
ځان دې کړ ځان نه لرې                     
په خپل ځان پام وکړه                        
هاشم نور نه وائي څه                         
اول خپل ځان جوړ کړه                       
پریږده  دا ټول جنګونه                       
 
 
 
 
 
ځه یمه ستا په طمع
  دا شعر مې دغافلو پښتنو په حال لیکلی دی، آیا دوی به راویښ شي او که نه؟   
سترګې مې وچې شوې دلدار څارمه       
ځه د شپونکي د رمې لار څارمه           
خوا کې مې تیر شو خو بیابان څارمه     
رحم دزړه ئې په ما هیڅ رانغی            
رانه لاس واخیست د بیګاه په طمع         
زړه مې بندي دهر صبا په طمع            
څه مې جوړ کړی او څه نور جوړوم    
د هر امید نه یو امیل جوړوم               
ځه د جفا سره وفا په طمع                  
ځه د صبا او د بیګاه په طمع               
د خپل آرمان سره وصال په طمع         
ټالونه ډیر مې دي جوړکړي داسې         
آسمان ته ګورم د لیلا په طمع              
خدایه ټالو ته مې پرواز ورکړه            
یم د هیڅ چا او بس دا ستا په طمع        
مجنون په خپل حال ناتوان یمه ځه         
مخ د پلو شا ته دیدار په طمع              
لار مې نیولي د ګودر ده درته              
ځه لا ولاړ ستا د رخسار په طمع          
مخې نه ډیرې په وار وار شوې تیرې     
زړه رانه وړي ستا د رخسار په طمع     
کله په یو بل دا غلط ګومان مې             
ځه یمه ستا ته د بل چا په طمع             
ته راته ښکارې خو ما نه ویني ته         
بیا هم ځه ستا ته د بل چا په طمع          
ځه دې ملنګ کچکول په لاس کړم ځان ته
ځه یمه ستا ته د بل باغ په طمع           
ګل د بل باغ درته راوړلی نه شم           
ته ئې انځر ځه د ګلاب په طمع           
ګلان چاڼوم چې که ځه تا پیدا کړم        
په خوب ویده د بل صبا په طمع           
د قلم سترګو ته ژړا راغله                  
هاشم په طمع د صبا او بل صبا په طمع  
لاس اخیستی نه شم نو ځکه خو ځه        
چې دی به جوړ شي د ګلاب په طمع     
او ځه د انځر ګل ته بیګاه او سحر         
 
      
سل مې غوښتې خو مې یوه و نکړه
چا ته ئې وسپړم په خوله پاتې شوې       
دا د زړه غوټې خو په زړه پاتې شوې   
 راحت مې لاړ ځغمه یو ته پاتې شوې     
ځان سره فکر او چورتونه وهم           
جنګ سره ځان ته بس یو ته پاتې شوې   
دا ټول جنګونه مې ګټلي ګڼل              
ځه په تورتم کې د تیارو پاتې شوم         
دا ټولې لارې چې تیارې شوې راته     
زړګیه غم ته بس یو ته پاتې شوې         
غم په سینه کې په سورو شو راته       
چې دا هر څه رانه په څه پاتې شوې       
خدای ګو چې څه به مې قسمت کې وي نور
شونډې مې بیا په چپه خوله پاتې شوې   
خبرې ډیرې خو کولائ نه شم            
خوله دې شه ماته ماته خوله شوې        
هاشم د زړه خبر یوه ونکړه               
ټولې خبرې مې په زړه پاتې شوې        
سل مې غوښتې خو مې یوه ونکړه        
او چا ته ئې وسپړم په خوله پاتې شوې
 
 
هاشم یواځي ښه دی
یاران چه ډیر وي ښه دی                  
دوستان چې ډیر وي ښه دی                
یواځې خدای ته ښه دی                     
یواځې مکړه خدای څوک                   
انسان انسان ته ښه دی                     
که نه انسان دی چیري                      
په وچو او شاړو ښه دی                   
باران په غرونو ښه دی                     
  اوښکې په سترګو  ښې دي                 
بې اوبو مکړه خدای څوک                
وطن خپل یار ته ښه دی                     
وطن هم داسي واخله                       
یار خپل جانان ته ښه دی                  
بې یاره مکړه خدای څوک                 
هاشم په چرت کې بیا یواځې ښه دی                          
یواځې مکړه خدای څوک                  
 
خوار افغانان
څوک په ایران او پاکستان یا امریکا پاتې شو
داسې مې یار په بیابان پاتې شو            
په غرو رغو ئې هم لیوان  پاتې شو      
وطن هم لاړ صرف ښاماران پاتې شو   
خوار مې افغان په وینو ډوب لاس او ګریوان پاتې شو
اتفاق هم ترې کډه وکړه صرف نفاق پاتې شو
لاړې فاني دنیا نه ډالر دینار پاتې شو
ولې آی ورک افغانه ځان دې کړ ځان نه لرې
خوار مې افغان په وینو ډوب لاس او ګریوان پاتې شو
دهاشم زړه باندې آرمان پاتي شو
 
 
 
حق باید وویل شي
د څپلیو پرې باران او ورخطاء شي      
لکه غل د جومات ګیر په خپله غلا شي  
که راګیر په داسې جنګ چه حق پري لاړ شي
لار د تیښتې ترې نه ورکه ړوند په دنیا شي
نه چې سرپه سودا  سپور حق ئې پیغور شي
تیر له سره په سودا د حق هاشم شي   
د اسلام په نوم تجارت
د نفاق اور خواره واره راباسي           
یو ځل نن بیا دا لراو بر پښتانه            
په رڼا ورځ ئې له خپل کور راباسي      
کلي په کلي ئې پیغور راباسي              
داسې په ورور راته څرمن راباسي       
کله کړي ما او کله تا کړي کافر           
د خدای له کوره چه نن اور راباسي      
دطالب زړه ئې د طالب نه کړ تور        
نن چه ایمان د کفر اور راباسي            
سرئې راغوڅ او په سینه ئې کړ ښښ     
اسلام آباد نه په نخرو راباسي              
دا د اسلام په نوم جوړ شوی اسلام        
غلط انجام ته مځه
ساده افغان ته غل دی                       
دا ئې هم چل کې چل دی                    
دین د اسلام ته غل دی                       
دا ئې هم نوی رنګ دی                      
کله ئي شین بیرغ دی                       
کله ئي سور بیرغ دی                        
په زړه بیا تور بیرغ دی                    
کله ئي سپین بیرغ هم                         
 
 
 
 
 
داسي ښيښه د مخ مدام وبوله
میدان ئي تنګ وبوله                        
ژوند دي یو جنګ وبوله                     
بی عقله جنګ دي امتحان وبوله          
عقل دي توره د ایمان وبوله                
داسي دي ځان کې خپل ایمان وبوله     
عقل چې نه وي جنګ دي ناکام وبوله     
چې دي بائیللي دا د ځان ځیان وبوله     
حساب د ځان سره مدام وبوله              
رحم د خدای دي هر مدام وبوله         
توبه د ځان سره ناکام وبوله                
امید په زړه داسي مدام وبوله            
هری تیاري پسي رڼا وبوله                 
په ځانته ځان جنګ د دنیا وبوله         
بایللي جنګ کې دي بریا وبوله             
جنت دي هم په دي دنیا وبوله          
فاني دنیا کې دي عقبا وبوله                 
دا دي د عقل امتحان وبوله             
 په داخپل جنګ کې ځان مدام وبوله       
داسي ښیښه مخ ته مدام وبوله            
هاشمه جنګ دي د خپل ځان وبوله        
 
 
 
 
 
 
 
            
خنداګاني مو بدلي ژړاګاني مو بدلي
ټول فکرونه مو بدل شول
ټول خیالونه مو بدل شول
تعبیرونه ئی هم بدل شول                    
ټول خوبونه مو بدل شول                    
ژړاګاني شوي بدلي                          
خنداګاني شوی بدلي                          
چراغونه هم بدل شول                        
هغه ځما او ستا د خوني                      
هغه زړونه هم بدل شول                    
دماما خوري تر منځ هم                     
ټول نازونه را بدل شول                    
دپتنګ شمعي نخرو کې                       
ممبرونه رابدل شول                         
د جومات غریب ملا ته                      
عادتونه ټول بدل شول                       
د دهقان او خان تر منځ هم                  
ایمانونه هم بدل شول                        
د ډالر په زور او شور کې                   
سل په سله دوي بدل شول                   
دا ځما شاوخوا خلک هم                     
بی تلواره را بدل شول                      
مدرسه او جومات واړه                     
داسي ښکاري چې بدل شول               
د ملا د آزان غږ هم                        
خصلتونه را بدل شول                     
د فقیر او سپي تر منځ هم                    
 
 
د ماښام تیارو ته راغله                    
د شفق د نور رڼا مو                         
ډیوه هم په جفا راغله                       
دتیارو په تور ماتم کې                      
د آزار په تکل راغله                         
بی آزاره توتکۍ هم                          
دا په مسته ګډا راغله                       
اوس د خټو هغه کور ته                     
ډیره ډکه ژړا راغله                        
دهاشم سترګو جامو ته                      
په ژړا مو خلک خاندي                   
اوس چې ځه په ژړا ژاړم                 
په خندا مو خلک ژاړي                   
اوس چې ځه په خندا خاندم                 
ډیره ډکه ژړا راغله                         
او د هاشم سترګو جامو ته                  
نو ځکه خو                                            
هر ماښام ئی د شفق انتظار ګرم دی     
هر یو غم کې ئی ماتم د سحر غم دی    
چه د سترګو انتظار د زړه ماتم دی     
هاشم ځکه په دنیا کې داسي تنګ دی    
 
 
 
چا سم کړي دې کږې لختې په زور    
کږې لختې که په زور سمول غواړی 
ماتوې به آینې د مخ په لور               
په پوره معنی که ځان پیژندل غواړی  
وائې جوړ کړه پري ماتم چې دی کړې شور
که ظالم نه مظلوم خپل حق داسي غواړې
همیشه به کړي په ځان ظلم لا نور    
که د ظلم اور ته صبر او طاقت غواړی 
تل به ساتی د خپل کور راز په خپل کور
که د بل  له جنګه ځان په امن غواړی
همیشه به د ځان ښه د بل  پیغور        
که غرور نه هسکه غاړه او خندا غواړی
آخرت کې به  بیا زور وي د خدای نور   
د دنیا حساب چه داسی په زور غواړی   
دسرښکتو سره راز وي د خدای نور     
هاشم تل مدام سرښکته ځان ته غواړی   
 
 
 
 
ما ویل راشه چٍې د یو څو ما تو ګوډو شعرونو په ژبه خپل خویندو ورورنو ته یو څه وړاندې کړم. که کله ئی هم ځه یادیږم نو د نشت په بیه دغه یو څو کرښی ځما په غیاب ځما دهغه مات ګوډ احساس چې د دوی په وړاندي ئی لرم، یو څه نمائندګې وکړي. په دي شعر کې ما خپل ځان په غوږ وهلی او په شعر کې د کنایو مطلب مي خپل ځان ته راجع دی. تاسو نه پکې کومه ګله او شکایت نه لرم. و مي غوښتل چې دا خپله ماته اړیکه چې تاسو سره ئی لرم، د دغه شعر په چپه خوله ئی تاسی ته انځور کړم ........         .                                                             
چې در نه ځي ورباندي زړه ورانیږې  
خپل خو هغه چې پری خوږي شي غیږې
دا ستــــا په زړه ئې یو سرور غږیږې       
وي درنــه لری د بــــــل چــــا پــــه وطن           
هم دې سهر هم دې غرمه بیا دې ماښام یادیږې
مســـته نــغمه د عاشوقئ دي خــــــــپلوان         
که کاناډا او امریکا یا پاکستان کې نــــاست وي
خپل دې همیش دزړه په خوا کې ناست وي   
د فراق اور کـــــــې چې دي وینه وینې     
دزړه اړیــــــــــــکي پـــــه خوبونو ویـــنې             
دا بیا هم ستا د یاد خوبونه وینې         
که سل تاو شوي د دنیا په طوفان         
که وي خوږې او که ترخې خو دا ئې ښکلئ وینې
د ژوند صحنئ ورته ښاغلې ښکارې     
آرمان چې نه وي، بیا ئي خوبونه وينې 
ژوند د آرمان سره سم سور بهیر دي    
چې په کې ستا ټول تصویرونه وینې    
ژوند رانه پاتې شو دا ستا په فکر         
هاشم په ژوند کې نن رازونه وینې      
دا چې په څه درنه جدا کرځم ځه          
 نو ځکه به و وایم  چې                                     
چا بیا ایمان په خپل جانان خرڅ کړی   
چا په پیسو باندي ایمان خرڅ کړی        
چې په شیطان مو دین د اسلام خرڅ کړی
یو بل نیول مو شول په دام کې مدام      
 چې مو خپل ورور په خپل آشنا خرڅ کړی  
ډیرې ګلې او بهانې شوی جوړي        
چې مو خپل ورور په خپل خر کار خرڅ کړی
ګله به کوم ګله مي حق ده د ځان        
ځان دي پخپله په آشنا خرڅ کړی         
هاشمه پریږده دغه ټولې ګلې              
نو ځکه به و وایم  چې
  څه ګډی وډی ښکارې                  
  بیا دې په تصویر راته       
یو څه بي رمو ښکاري
شپون په بیابان راته
ښکارې غوندي ښکارې
قصاب مي د کوڅې راته
خالې غوندي ښکارې
ګودر د جینکو راته
زخمې غوندې ښکارې
ارمان مې د زړګي راته
کنډرغوندي ښکارې
ودانې موهم  نن راته
بي سُره غوندي ښکارې
په اخر کې صداقت راته
 
ما هم ورته خپل شعر داسي د زړه په وینو پریښود
شیطان ورته په چل ول په زړونو خپل پل کیښود
میني او صداقت چې د دي کلې نه کور پریښود
د حسد د اور لمبو ئې صرف د زړونو کباب پریښود
د خور او ورور تر منځ ئې د حسد دام داسي کیښود
شنسب چې نه د یو او نه د بل، ډیر په ورانه ئې قدم کیښود
دې مور او پلار مو هم راته دوه پلونه داسې کیښود
د پلار په پل چې لاړو، مور ئې هم دی ځانته پریښود
که مور ته به نږدې شو، نو وائې پلار دی چا ته پریښود
یو ورور ئې په کنډر بیا ډیر بیکاره شان بوی پریښود
د مور د خوږې مینې، چې کنډرزړه داسې پریښود
په سر د یوی خور چې هغی هم سپیلنی پریښود
د خویندو څه ګله چې خویندو هم دی ځانته پریښود
په ځانته ځان ځانئ ئې هم په خدائګو که دی پریښود
دا ټولي لاري بندی او بس ځانته ئې دی پریښود
دی هم چې لاري بندی شوی آسمان ته وزر پریښود
داټولې لاري بندی بس یو خوا ته ئې دی کیښود
د خدای د لور په طمع ئې آسمان ته لوګئ پریښود
دا هر څه چې تری لاړ ده کچکول په غاړه کیښود
هیڅ چا هم لاس ورنکړد کچکول سره ئې پریښود
تش لاس وو دی راغلای، او تش لاس ئې ورته پریښود
آسمان ته مې نیولای که د خدای په در مې کیښود
د تش لاس په سودا چې مې دا هر څه داسی پریښود
زیارت ته به مې راشی که کچکول مو را ته کیښود
دا ټول به را پوخلا کړم که مې سر په مزار کیښود
قیمت به ئې ادا‌ء څه کړی چې تش لاس دی راته پریښود
د زړه د میني رنګ که مې کچکول کې درته کیښود
دُعا به درته وکړي که مزار ته دی ور پریښود
هر څه به ستا د ګټی که دی پل په مزار کیښود
 
نوټ: په آخر بیت کې د (ور) مطلب یعنی دروازه. په ژوند خو مې چا پوښتنه و نه کړه خو که اقلاُ د مرګ نه وروسته مې څوک پوښتنه وکړې نو ځما قبر باید یوه دروازه ولری چې خلک پری ځې او راځې. او که دا کار چا وکړ نو ځه چې بل څه نلرم نو یوه دعا به ورته ضرور وکړم.
 
 
اوشنسب ورته د لرې نه خپل شعر په دیوان پریښود
په خوب راته وده، غمونه ټول راته دې پریښود
د کلې دې پتنګ هم ادیرې کې خپل سر کیښود
نسیم او برنې چې دا د چل دامونه کیښود
د چانه ګله وکړم بیغیرتو ایمان پریښود  
غفور لالا مې هم په ادیره کې خپل سرکیښود
قیوم لالا مې هم راته خپل سر په لکۍ کیښود
نسیم اخنذاده چې خپل چلونو ته دام کیښود
قرآن ئې دی خرڅ کړی دین ئې هم په ډیر چل پریښود
د دروغو ګوډي ډیر شو، رښتیا هم ورته کور پریښود
دي زړونو مو چې یو بل ته د میني کنډر پریښود              
څوک نه وروړي غله، ژرندګړې خپل وار پریښود
ژرندې د دې کلي چې خپل پل په دروغو کیښود               
نسیم اخنداده چې خپل چلونو ته دام کیښود
د چا نه به ئې ګټوچې مو وطن داسې ور پریښود              
قالین چې تری وانخلئ، ډیر ناکاره ئې رنګ پریښود
اسد دې هم خبر وي چې دې هم حساب را پریښود            
اسد دې هم خبر وي که مې دی په خداګو پریښود
دا کورد اکبرخان مینې اسد ته چې ور پریښود
او قسم مې ورته کړی که مې سر په سودا کیښود
دنیا راته فانې شوه، آخرت مې ځان ته پریښود
دا ټولې فیصلی چې مې دا ستا په حضورکیښود
  شنسب ورته د لرې نه خپل شعر په دیوان کیښود
قلم چې مې راوخیست په کاغذ ئې خپل رنګ پریښود
او نسیم اخنذاده چې خپل چلونو ته دام کیښود
نسیم اخنذاده چې خپل چلونو ته دام کیښود
 چیچل خو به کوې چې مې خپل قبر ته مار پریښود
چیچل خوبه کوي چې مې خپل قبر ته مار پریښود
قیوم لالا مې تاو شو دي هم سر په لکۍ کیښود
نسیم چې د ښکې راغی په ګډا ئې قدم کیښود
پرتوګ ئې دی ویستلی او خپل شرم ئې راته پریښود
خپل سر به پری دوی وخورې که ئې بل چا ته ورپریښود
حساب مې د خپل کلي چې په ښه نیّت دوی ته پرښود
حرم د کلي کور مې چې نن بل چا ته دوی پریښود
شنسب ورته تیار دی که حساب دی ورته پرښود
شنسب ته دُعا وکړه که مې سر دوی ته ورپرښود
جمهوره ته یواځې دا مې شعرځکه درپریښود
دا ټول به په سُر راشې که قلم مې پسې پریښود
یو وخت به داسي راشې که قدم په کلې کیښود
ولاړ به لوڅ لغړ ئې که شنسب دې ځنځیرپریښود
نسیمه تا ته وایم، پیران به درنه لاړشې، که مې دم درباندې کیښود
او قسم مې ورته کړی که مې سر په سودا کیښود
 
 
                                               ای ځما غمه
غواړم تا نه پټ شم ته مې بیا لار کې دریږې
غمه تانه تښتم ته مې بیا په زړه وریږې  
ځه یمه عاجز ته ولی ما نه، نه صبریږې
ستا نه خلاصون نشته، وایم ورکشه ته مستیږې
خدای نه که ویریږی پریږده ما که ته پوهیږی
ځه درته په سوال او په زارئ ته نه ورکیږې
غمه تاته وایم ته د خدایه نه ویریږې  
ته چې مې په زړه ئې زړه مې ډیر راته ورانیږی
چاته فریاد وکړم چې ته ما نه، نه صبریږې
ځه درنه روان شم ته مې شاته شاته کیږې
ډیربه راته ژاړي که په قدرمې پوهیږې
لاړ به شم یو ورځ درنه ځنځیر به مې ماتیږې
وسومه په اور څنګه دي زړه راباندې کیږې
غمه ستا په لاس زړه مې تنورته پوریکیږې
ولې آی ظالمه ډیر دې بد په ما لوریږې 
پریږده ما خپل ژوند ته چې دا ژوند رانه تیریږي
هسی راته ګوري ولی زړه دې نه خوږیږې
پوخ شومه په اور نور مې ځان تورسکاره کیږې
ځه درته زارې کړم ته لانور راته ورانیږې
کله هم په خوب کې راته وړاندي روسته کیږې
نن مې خوب ته پریږده د صبا حساب به کیږې
ځه یمه ډیر ستړی زړه مې غواړي دمه کیږې
او ځه یمه ډیر ستړی زړه مې غواړې دمه کیږې
خوب ته چې رانه شې هاشم خوب کې ډیر ویریږې
 
 
دا په کومه خوشحالۍ کې
ګډاګاني ورته کیږې                      
دا سازونه چې غږیږې                    
اندیښنې هم قربانیږې                     
دا فکرونه چې ماتیږې                    
دا په کومه خوشحالۍ کې                
او دا سازونه چه غږیږې                    
او ارمان مو خاورې کیږې              
دا احساس چې نن قتلیږې                     
ډکې سترګې ئي بهیږې                  
دا افغان چې مو رژیږې                     
ماشومان ئی هم خرڅیږې                
په واعدو چې دي غولیږې                   
د زړه ویني ئی رابهیږې                  
دا هاشم چې پري کړیږې                     
دا په کومه خوشحالۍ کې                  
او دا سازونه چې غږیږې                   
 
 
 
 
لویه خدایه
ډیربه ځپلی درشم                        
ځه به ډیر ستړی درشم                    
په غوږو کوڼ به درشم                  
په سترګو ړوند به در شم                  
په زړه نسکور به درشم                 
په مخ، مخ تور به درشم                   
لاس په دُعا به درشم                     
له ژوند بیزار به درشم                     
ډیر په ژړا به درشم                     
هاشم ناکام به درشم                         
 
خو نه جوړیږې
فکر او ټال پری زنګوم خو نه زنګیږې 
تصویرونه جوړوم خو نه جوړیږي       
توري شپي رڼا کوم داسي نه کیږې      
آرزوګاني رنګوم خو نه رنګیږي          
وار په وار ئې جنازې دې ډیر مې زړه ورته خوږیږي
د یو مړ امید په څنګ کې یو بل هم راته مړ کیږي
اودااحساس چې مو ورو رو داسې پاریږې
دا د اوښکو ډکې سترګې چې بهیږې    
د زړه کوکې د کاغذ په مخ خوریږې
دا قلم په ګرمه وینه چې مستیږې           
وینې داسې چې زړګې نه راټوکیږې
غیر له خدایه مې نور هیڅ په حال خبریږې
لکه خدای سره د چل کار نه چلیږې
کله ځان په شعر غولوم خو نه غولیږې
چې په ژوند کې څوک په دا رقم کړیږې
ژوند په اغه دغه هم داسې تیریږې      
آخرت کې به خپل تور مخ ته ژړیږې     
د دنیا نه دي لاس واخلې که پوهیږې    
په عمل کې خپل عمل نه ډیر ډاریږې  
دا هاشم په نصیحت چې ډیر پوهیږې    
   
 
 
                                   
ستا له درد ځان  قربانوم خو ځه دي نه وینم
په فراق دي ځه آشنا د هر یو درد شوم       
لاری ټولی دی څارم خو ځه دی نه وینم
ځه د بیلی لار انسان په بیله لار یم         
سترګې اوښکې لټوم خو ځه دي نه وینم
بس دی ډیر مې وژړل دا ستا لپاره       
د زړه سترګې غړوم خو ځه دي نه وینم
د هاشم سترګې په تا پسی ړندې شوي   
 
 
 
 
اختیار مې نه شته زړه مې ډیر وران شو
 ځه یم خځلی باد مې پرواز شو
ما نه روان دوی په بل خوا شو
شاوخوا خلک ټول بی وفا شو 
په ځان ځانی بیګاه و صبا شو
ځان ته روان وزر می مات شو 
په خپل وطن مې مسافر ځان شو
په غرو رغو می شپی او ماښام شو 
دا مات وزر مې ما ته رابار شو
د ژوند کړاو مې د زړه ناچار شو  
ورځ مې د غم راته ښه یار شو
شپه خو تیریږی خوب مې حرام شو
ځه یم خځلی باد مې پرواز شو                                 
زړه مې د عقل د لاسه خوار شو
دا خپلو خلکو ته مې سلام شو       
روح مې په تن مړ مې آرمان شو
خپل راته وران د سترګو خار شو  
کلی او باغ له تربور جار شو 
وطن هم لاړ وران او ویجاړشو
د مرګ نه وروسته خاوری مې یار شو
دنیا ده خاوری خوری انجام شو
هاشم په مینه د خپل زړه یار شو
فریاد د زړه مې ډیر په ژړا شو 
د زړه په تل چې دا راته وران شو
زړه مې سلیم وه خوار د دنیا شو
د فکر ټال مې راته زوال شو
‌ډیر یمه ستړی لاس مې هم مات شو
زړه مې د عقل د لاسه خوار شو
عقل راسپړم زړه مې په قارشو
ځه یم خځلی باد مې پرواز شو                                 
په ړوند ګذار د ړندو یار شو
په عقل ړوند په بخت بیدار شو
ناچاره زړه مې د پردو یارشو
دعقل جنګ کې یار مې اغیار شو
دا خپلو خلکو ته مې سلام شو
دپردو مینه د زړه ناکام شو
بل هم د بل په پل روان شو
یو چې روان شو بل ور په شا شو
داسی د ټول ما ته بلا شو
ورور مې د خور په سر جدا شو
چې ئی بچیان ټول د بل چا شو
د وطن مور زړه مې تالا شو
خوار هاشم خان له ژوند بیزار شو
د وطن مور چې دغه حال شو
نه مې شوګیر له مور قربان شو
د ژوند په شپو پاتی آرمان شو
په ځانته ځان تاته احتیاج شو
خدایه د درد درمان په تا شو
په ځانته ځان  زړه مې خوراک شو
د عشق په اور زړه مې کباب شو
د ژوند په شپو پاتي آرمان شو
لیونی ګرځم د ګوتو شمارشو
او ځه یم خځلی باد مې پرواز شو
 
 
 
هر امید مې چې تالا شو
بیوفا چې بیوفا شو
نه په شاړه مې هم ځای شو
دا د ګور شپه نه صبا شو
په رڼو سترګو ړوند یارشو
د هدف وار مې خطاء شو
د خبرو وار خطاء شو
دا هر جنګ د لاس ګریوان شو
جوش د وینو مو بالا شو
د سړی سینی وار خلاص شو
زړه هم ځانته یک تنها شو
عقل لاړ په بله خوا شو
زړه د عقل نه بیزار شو
عقل زړه ته ډیر په قار شو
دا بل بل خوا ته روان شو
دا یو یو خوا ته روان شو
داسی څیری مو ګریوان شو
د وحدت بیرغ مو خوار شو
چې مو ورور رانه جدا شو
هر شیطان مو د ځان یار شو
هر انسان بل ته حیوان شو
انسانی کرامت مات شو
سر ئی هم د لکی ښکارشو
لکه مار تاو او راتاو شو
هاشم ځکه د باد ښکارشو
داسی یو بل ته ښامارشو
او ځه یم خځلی باد مې پرواز شو
 
ځه په خوب کې وینم
چا سره تیره توره چا سره تیره ژبه وشتل مې په زړګې کا
ځه په خوب کې وینم چې انسان را سره څه کا
چا سره د زهرو پټۍ خوله باندی مرحم مرحم خواږه کا
څوک لکه لړم څوک د مار په شان چیچل کا
چا سره حسد په زړه ما هم پرې لو لپه کا
لار مې ورکه کړی دوی مې نور هم پسي ورک کا
چاسره د ډکو سترګو جام بل په شرابو  بیامستي کا
ځه چې په اور سوزم دوی خوشحاله خوشحالي کا
ځه يم په میدان سپي رانه تاو داسي حملي کا
هیڅ د حاله خبر نه دي مشغول خپلې نخري کا
ځه یمه راګیر خدایګو که څوک به مي تری خلاص کا
چا ته وایم کوری څوک مې غو باندي غوغا کا
لار د خلاصون نشته دا شیطان داسي بلا کا
هر خوا ته انسان نن د شیطان په شان سودا کا
او ځه په خوب کې وینم چې انسان را سره څه کا
 
 
 
ای بشر دوسته
ستا تر خبرو جار ای د افغان فغانه
ای ګرانه بشر دوسته د افغان آرمانه
ته د یتم وښکه ئی ای بی بها افغانه
ته د افغان چغه ئی ای د افغان درمانه
شاه ته ونګوری ته، ای د افغان آرمانه
پام چې خطاء نه کړی وار ډیر غیرتی افغانه
ای دی بی وزلو وزرماتو ته دارو درمانه
تا نه خامار چاپیر دی د امید ګنج له تا نه
تا نه چاپیر خوار او بیزار، ای د بیزار آرمانه
ای ګرانه بشر دوسته د بشر فغانه
راوړه رڼا په تورو شپو ای د افغان جانانه
ته ئی استازی د اخلاخو فرشته افغانه
شه ته د تورسرو په سر شال ای با همت افغانه
تا نه به جاروځۍ افغانان ای د رحمت بارانه
تانه به لوګی کړو جنګ سالار ای د کیږدۍ افغانه
ته ئی د بشر ډیوه، بشر ته د آرمان درمانه
 
 
د افغان پټکی لویدلای او په منځ کې ئی را ګیردی
 ډیموکراسی او تروریزم غیږ په غیږ دې
دوی په خپلو کې دی ساز تا نه بیزار دې
داسي ډیر لیونی سپی دوی نه راتاو دې
د افغان د وینو تږې ښاماران دې
دا د ژرندی دوه پلونه لاندی باندی
شیطانی دام ئی جوړ کړی شرمښان دې
دوی په خپلو کې پوهیږې په تا خاندې
او په منځ ئی دا ساده افغان ډیر پړ مخه نسکور دی
دا د دین په نوم ئی جوړ د دوزخ اور دی
او د دین په نوم په غوږ ئی داسي شور دی
د خلاصون لار تری نه ورکه ډیر په زور دی
په رڼو سترګو دی ړوند ځکه ئی کور داسي نسکور دی
فدایان شو فدایان د پښتو غیرت ‌پری سپور دی
بل د څوشیبو په ژوندون کې د ډالروپه خرسپور دی
یو د دین په تجارت بی ایمانه په زړه تور دی
دا د دین خبره هم د اسلام په نوم یو تور دی
آزادۍ نه می زړه تور غلامی ننګ و پیغور دی
تانه اخلی ټولی توری ستا غیرت ته ئی زړه نوردی
پښتنو لږ رابیدار شی تا ته جوړ ئی دا څه شور دی
که د عقل نه کار واخلی دغه جنګ په عقل زور دی
دا د یو خر دوه غوږونه یو ئی تور، سپین ئی هم توردی
لکه بوڅو لاندی تیر شه د رڼا رنګ ئی لانوردی
پام کوه توره وانخلی توره ستا په ګردن پوردی
په رڼا ورځ ئی مخ پټ دغه غل په رڼا کور دی
دوی ناخوالی دی راوړی ستا د کور انګړ ئی ګور دی
خو له دوی نه څه ګله چې مي ورور    ورسره جوړ دی
دی آزادو پښتنو ته آزادی، دا ئی څرنګه پیغور دی
بل مو بل خوا ته راکاږی وائی راوینیسه هم دغه کمونست دی
یو مو یو خوا ته راکاږی وائی هم دغه   ترورست دی
د غفلت په خوب ویده خان یا ملک دی
بیچاره افغان له هری خوا شوک موک دی
دا افغان د دوی تر منځ داسی ټوک پوک دی
دا د ژرندی دوه پلونه لاندی باندی
 
سر ئی په غیرت ایښی داسی سر او زور
ګوره
توری ته چې ګورم توره او همت ګوره
پښی د زولنو په شرنګ، سازئی د اتن ګوره
ټوپ وهی و اور ته داسی ئی غیرت ګوره
هر څه نه به تیر وي دا تش لاس دا ایمان
ګوره
وینی ته چې جوش ورکړی سروهی میدان ګوره
خوری به ککری خپلی داسی ئی هم ناز ګوره
داسی با همتو کې غیرت او دا همت ګوره
دا لیونی خلک لیونی په خپل جانان ګوره
وړاندی روسته نه ګوری دا سروسامان ګوره
وژنی د خپل مور بچی لاس کې ئی قرآن ګوره
خوند اخلی د سرو وینو کټ کټ ئی خندا ګوره
 
 
فکر وړاندی نه کوی ماتی ئی پوښتی کوره
عقل ته چې ئی ګوری تشی ککری ګوره
ناست به وی د بل په خوان داسی ئی پسکی ګوره
ځانته ځان ځانی شوله داسی ئی شکرۍ ګوره
علم ئی د یو څو ټکو واعظ کړی د قرآن ګوره
لاپو ته چې ګوری ښاغلی افلاطون ګوره
افسوس دا انسانان په ښکلی دین کې د اسلام ګوره
غوا او خر چاپیر تری نه لاس کې ئي سوټی ګوره
لاړو خدایګو کوم خوا ته دین، ایمان  افغان ګوره
ځان نه به دي تور شی زړه ، ایمان ته د خپل ځان ګوره
او زړه مې د آتش په لمبو سوزی دا انسان ګوره
داسی لیونی سپیلنی ګرځی افغانان ګوره