
۱۳۹۳/۴/۲۴
په مرکزي زون کې د یوناما اداره په میدان وردګو ولایت کې د مدني ټولنو د فعالیتونو څېړنه کوي،چې په ترڅ کې به یې په دغه ولایت کې د مدني ټولنو شمېر او د دوی فعالیت معلوم شي .
د یوناما د مرکزي زون د حقوقي څانګې مسؤل عبدالرحمن الفت،چې په میدان وردګو ولایت کې د یوناما مسؤل باتور ملکزي یې هم ملتیا کوله،د دغه ولایت د والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي سره لیده کاته وکړه .
نوموړی زیاته کړه،د دوی په تخنیکي همکارۍ به د درې اونيو په ترڅ کې د میدان وردګو ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ولایت مقام او مدني ټولنو په همکارۍ د مدني ټولنو د فعالیتونو په اړه څېړنه ترسره کړي .
د هغه په وینا د دغه څېړنې په ترڅ کې معلومه کړي،چې په دغه ولایت کې څومره مدنې ټولنې فعالیتونه کوي او ترڅنګ به یې دا هم معلومه شې،چې دوی په کومو برخو کې خپلې چارې ترسره کوي .
الفت وایې د دغه معلوماتو په راټولو سره به دوی د مدني ټولنو معلوماتي بانک جوړ کړي او ولایت مقام ته به یې ورکړي،چې په ترڅ کې به ترې د مرستندویه ادارو او نورو فعالیتونو په ترسره کولو کې مدني ټولنو ته په اسانه لاس رسی وموندل شي .
د میدان وردګو والې عبدالمجید خوږیاڼي د یوناما له یادو استازو څخه مننه وکړه،چې د نورو ولایتونو ترڅنګ د میدان وردګو ولایت د مدني ټولنو او د دوی د فعالیتونو په اړه معلومات راټولوې او موخه یې له ولایت مقام سره همکارې ده.
ده یادو استازو ته ډاډ ورکړ،چې په دغه برخه کې به ولایت مقام له دوی سره هر ډول همکاري ترسره کړي .
درنښت
عطاالله خوږیاڼی
د میدان وردګو ولایت ویاند