
دوه ملګري په یوه دښته کې روان وو. له یو څه مزله وروسته د دواړو تر منځ په کومه خبره شخړه شوه، یوه ملګري یې بل ته یوه کلکه څپېړه پر مخ ورکړه.
وهل شوی هلک ډير خپه شو، هیڅ یې هم ونه ویل، په شګو کې یې ولیکل : ملګري مې نن ماته څپېړه راکړه.
دوی خپل سفر پیل کړ او روان شول. په لاره کې یې یو ډڼډ ولیده، دواړه د لامبو لپاره ورکښته شول. وهل شوی هلک نیږدې په ډنډ کې ډوب شوی و که چیرې ملګري یې ژغورلی نه وای.
کله چې هلک بیرته په هوش راغی، په یوه ډبره یې دا جمله وکیندله: ملګري مې نن زما ژوند وژغوره.
ملګری یې حیران شو او پوښتنه یې ترې وکړه: مخکې چې ما ووهلېولې دې په شګو کې ولیکل او اوس مې چې وژغورلې په یوه تیږه کې دې وکیندل ؟
هلک موسکی شو ویې ویل: کله چې یو ملګری موږ خپه کړي باید په شګو کې یې ولیکو چې د بخښنې باد راشي او له ځان سره یې فنا کړي خو که چیرې ښکلې څه پیښ شي نو باید په تیږه او زړه کې یې وکیندو چې کله هم هېر نه شي.
په شګو کې لیکل زده کړه او د بخښنې باد به ستا درد او خفګان له ځان سره وړي.