د کندهار ولس د شمالي وزيرستان څخه  په  راغلو کډوالو نغدي مرسته ووېشله

 
د روان لمريز کال د سرطان مياشتې په ٢٣  مه نېټه په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو منتخبو استازو مولوي سيدمحمداخونزاده او ډاکټرمحمود  په مشرۍ راغلي ولسي هيت خوست ولايت ته پدې موخه راغلل، چې د کندهاريانو له خوا راټوله شوې شپږ مليونه افغانۍ د شمالي وزيرستان څخه په هغو راغلو کډوالو ووېشي، چې د روژې په مبارکه مياشت کې يې هېڅ نوع مرسته نه وي ترلاسه کړي او په ورځېني ژوند کې د راز، راز  ستونزو او مشکلاتو سره مخامخ دي.
راغلي پلاوي په لومړي سر کې د خوست والي عبدالجبارنعيمي ترمشرۍ لاندې په هغه نيول شوي غونډه کې ګډون وکړ، چې په کې په ولسي جرګه کې دخوست دخلکو منتخب استازي لياقت الله بابکرخېل،د ولايتي شورا ريس سېدکريم خان خاکسار ،د مجاهدينو د ملي ، اسلامي ، جهادي شورا مشر مولوي سردار ځدراڼ او د کډوالو په چارو کې د تنظيم او سمبالښت د کمېسيون غړو ګډون درلود.
دخوست والي عبدالجبارنعيمي د راغلي پلاوي ، د کندهار د وطندوسته ولس او زړه سواندو دولتي چارواکو مننه وکړه، چې د شمالي وزيرستان څخه د راغلو محتاجو کډوالو  لپاره د  انساني او بشري مسووليت په اساس نغدي بودجه راټوله کړي او غواړي چې د روژې په مبارکه مياشت کې ورسره خپله همدردي او خواخوږي وښايي.
نعيمي راغلي کډوال ډېر بې وزله او محتاج وبلل او ويې ويل چې د افغانستان هر شتمن وګړى بايد ددغو کورنيو سره پدغه ستونزمن حالت کې د پام وړ مرستې وکړي، ترڅو پدې سره  خپله اسلامي او ملي وجيبه په ښه شان سره  ادا  او د لوى پروردګار ((ج ))رضايت  ترلاسه کړو.
راغلو وکيل صاحبانو هم دخوست ولايت د ولايتي ادارې او مېشتو ولسونو مننه وکړه، چې د راغلو کډوالو سره يې په هره برخه کې پراخې مرستې کړي او ټول تلاش کوي، چې د کډوالو په ژوند کې شته ستونزې په بشپړ ډول هوارې شي.
وروسته په ولسي جرګه کې دکندهار ولايت منتخبو استازو  وکيل مولوي سېدمحمداخونزاده، وکيل ډاکټرمحمود ، د  وکيل لياقت الله بابکرخېل،د ولايتي شورا ريس سېدکريم خان خاکسار،د سولې شورا  او د کډوالو په چارو کې د ولسي کمېسيون مشر مولوي حنيف شاه حسيني او ګڼ شمېر مسوولينو  په ملتيا دخوست ولايت د اسماعېل خېلو او مندوزيو ولسوالۍ ته ولاړل او هلته يې د کډوالو له استازو سره ځانګړي ناسته ترسره کړه.
غونډې ته په ولسي جرګه کې دخوست د خلکو منتخب استازي لياقت الله بابکرخېل خبرې وکړې، نوموړي وويل  دغه مرسته نه دې حکومت ده او نه هم د کومې خيريه موسسې، بلکې دا د کندهار د زړه سوند او وطندوسته ولس ، مدني ټولنو، دوکاندارنو او سوداګرو د شخصي جيبونو څخه راټوله شوې مرسته ده، چې د شمالي وزيرستان څخه د راغلو کډوالو سره يې د ښه نيت او ژورې خواخوږۍ په اساس ترسره کوي.
نوموړي د کندهار ولايت د ټولو ولسونو له مخلصانه مرستې مننه وکړه او د هېواد په نورو بډايه و شتمنو کسانو او ملي سوداګرو يې هم غږ وکړ، چې د کډوالو سره د خپل توان مطابق لازم کومکونه وکړي.
ورپسې په ولسي جرګه کې د کندهار ولايت استازي او د راغلي پلاوي مشر وکيل مولوي سېدمحمداخونزاده خبرې وکړې.نوموړي په سر کې د خوست مېلماپاله ولس ته د کندهاريانو د مننې پيغام وړاندې کړ او  ويې ويل چې خوست يووار بيا خپله مېلماپالنه ، ښه نيت آو ژوره خوآخوږي ټولې نړۍ ته څرګنده کړه.
مولوي اخونزاده وويل د ډيورېنډ کرښې دواړو غاړو ته پراته ولسونه يو وجود دى، بايد راغلي کډوال خوست ولايت ته په راتلو سره داسې احساس نه کړي، چې د بل خاورې ته يې هجرت کړى، بلکې دا هم د شمالي وزيرستان د ټولو پښتنو دويم کور دى.
نوموړي کډوالو ته ډاډ ورکړ، چې د کندهار خلک به له دوى سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي او هېڅ وخت به يې ستونزو او مشکلاتو ته ورنه کړي.
وکيل سېدمحمداخونزاده زياتوله، دغه مرسته يې په کندهار ولايت کې د شاه ولي کرزي او قوماندان رازق په همکارۍ راټوله کړي او نن يې غواړي، چې د خوست د ولايتي ادارې د ټاکل شويو کمېسيونونو په و ړاندې يې هرې محتاجې کورنۍ ته ووېشي.
بيا په وار سره د کډوالو په استازيتوب حاجي قسمت خان وزير خبرې وکړې ، نوموړي د کندهار خلکو له نغدي مرستې مننه وکړه او ويې چې دغه مرسته ورته تر مليونونو هم زيات ارزښت لري،دده په خبره دا عادي خبره نده، چې د کندهار ولايت څخه خوست ولايت ته عام ولس خپله مرسته پدې موخه رالېږي، چې د خپلو کډوالو وروڼو سره پرې کومک وکړي.نوموړي په خپلو خبرو کې د افغان حکومت او ملګرو ملتونو څخه وغوښتل چې د دوى د ماشومانو او ځوان نسل د روزنې لپاره ورته د زده کړې زمينه برابره کړي. له غونډې وروسته د هغه ځانګړي مېکانېزم پواسطه د مرستې لړۍ  پيل شوه، چې د افغان حکومت د پالېسې په اساس رامنځته شوى دى.پدغه وېش کې پخپله د کندهار ولايت څخه راغلي هيت ، ټاکل شويو کمېسيونونو او د مدني بنسټونو استازو ګډون درلود، چې (( ١٤٢٦)) څوارلس سوه شپږ ويشت هغو کورنيو ته ((٤٢٧٨٠٠٠)) دوه څلوېښت مليونه ، اته اويا زره افغانۍ  ووېشل شوې، چې هرې کورنۍ ته درې ، درې زره افغانۍ ورسېدې.
له هغې وروسته راغلى هيت ، دولتي چارواکي او د مدني بنسټونو استازي د ګربزو ولسوالۍ د ګلان کمپ ته ولاړ او هلته يې د کډوالو د حالت په ليدو سره سلګونه  زره افغانۍ په بې وزله ماشومانو ووېشلې.
د يادولو وړ ده، چې نږدې يوه مياشت وړاندې په شمالي وزيرستان کې د پاکستاني پوځ او د مېشتو وسله والو جنګيالو ترمنځ د يو او بل پرضد وسله واله جګړه پيل شوې، چې له امله يې شاوخوا دېرش زره وزيرستانۍ کورنۍ دې ته اړې شوې، چې د ژوند د خونديتوب په موخه خوست ولايت ته راکډه شي.
ولايت مقام مطبوعاتي دفتر
نېټه :٢٣-٤-١٣٩٣ يکشنبه