هغه خولۍ وه ډکه کړې له سرکوټو بېرو
تر ګودر راغی سيليدو په مخ خولې ېې ډيچې
ويل يې چې واخله او نن ټولې وخوره
پدې همزولو دې هم وويشه يوه لپه لپه
ځکه نور بېرې شوې په غرو کې ختمې
منې چې دا مې هاغه څوکه ګورې
هاغه چې لږه لږه ښکاري ددې غرونوشاته
له هاغه ځايه درته راوړې ته به ونه منې
ما ورته ووې ولې ما خو درنه نه وې غوښتې
زه پوهيدم چې بېرې خلاصې دي په دې غرونوکې
زه خو له تاسره دوستي په بيرو نه کومه
ته راته هسې پته نيشته ده چې ولې ګران ېې
ګوره که چرته ته ما دوسته ګڼې
يا هم ذره زه درته ګرانه ومه
ته به ددې غره تر راغه هم نه ځې
هغه مغرور شانې مسکی شو ويل ډارن مې بولې؟
دواړه غمبوري مې پرې ټينګ کړل ما وې نه جنابه
ته خو زما يو زړور ملګری
د چم دا نور ماشومان تاپسې نو چرته رسي
خو ته پوهيږې پيرنګيان راغلي
ده زر راووې پيرنګيان خو غرو ته نشي تللی
منې چې اوس هم راتلم
په يو تنګي کې يوه ډله جهاديان روان وو
که تا ېې څڼې وای ليدلي نو حيرانه به وې
دومره ښايسته ښکاريدل
د چا په غاړه زيړکۍ د چا راکټ په اوږو
د پاخه عمر پکې کم او نوره ټول ژڼي وو
او هاغه مير ېې په خدای دومره ښه وو
زما په سر ېې لاس راتير کړ په تندي ېې ښکل کړم
بيا هر يو بيل بيل ستړي مشي راکړل
نو اې ملګرې هاغه غرونو کې غازيان اوسيږي
مجال خو شته چې پيرنګيان دې يو قدم هم ورشي
ما وېل هو الله دې مل وي د غازيانو وروڼو
که دې وطن کې دوی مو نه لرلای
نو د غره پيغلې به يوه پاتې نه وه
اواذانونه به چا کړي نه وو
سهار سهار به دا ماشومې انګازې د قران
له مدرسو او جوماتونو به بيا پورته نه وې
نو زه په تا ويريږم
منم چې غرو ته پيرنګيان نشي تلای
خو پرې چورلکې ېې هر وخت تيريږي
نه چې تا وکسي چې روان وې غره کې
نو به راوغورځوي تا باندې درانه بمونه
بيا به سبا ته په خبرو کې وايې
چې مو پرون ها د پکتيا په غرو کې
يو لوی امير د القاعده وژلی
ده مې په ليچو وو لاسونه ايښي
غلی ېې مات کړ يو بنګړي په ګوتو
او ها ټوټې ېې په خپل جيب کې کيښوې
زه ورته مسکه شوم چې دا څه کوې؟
کم عقله ، زه به چوره ليچه درکړم
ده وې نه، دغه مات بنګړي مې پکار
ما وې نو دا څه مانا
ده ويل چې کله د شپې خوب راشي
نو په څنګله مې پرې (بې) ليکمه
ما وې چې څه ليکې؟ دا (بې) څه شی دي
دی دوه قدمه رانه شاته لاړو
ويل ېې هوښيارې ،هو ساده شه شاباس
ته ښه پوهيږې چې (بې) ستا د نوم د سر توری دی
وروستي