
د سرطان مياشتې په اتلسمه نېټه د ولايتي ادارې د مشرتابه ښاغلي عبدالجبارنعيمي ترمشرۍ لاندې د ټاکل شويو کېمسيونونو او د ملګرو ملتونو او خيريه موسساتو سره د همغږۍ په موخه جوړه شوې غونډه کې د شوې پرېکړې له مخې د شمالي وزيرستان څخه په هغو زرګونو کډوالو د خوراکي او غيرخوراکي توکو د وېش لړۍ پيل شوه، چې د ګلان له کمپ څخه په بيديا ددغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې د ځايي خلکو سره په کليو او کورونو کې مېشت دي
دغه کډوال چې د ډيورېنډ له فرضي کرښې څخه يوازې د ژوند د خونديتوب په موخه خوست ولايت ته راکډه شوې، په مرکز متون، شمل لکڼ سربېره د ګلان په کمپ او ګڼ شمېر ولسواليو کې د ځايي وګړو سره په کليو او کورونو کې د کډوالۍ شپې او ورځې تېروي، چې دا وخت د خوراکي او غيرخوراکي توکو د کمښت او نشتوالي له امله سختې ستونزې ګالي.
دخوست ولايت مقام وياند او د مطبوعاتي دفتر مسوول مبارزمحمدځدراڼ د شنبې ورځې په سهار مهال رسنيو ته وويل چې ((ولايتي ادارې د راغلو کډوالوسره د انساني او بشري مرستو د ترسره کولو لپاره بې درېغه تلاشونه کړي ، د مرکزي حکومت د اړونده وزارتونو ، ملګرو ملتونو ، خيريه موسساتو او ملي سوداګرو سره يې په بېلابېلو وختونو کې رسمي غونډې کړي او له دوى يې غوښتنه کړي، چې د ټولو راغلو کډوالو سره د منظم پلان له مخې داسې مرستې وکړي، چې ددوى په ورځيني ژوند کې شته ستونزې هوارې کړي.ددپه خبره تر دې دمه شاوخوا پنځو زرو کورنيو ته د خوراکي او غيرخوراکي توکو مرسته توزېع شوې او لا هم پدې هڅه کې دي،چې د مرکزي حکومت د اړونده وزارتونو او ملګرو ملتونو څخه د ضرورت په اساس وړانديز شوې مرستې ژر تر ژره راجلب او ټولو کډوالو ته يې د کوچني اختر نه مخکې توزېع کړي.
ځدراڼ زياتوله دوى لومړئ دګربزو ولسوالۍ اړوند د ګلان په کمپ کې د مېشتو کډوالو سره د اړينو مرستو ترسره کولو ته لومړيتوب ورکړى وو، خو دا چې پدغه کمپ کې دا مهال ټول ټولو کډوالو ته لومړنۍ مرستې ورورسول شوې، نو د ولايتي ادارې مشرتابه عبدالجبارنعيمي پرېکړه وکړه،چې له دې وروسته بايد دخوست په مرکز او ولسواليو کې د هغو کډوالو سره مرسته وشي، چې تر دې وخته له کومکونو محروم پاتې دي.
د ولايت مقام وياند او د مطبوعاتي دفتر مسوول مبارزمحمدځدراڼ وويل د جوړ شوې پلان په اساس د تېرې ورځې راپدېخوا دخوست د مرکزي اداري واحدونو متون ، شمل او لکڼو کې د زرګونو کډوالو سربېره د سپېرې په ولسوالۍ کې هم د اتلس سوه کورنيو سره د خوراکي او غيرخوراکي توکو مرسته پيل شوې او دا لړۍ به د پلان سره سمه نورو ولسواليو ته هم وغځيږي.
ځدراڼ هيله څرګنده کړه، چې د مرکزي حکومت اړونده وزارتونه، ملګري ملتونه او خيريه موسسات به د کډوالو سره د مرستو او کومکونو په هکله د ولايتي ادارې ټولو غوښتنو او وړانديزونو ته د روژې په مبارکه مياشت کې په ژر ډول رسېده ګي وکړي، ترڅو دوى يې د کوچني اختر نه وړاندې په بې وزله او محتاجو کورنيو ووېشي.
مبارزمحمدځدراڼ يووار بيا په ملګرو ملتونو ، خيريه موسساتو ، ملي سوداګرو او شتمنو خلکو غږ وکړ، چې د کډوالو شمېر خورا زيات دى، د کورنۍ زياتره غړي يې ښځينه،ماشومان او سپين ږيري تشکليلوي، نو په دې خاطر دې خپلې انساني او بشري مرستې د کډوالو شمېر او ضرورتونو ته په پام سره ډېرې کړي، ترڅو د کوچني اخترنه مخکې يې هغه ستونزې چې هره ورځ ترې سخت ځوريږي، هوارې شې)).
د يادولو وړ ده، چې کله هم په شمالي وزيرستان کې د پاکستاني حکومتي ځواکونو او وسله والو جنګياليو ترمنځ د يو او بل پرضد وسله واله جګړه پيل شوې، له امله يې څه د پاسه پنځه ويشت زره وزيرستاني کډوال دې ته مجبور شوي دي، چې د ژوند د خونديتوب په موخه خوست ولايت ته راکډه شي.
خوست ولايتي ادارې د دوى لپاره د خوراکي او غيرخوراکي توکو د ورکړې ترڅنګ د ټولو کډوالو روغتيايي ستونزو ته هم ژوره پاملرنه کړيده، چې تر دې دمه (( ٩٩٠٠)) نهه زره نهه سوه ناروغان تداوي شوې او ترڅنګ يې ((٤٦٥٢٤)) شپږ څلوېشت زره ، پنځه سوه څلورويشت ماشومانو ته د پوليو ضد واکسين تطبيق شوى دى.
ولايت مقام مطبوعاتي دفتر
نېټه : ٢١ – ٤ – ١٣٩٣